Reuters: مالدیف کې د کرزي او طالبانو پټي خبري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33157

دخبریدو نیټه : 2010-02-18

 


سرچینه : رویټرز خبري آژانس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د رویټرز خبري رسنۍ په خپله انټرنټ پاڼه کې د افغان سولې د پټې غونډې تر نامه لاندي یوه لیکنه خپره کړي ده .

د رویټرز په لیکنه چې  افغان چارواکو او د طالبانو یو شمیرکلیدي مشرانو تیره میاشت په مالدیف کې د رخصتیو پر مهال د سولې په باب پټه غونډه کړي او جزیات یې له رسنیو پټ ساتلي دي.

ویل کیږي چې  په دغه غونډه کې د حامد کرزي خاص استازو د طالبانو له اوو تنو کلیدي مشرانو سره د  پخلایني پر  پروسه خبري کړي او دغو افغان چارواکو د طالبانو پیشنهادونه کرزي ته راوړل تر څو یې د جنورۍ د اتویشتمې نیټې په هغه کنفرانس کې له ګډون والو سره شریک کړي چې په لندن کې جوړ شوی وو.


دغه ناسته د مالدیف په بنډوس ایسلنډ سیمه کې تر سره شوي وه.

د مالدیف د غونډې تازه جزیات د جمعې په ورځ د بینوا ویب پاڼي ته را ورسیدل او دا لومړی ځل دی چې بینوا ویب پاڼه د دغې غونډې جزیات خپروي.

د مالدیف حکومت ته یوې نږدې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په بینوا ویب پاڼه کې خپور شي ویلي چې په دغه غونډه کې ددوي حکومت په مستقیمه توګه برخه ندرلوده.

سرچینې وویل چې د مالدیف د قانون پر اساس دغې خاوري ته د هغو کسانو د داخلیدو اجازه نشته چې نوم یې د ملګرو ملتونو په تورلیست کې ځای ولري خو  په غونډه کې د طالبانو هغه کسان شامل ول چې نومونه یې په تور لیست کې نشته او په تازګۍ له تور لیست څخه ایستل شوي دي.

د طالبانو د استازواو افغان دولت د چارواکو تر منځ په مالدیف کې د شوي غونډي نور جزیات تر اوسه ندې روښانه شوي خو دا ویل کیږي چې د مالدیف غونډه د کرزي او طالبانو د پخلایني د هغه بهیر د پیلیدو ور بلل کیدای شي چې په دې ورستیو کې یې هڅي ګړندۍ شوي دي.

د مالدیف په دغه غونډه کې د طالبانو یو شمیر وړاندیزونه چې کرزي ته رسیدلي ول د کرزي له لوري د لندن په کنفرانس کې مطرح شول چې د نړیوالو له لوري هم منظور شول.