د مویتایې په زړه پوري سیالۍ تر سره شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33165

دخبریدو نیټه : 2010-02-19

میرویس جلالزی


په کابل کې د هیواد د غوره موی تای کارانو د غوره کولو لپاره په زړه پوري سیالۍ چې د ملي المپیک د کميتې او د دغې لوبې د فدراسیون له خوا په لاره  اچول شوي وي تر سره شوې.

مویتای کراټې ته ورته رزمي لوبه ده چې په ۱۳۸۵ کال کې یې  رسماً فدراسیون د ملي المپک د کميټې په چوکاټ کې ثبت شو.

د دغه فدراسیون چارواکي وایې چې د افغانستان په کچه د غوره او تکړه موی تای کارانو د غوراوي څخه یې موخه په نړیوالو سیالیو کې افغانستان ته په دغه لوبه کې د ښو لاس ته راوړنو حاصلول دي.

ویل کیږي چې افغان موی تای کارانو تر اوسه پوري په نړیواله کچه په دغه لوبه کې د سرو، سپینو او برونزو یو یو مډال ګټلی دی.