۱-انډيواله که يوه پوښتنه درڅخه وکم خوا خو به دي نه بديږي؟
۲-شل کرته خو يې وکه .
۱-ته يووخت مين سوي يې ؟
۲- هو، په هغه ورځ چي خدای(ج) زه پيدا کړم او په پټوسترګو شيدا سوم ، لا دغه دئ لا دغه دئ.
۱- معشوقه دي کله کله وينې؟
۲-هو، راسره راسره ده.
۱-واه! وله چي ته خو ډېر بختور يې ، چي معشوقه درسره ده، ولي چي دنورو عاشقانو د معشوقو يو ديدار خو په ډېر شواخون، د فراق پر لمبو، دچړو پرسرو، پر ګودر يا د دروازې تر چولو، پسله کلو، يو وخت لکه پېلبو برابر سي، هغه هم بې وصاله، زه وايم ته به لمړی کاميابه عاشق يې.
۲-دا خو ته وايې، مګر زه ځان ناکامه مين بولم .
۱-ولي ؟څه پېښه ده ناکامي يې په کوم ځای کي ده؟
۲-زه دخپلي معشوقې دخواهشاتو څخه لالهانده او سرګردانه يم ، آرام نه لرم .
۱-دا نو څه درته وايي ؟ څه درڅخه غواړي؟
۲-هی، هی څه درته ووايم (وايي چي دياره وايي دځانه وايي) بيا هم دا راته وايي غلا وکه، سړي مړه کړه ، رشوت او دبل حق واخله او ماته يې راوړه، ټوله انساني اصيل او خويونه پرېږده يوازي زما عشق ولره نعوذباالله دخدای(ج) عبادت لاهم ترک وهه – هېر يې کړه ،خو چي ماهېره نه کړې او وداسي ګمراهی او بې دينی ته مي غواړي وروپوري وهي – ملحد راڅخه جوړ کړي.
۱- پر تا ولي خپله معشوقه داسي جابره ده، لکه چي بيخي ښايسته ده، چي دونه نازونه درباندي کوي .
۲- يا، تر بلا مي بده ايسي ښايسته څه چي بيخي بدرننګه ده ، چي وې وينې خوابه دي وګرځي.
۱-نو البته ښايسته او جزابي سترګي به لري.
۲-هغسي هم نه ده ګرسره يوه سترګه لري، هغه هم پوچه ده، ليده نه په کيږي.
۱- نو خامخا يې عمل ښه دئ .؟
۲- عمل يې هم نه و وينې.
۱- نور نو څه کمال لري، چي ته يې داسي وراخيستئ يې؟
۲-بس نو، دپټو سترګو سودا وه چي سوې ده، هرڅوک چي په پټو سترګو سودا وکي سزايې تر دې بدتره ده او نتيجه يې بده راوزي، ځکه چي په پټو سترګو اصل حقيقت نه ليدل کيږي .
۱- ولي ته اوس تر دې سودا نه تېرېږې؟
۲- اوس زه د دې (سودا) سره د ژوند په پړي تړل سوی يم، په يکړه سر دجلاتوب توان نلرم. اوس زه د لاښ خورو ټپوسانو سېل په (تو) کي اخيستئ يم ، هوايي لاري ندي رامعلومي- ناچاري ده ،ځکه نو د دې پر ما پله صافه ده. غواړي لمړی ما غل ، رشوت خور او د انساني ښو اخلاقو څخه ليري وساتي او بيا نو دمريي او غلام کار راڅخه واخلي.
۱- صحيح ده ، ته خپله معشوقه ماته راښکاره کولای سي؟
۲- نه نه، هرګز نه، ځکه چي هغه تل په حجاب کي ده او پر مخ يې نقاب ځړيږي.
۱- آښه ، د نوم او داستوګني ځای يې راښوولئ سې؟
۲- ځای يې زما په وجود کي دئ، او نوم يې (نس) دئ.
۱- هو وی، وږی نس ريشتيا چي بلا ده.
(ټوله مردارياني د ده د خوا دي)
کراچي
۲۰/۷/۲۰۰۵