د طالبانو نیول شوئ مشر د ماتې شوې جګړې ښکارندوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33138
ژباړه: عبدالحمید ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2010-02-18

د طالبانو نیول شوئ مشر د ماتې شوې جګړې ښکارندوی

اسوشیتد پرس

واشنګټن- د طالبانو د لوی قوماندان ملا عبدالغنی برادر نیول او له هغه څخه پوښتنې ګروېږنې د طالبانو د ښورښ د غوټې د خلاصولو حللاره کېدای شي، خو دومره نه څرګندېږي چې امریکا ته د اسامه بن لادن د موندلو لاره پرانیزي.

چارواکي وايي، په پاکستان کې د نږدې دوه اونیو د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د طالبانو د عملیاتو له مشر څخه ډېر لږ مالومات راوتلي دي. د ده او د ده د توقیف کوونکو تر منځ په بحثونو کې ملابرادر پخپل قسمت او برخلیک تمرکز لاره او د خپلو انډیوالانو او د وسلو د زېرمو په هکله یې دومره تفصیلات ورنکړل.

دا د ملابرادر د نیول کېدو لومړنۍ ګټه ده چې د طالبانو د ورځنیو عملیاتو څخه په ناڅاپي توګه تری تم شوئ و. خو، که چېرې دی همکاري وکړي د پاکستاني او امریکایي چارواکو هیله به دا وي چې د افغان طالبانو، امریکا او ناټو ځواکونو تر منځ چې په افغانستان کې په جګړه بوخت دي د اوربند خبرواترو کې د منځګړي رول ولوبوي.

امریکایي چارواکو چې د پټو استخباراتي موضوع ګانو په سر یې د بحث کولو له وجې خپل نومونه څرګند نکړل وویل، چې ملابرادر سره د طالبانو د مشرانو په هکله ډېر ژور مالومات شته چې کېدای شي منځلارو طالبانو ته د هغوی نورو په پرتله چې سخت دریزه دي او نه غواړي د سولې په بهیر کې راګډ شي لاره پرانیزي.

خو دا هم لا روښانه نده چې امریکا دې د پاکستان د حکومت په باور وي چې ملابرادر کولی شي د افغانستان د پولو په اوږدو کې د سولې په راتلونکو خبرو اترو کې نېغ رول ولوبوي.

ځینې نور چارواکي چې مخکې یې له طالبانو سره ناسته پاسته کړې د ملابرادر په پروسږن اقدام کې یې د ده تر لاس لاندې طالبانو کې مثبتې نښې نښانې لیدلي چې  په حکومت کولو او د سیمې په کنټرول یې تمرکز کاوه.

ریچارد بارېټ د ملګرو ملتونو د هغې ډلې مشر چې د القاعدې او طالبانو لخوا د وړادندې شوو ګواښونو څارنه کوي وویل چې، داسې ښکارېدل چې ده (ملابرادر) غوښتل دغه سازمان (طالبان) له یوې جګړه ییزې ډلې څخه یوه ګوند او سیاسي بهیر ته واړوي چې د طالبانو له جکړه ییز خوځښت نه مېز ته د خبرو اترو پیل ښکارېده.

ملابرارد د یوه پوه، زبردست او ځواکمن مشر په توګه پېژندل کېږي څوک چې نه یوازې امر یې په ډېر لڼډ وخت یانې څلېرویشت ساعتونو کې د ولسوالیو سطحې ته رسېده بلکې منل کېده هم او دا ډېر د پام وړ ده.

عملیاتي مشر ملا برادر په تېر جولای کې د هغې لارښوونې په خپراوي کې رول درلود کوم چې طالب جنګیالي یې د ځانمرګو بریدونو پر مهال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې احتیاط ته متوجه کول. ورته اقدام د ناټو او امریکایي ځواکونو د عمومي پولیندوی جنرال سټېنلي مکرېسټال لخوا هم په لومړیتوبونو کې وشمېرل شو چې امریکایي پوځي چارواکو ټینګار کاوه چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې سره د افغانانو زړونه او فکر له لاسه وځي.

امریکایي چارواکو د هغو مالوماتو په هکله څه ندي ویلي چې له ملابرادر څخه لاسته راغلي دي، خو، ځینې داسې انګېري چې له ده سره ډېر مالومات شته او یا د طالبانو د سیاسي لرلید په هکله به خپلې سپارښتنې ولري.

پداسې یوه رول کې ملا برادر کولای شي هغه تفصیلات وړاندې کړي چې نړیوال ایتلاف ته چې غواړي دغې جګړې ته د حل لاره ومومي لاره پرانیزي.

د نیوزویک په حواله امریکایي چارواکو ویلي دي چې په یوه بل ورته اقدام کې د افغان طالبانو بل مشر ملا عبدالسلام چې د کندز ولایت مسوولیت یې لاره هم د پاکستاني چارواکو لخوا نیول شوئ دی.

رابرټ ګېبس د سپینې ماڼۍ د رسنیو منشي د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د ملابرادر نیول له امریکا سره د مخ په زیاتېدونکو همکاریو نښه ده. دا یې هم وویل چې له ملابرادر څخه پوښتنې ګروېږنې شوي دي خو دی به یې پایلې ښکاره نکړي.

جان کېربي د امریکا د وسلوال پوځ لوی درستیز مایک مولن ویندوی ویلي دي چې امریکا د سرحدي سیمو د امنیت د خوندي کولو لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي.

مایک مولن د ولسمشر اوباما د امنیتي چارو لوی سلاکار له پاکستان سره سړې پوځي اړیکې بېرته د یوه لومړیتوب په حیث رغولي دي.

د مایک مولن ویندوی دا هم وویل چې امریکا او پاکستان پیاوړي کاري اړیکې لري چې زموږ د دواړو هېوادونو د خلګو په چوپړ کې به وي. موږ خپل منځ کې یوې اوږدمهالې همکارۍ ته دوام ورکوو چې زموږ ګډ امنیت او سوکالۍ پیاوړې کوي.