قرآنکريم وپيژنۍ ( ۱) برخه .
ليکوال : علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته .
الحـمدلــــلــه وکفي والصلوة والسلام علي عباده الذین اصطفي
وبعد فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم ، بسم الله الرحمن الرحــــــيم
« ان هــــــذاالقرآن یهدي للـــــــتي هی اقوم » صدق الـــلـــه العـــــظيم .
قدرمنو دیني اواسلامي وروڼو ! داد«قرآن کریم وپېژنۍ» اوله برخه ده ، دالړۍ به انشاءالله پر داسي ګټورو مهمو اونایابه معلوماتوباندي اشتمال درلودونکې وي چي انشاءالله مثال بې نه وي ،څرنګه چي دغه اوله برخه ددې لړۍ افتتاحیه برخه ده نوپه دې وجه به مختصره وي اومقدماتي شکل به ولري ـ
محترمو وروڼو ! قرآنکریم دالله جل جلاله له سترواوغټواسماني کتابوڅخه اخیري الهي کتاب دئ کوم چي پرحضرت محمد(صلي الله تعالي علیه وسلم) باندي نازل سوئ دئ اودغه نزول يې تقریبًا په موده کښي ددرویشتوکلوپاۍ ته رسېدلئ دئ ـ
د قرآن کریم له نزول سره سم ټول اسماني کتابونه لکه تورات ،انجیل،زبور وغیره منسوخ سول او ټول عالم بشریت اوعالم جِن په دې سره مکلف سول چي په قرآن کریم به ايمان راوړي اودقرآن کریم دهدایت مطابق به دژوندټولي دیني اودنيوي چاري پرمخ بیايي ـ
دقرآن کریم له نزول څخه وروسته دقیامت ترورځي پوري چی هرڅوک قرآن پاک ونه مني اوایمان باندي رانه وړي نو هغه کافربلل کیږي اودقیامت په ورځ به هغه همېشه په دوږخ کښي وي ،اوکوم خلګ چي قرآن کريم منی اوعمل نه په کوي نوهغه خلګ که څه هم کافران خونه دي خو تر کفر او کافرانو رالاندی دالله جل جلاله په نزد شریر اوبدانسانان ګڼل کیږي اودشریعت له نظره دغه راز خلګ ظالمان اوفاسقان بلل کیږي ـ
قرآن پاک په خپله خپل ځان وخلګوته په دې ډول معرفي کوي : « اِنّ َهــــــذاالقرآنَ یهدِي لِلَّـــــــتِي هِی اَقْوَم » .
يعني بېشکه دغه قرآن وخلګوته هدایت اوښوونه کوي دهغې لاری چي هغه ډېره برابره اوسمه ده .
مطلب د ادئ چي قرآن پاک وانسانانوته په شخصي اواجتماعي لحاظ اودارنګه په ديني ،دنیوی ، اقتصادي اوسیاسی لحاظ داخلاقو په باره کښي داعمال اواقوالوپه باره کښي اودارنګه د اعتقاداتو اومعاملاتوپه باره کښي هغه لاري وخلګوته ورښيي کومي چي په اعلی درجه کښي سمي اوسېده دي ،پرهره لارباندي چي څوک روان وي که هغه د قرآن له هدایت څخه مخالفه وي نو هغه باطله اوناروالارده اودهغې لاری تلونکي ناروا اوګمراه انسانان دی .
د انسانانو شقاوت ، سعادت ، بدبختی اونېک بختي دقرآنکریم تر مخالفت او تابعدارۍ پوري اړه لري کوم څوک چي دقرآن کریم دهدایت تابع وي نوسعیداونېک بخته دئ اوکوم څوک چي دقرآن کریم دهدایت پرخلاف روان وي نوهغه شقي اوبدبخته دئ ـ
دالله پاک دوستي اودښمني دقرآن کریم په منلویانه منلو پوري مربوطه ده ،هغه خلګ چي په قرآن کریم باندي صادق اورښتونئ ایمان لري نو هغه دالله جل جلاله دوستان دي اوالله پاک دهغوئ دوست دئ ، اوهغه خلګ چي په قرآن کريم باندي ایمان نلری نوهغه دالله پاک دښمنان دي اوالله پاک دهغوۍ دښمن دئ ـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .