Washington Times: کندهار کې د مختلفو قدرتونو جګړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33099

دخبریدو نیټه : 2010-02-16

 Washington Times: کندهار کې د مختلفو قدرتونو جګړه


سرچینه: واشنګټن ټایمز ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

February 15, 2010

تر اوسه لا هم  د افغانستان د جنوبي اقتصادي مرکز ( کندهار) تقریباً ۹۰ فابریکې لا هم سقوط او له فعالیت څخه غورځيدلي ولاړي دي.
دغو فابریکو له دولت ضد مخالفینو سره بل ډول جګړه کوله، سرتیري یې نه درلودل خو په زرګونو تنو ځوانانو ته یې د کار زمینه برابروله چې تر څو له طالبانو سره اړیکي وشلوې.
د ثابتي او دوامداري اعتباري بریښنا نه شتون هغه ستونزه ده چې دغه فابریکې یې له سقوط سره مخ کړي دي او دا فابریکې اوس دا توان نلري چې د طالبانو ځواک کمزوری کړي.
اوس په کندهار ولایت کې امنیتي حالت ښه ندی او ډیرې سیمي د شورش شاهدي دي.
د افغانستان په دغه جنوبي ولایت کې هم  د نه حل وړ معما  نورو جنوبي ولایتونو ته ورته ده، ناټو هڅه کوي چې د عملیاتو په مټ ډیري سیمې له مخالفینو خلاصي کړي تر څو هلته اقتصادي پروژې عملي کړي خو معمولاً جګړې دغه ډول اقتصادي پروژو ته زیان رسوي او په ملیونونو ډالره هغه سرمایه له کاره غورځوي چې په فعالیت کې اچول شوي وي.
د کندهار ولایت د بریښنا اصلي منبع د کجکي د بریښنا بند دی چې له ۶ کلونو را پدې خوا یې د جوړولو کار پیل شوی وو خو په دې ورستیو کې یې د امنیتي دلایلو له امله کار سقوط شوی او د هغو  پایو د امنیت ساتنه هم ډیره ګرانه ده چې له هلمند څخه پرې کندهار ته بریښنا انتقالیږي.
د کجکي د بریښنا بند دوه ټوربینونه د اوو ملیونو دالرو په لګښت فعال شوي او دریم ټورین دوه کاله دمخه د یوه لوی کتار او زرګونو سرتیرو په بدرګه دغه بند ته انتقال شو.
 د کجکي بند د بیاودانولو پروژې لګښت په لومړي سر کې ۴۷ اعشاریه ۹ ملیونه امریکايي ډالره اټکل شوی وو خو د افغانستان د بیاودانولو د ځانګړي مفتش پر وینا چې تر اوسه په دغه پروژه دوه ځله ډیري هومره پیسي لګیدلي چې مخکې یې اټکل شوی وو.


 د ورځپاڼي په لیکنه چې یو بل لګښت دا دی چې هغې چینایۍ کمپنۍ چې د دغه بند د جوړلو چارې یې پر مخ بیولي په دې دلیل خپل کار په ټپه درولی چې وایې کارکونکي یې تښتول کیږي.
واشنګټن ټایمز لیکي چې اوس د امریکا پراختیايي ادارې ۵۰ ملیونه اضافي تخصیص د کجکۍ پروژي ته ورکړی تر څو  یو بل کاروان هم کجکۍ ته ورسويي.

