زه ليونی نه يم ...نه جاهل يم... مه هم مغرور راته وايه!
ته ولي وايې زه چوپ يم زه خاموش يم .ما ته ګورې پر ما خاندې ؟
ستا د سترګو په ژبه زه پوهیږم.
هو!
هغه خو زما پر چوپتيا ملنډي وهي... کله جاهل، کله مغرور، کله ليونی ورته اېسم !
د یو نفرد خبرو څخه د بل نفر خبره پورته کیږي او ده هغه څخه هم بله، بله، او بله جوړیږي مجلس پر تودیږي مګر څنګه چې زه چوپ يم او ببيا هم پر ما مجلسونه جوړیږي .
تاسي فکر کوئ چې ستاسو پر خبرو ستاسو پر ږغ زما د خاموشی نړۍ نړيږي؟
يا!
ستا ږغ به ځیږ وي ضرور... تند و مست به وي شايد... خو د حباب لاندې د شوره ډک سمندر هم تيريږي لیکن حباب کله فنا کيږي!
زه خو تل له ځان سره بوخت يم... خپل په ځان کي راته جوړه يوه دنيا ده... بيا مې ولې بل محفل ته غواړئ؟
ستاسو و لوړو لوړو قهقهو ته زما سماعت بيګانه دی... دا ستاسوپه پراخه انګړ کي زما زړه ولي تنګ دی؟
زه لیونی نه يم زه په هر څه پوهیږم... زه په هر څه پوهيږم...ليوني خو تاسي ياست... ستا بې خلوصه اواز زما پر احساس تاثير نه کوې...
دا تواضع هغه د يار د جونګړې رنګ او خوند نه لري چې ولاړی او اوس نسته ...
ته د دوستۍ کومه مظاهره چې په کومو الفاظو کوې- کوې به يې- خو هغه د احساس خوشبو ولې نه ده پکښي نغښتې؟
نو ته بيا ما ، زما د دنيا څخه څنګه راباسې په کوم قوت مې راباسې؟
او ولې مې راباسې؟
ته...ته ولي...
ولې زما دنياته ته نه راځې؟
ته خو وايې دا د خاموشۍ دنيا د کمزورانو، د کم جراتو دنيا ده، د خلکو څخه د تيښتي بهانه ده، او ته وايې تا دا دنيا محسوس کړې، دلته دې وخت تير کړی نو بيا د دې دنيا څخه څنګه پر سد څنګه بينا راوتلی يې؟څنګه چې پوهيږې په ځان او هم اورې په سالمو غوږو؟
درواغ وايې ...
يا شايد دا ته ليونی يې چې د داسې دنيا څخه روغ رمټ را ووتې.
نه ته غلط وايې ته نه يې راغلی دلته ، ته نه يې راغلی دې دنيا ته.
پريږده ما په دی دنيا کې چې دغه خو اوس زموږ ریښتينې دنيا ده.
دلته زما د وطن هره خاشه په لمبو کې سوځي...
زه چيغې اورم...چيغي...اوښکي وينم... هره چيغه مې د مور هره اوښکه مې د خور ده.
ته ما د دې ځایه نه سې ايستلای... دا د اور دنيا ده که ما باسې خپل به وسوځې لاسونه...
نه ته جرأت نه لرې چې دلته راسې...
دا د احساس دنيا ده ..
ته هر څه لرې خو احساس نه لرې...
دلته د احساس ريشتې دي.
دلته نه منزل سته او نه هم هغه ته لار...بس پر هرې لوري تور تور اندامونه ، پر خپلو پلو باندي شخ سوي ډير قدمونه، سوځيدلي په خاورو کي پراته دي...
دلته د ښايستو ناوو ارمانونه د نکريځو په شکل کې پر پرې سوو لاسو پراته دي...
د يو سپينږيري بابا په غيږ کې څو تنکي سرونه پراته دي...
انګار دې د اسمانه راوريږي...
د شيدو بوتل په لاس کې يو ماشوم سوځي ايرې کيږي...
دلته داسې اوازونه دي چې نه چيغي نه غړغړې دي.
تر دې ټولو ستا اواز به څنګه تير سي، او څنګه به ما ته رارسيږي...ته خانده هو ته خانده...
راته وايه ليونی...
زه به شايد تا ته ګورم خو زه ستا خندا نه وينم زه ستا خندا نه اورم...زه خپل په دنيا کې يم!
زه بيريږم چې يوه ورځ ستا د ژوند يوه حقيقي پيښه تا زما دې خاموشي دنيا ته رانه ولي...
هو!
ځکه چې زما په دې دنيا کې دا ټوله د حقيقت د دنيا څخه راغلي...
ستا د دنيا څخه راغلي!!!