په دغه کاروان کې به نور اړتیاو وړ الکترونیکي وسایل شامل وي.
د انرژۍ په برخه کې د امریکا د پراختیایې ادارې یوه کارکونکي جان سمیت سرین ورځپاڼي ته ویلي: (( لازم وخت لا ندی را رسیدلی، په ډیر خفګان سره مونږ حالات څارو ، که چیرته په راتلونکو څو میاشتوکې امنیتي وضع ښه نه شي بیا  به د کجکي د بند پر ځای د افغانستان په نورو برخوکې د بریښنا د تولید د بندونو د جوړولو لاري چاري لټوو تر  څو د هغو پر مټ د جنوبي افغانستان یو شمیر ولایتونو ته چې کندهار یې هم په ډله کې راځي بریښنا برابره کړو)).
نوموړی وایې چې دا خبر د کندهار ښار لپاره یو بد خبر دی  هغه  ولایت چې ډیر اوسیدونکي لري او د افغانستان اقتصاد ته حیاتي رول لري.
ورځپانه لیکي چې د کندهار خلک له اقتصادي ستونزو شکایت کوي.
هغوي وایې چې که کا روبار ورته برابر شي او بزنسونه ورته جوړشي نو دوي به له طالبانو سره خپله همکاري بنده کړي.
واشنګټن ټایمز کاږی چې د کندهار ډیر شمیر ځوانان ځکه په طالبانو کې دي چې هغوي له اوزګارتیا کړیدل او له طالبانو سره یو ځای کیدل یې په خپله اقتصادي ګټه وبلل.
د طالبانو مشران د افغانستان په جنوب کې ځوانانو ته پیسې ورکوي تر څو له هغوي سره د افغان دولت او خارجي سرتیرو پر ضد جګړه وکړي او په ځینو مواردو کې همدا ځوانان ځانمرګو بریدونو ته هڅول کیږي.
ورځپاڼه لیکي چې خوار بزګران بیا دکوکنارو کرکیلي ته مخه کوي چې له دغه مدرک څخه ډیري لاس ته راغلي پیسې  د طالبانو او القاعدې جیبونو ته ځي.
په کندهار کې د امریکا د ملکي استازي په دفتر کې له کمپیوټر څخه یوه چاپ شوي پاڼه په دیوال ځونړده ده چې پکې د خراب امنیت درلودونکي سیمې او هغه سیمې چې پکې  د طالبانو فعالیتونو زور اخیستی په نښه شوي دي، نوموړي دغو سیمو ته اشاره کوله او ناڅاپه یې په دغه پاڼه کې  یوې سیمې  ته ګوته ونیوله او په لوړ آواز یې وویل چې دا همغه د بریښنا مردار بند دی.

ښاغلی بیل هاریس وایې: (( مونږ ډیر کا روکړ چې دغه ښار ته بریښنا راولو خو امنیتي ستونزو مونږ له دې کار څخه را وګرځولو)).
د محمد نعیم په نامه په کندهار کې د یوې فابریکې مسول چې پلاستیکي څپلې جوړوي وایې چې دی دخپلي فابریکې لپاره لازمه بریښنا نلري او د ډیزلو هغه جنریټر چې د ده لپاره برق برابروي د د ده د محصولاتو په قیمت منفي اغیزه شیندي په داسي حال کې چې ده ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازي ۱۲ ساعته بریښنا برابریږي.
محمد نعیم ورځپاڼی ته ویلي چې که چیرته د ده فابریکې ته لازمه بریښنا برابره نشي نو دی مجبوره دې چې خپل ۱۵ تنه کارکونکي له دندو وشړي او په دې کار سره به دا  امکان رامنځ ته شي چې د هغه بي کاره شوي کارکونکي د ښار په دننه کې په ناقانونه اعمالو لاس پوري کړي او ښایې هم له طالبانو سره یو ځای شي.
د کندهار د بریښنا ریاست چارواکو واشنګټن ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې دوي اوس دومره توانایي لري چې د ښار نیمایې برخي ته بریښنا برابره کړي او دغلته د موجودي بریښنا ظرفیت هم ۵۰ میګاواټه دي.
د چارواکو پر وینا چې کندهار ته ډیزل جنروتورونه هم اخیستل شوي خو یو د جنریټورونو کیفیت ډیر ټیټ دی او بل دا چې د هغو قراردادیانو پیسې هم په وخت د حکومت له لوري نه ورکول کیږي چې دغو جنریټرونو ته ډیزل رسوي.
د احمدي په نامه د کندهار د بریښنا ریاست یوه مسول ورځپاڼي ته ویلي چې په تیر ډسامبر میاشت کې دوي د بریښنا په برخه کې ډیري ستونزي لرلي دا ځکه چې  د ډیزلو برابرونکو شرکتونو ته یې پیسې نه وي ورکول شوي خو په جنورۍ میاشت کې په ډیر ځنډ سره ورته ورکړل شوي چې اوس بیا د بریښنا بهیر څه نا څه سم دی.

واشنګټن ټایمز لیکي چې د کندهار په صنعتي پارکونو کې چې د امریکا له لوري یې یو وخت ملاتړ کیده د میوې  د بسته بندۍ یوه فابریکه هم موجوده وه خو اوس دغه فابریکه د بریښنا د نشتون له امله سقوط شوي او په تشه ودانۍ کې یې کاناډايي ځواکونو ځان ته پوځي هډه جوړه کړي ده .