شـــــــــــــــــــــــــين انـــــــــــقلاب محمد حسن حقيار زلفې مې مه لنډوه مورې نور نو دګوربت په لوړه څوکه دګوربتانو لويې دورې او لمن کې دکوچيانو دخيمو مراندې نه ليدل کېدلې، دلمنو اوناوونو چينې يې وچې وې ، رګونه يې ديو څاڅکي اوبو په هيله تړپېدل، نه په کې دګوربتانو تنده ماتېدله او نه دورغومو دتندې له لاسه د راوتلو ژبو څه چاره کېدله . دګندانار ګلانو چې، زېړ والي او لوړې ونې يې له څو کيلو متره واټن څخه دليدونکو پام ځانته را اړاوه نور دخوجه بلند په هديره کې دخوجه بلند بابا دزيارت منجاورتوب پرېښى وو.
دميدان وردګو ولايت چې، دکابل په ګاونډ کې پروت دى تر دا څو کاله وړاندې مو دې دهېواد دهغو ګوتو په شمېر ولاياتو په ډله کې حسابېده چې، په ژمي کې به يې دواورو سپين مالوچ په غره او هواره پراته وو، ټول طبيعت به تک سپين وو ، په ووړي کې به يې خوږې، پستې ، يخې ا ب و هوا، تازه ميوواو شنيلي دهر انسان احساس تخناوه، په پسرلي کې به يې ښکلا ته دلومړۍ شپې دناوې سينګار هم حيران وو . دومره ښکلى، دومره رنګين، دومره شين، دومره خوږه هوا به يې وه چې، تا به ويل دفطرت انځورګر دخپل قلم ټول کمال په کې ښودلى دى او دځمکې په سر دفطرت دښکلا تر ټولو ستره تابلو ده. خو له بده مرغه چې، دميدان وردګو دناوې ځواني او ښکلا هم له نظره شوه . وچکالۍ يې سره او سپين اننګي وزبېښل دجګړو ورانۍ مهاجرتونو او بيا هم دوچکالۍ په جامه کې راغلي طوفان يې دچينار په څېر لوړه ونه راکږه کړه. دپېغلو په غاړه کې دمڼې دګل شېرچه يي هار يې وسوځاوه نور نو دميدان وردګو دسوزېدلي جنت په ليدلو دهر با احساسه شخص احساس بوګنېده، نور نو ميدان ورد ګو ويدې جذبې راو يښولى نه شوې.، نور نو ددې سيمې په سترګو کې داوښکو چينې وچې شوې او ګريوانونه داوښکو پر ځاى پر وينو لمدېدل، نور نو پيغلو ګودرونه پاتې وو، دنرخ څپانده سيند هغه پخوانى شور نه درلود دچک په بند کې چې، يو وخت يې ٦٠ ميګاواټه برېښنا توليدوله کبان سوزېدل، هيلۍ او مرغاوۍ ترې مهاجرې شوې وې، نور نو دچک دبند دکاسې دلوېديځې غاړې په لوړه غونډۍ جوړ عصري او مجلل هوټل دنړۍ دتورستانو لار نه څاري، نور نو دسلطان بند ځواني هم لاړه دمټو هغه پخوانى زور يې اوبه شو ، نور نو به جلرېز کې دکابل، باميانو لويه لاره ترڅو کيلو مترو په شنو پاڼو پټه نه وه . نور نو دپغمانيو پيغلو غومبوري له ميدانيو مڼو سره تشبيه کېدلىنه شول ، نور دميدان يوې ونې هم مارلينګ مڼې نه ورکولې او نږدې وو چې، دډاکټر عبدالوکيل کړې خواري په اوبو لا هو او دبيروتيو، مارلينګو، جورسواو زېړومڼو نسل هم ورک شي .نور نو مارلينګ مڼو دوردګو پيغلو له غومبورو اخېستى نه شو.دزردالو وزرونه وسوزېدل، دګيلاسووينه وچه شوه، د وچکالۍ (ديو) دميدان دپېغلو ښکلا وزبېښله، نور نو دتوپ په دښته کې دمرغيو کاروان هم جل واهه، دشېخ آباد ټوله دښته سراب او له لېرې داوبو جزيره برېښېده.
نور نو له ميدان ورد ګو څخه هره ورځ لسګونه موټره دمڼو ناوې د کرېټونو په ډولۍ کې بهر ته نه ودېدلې، نور هلته ميداني کوچنيان په يوې مڼې پسې پخپله دونو سرونوته ختل ،نور نو دمڼو په وخت کې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه ځوانان دکار او مڼو ټولولو په هيله هلته نه تلل، نور نو دکابل، لوګر، پروان، غزني، باميانو اوآن دهېواد دختيځو او لويديځو ولاياتو نېستمنو خپلو بچيانو ته دروزۍ موندلو هېلې دميدان ورد ګو په باغونو پورې تړلې نه وې، نور نو دوردګو دتنګي دونو زلفې لنډې او کور په شوې وې او دباغونو په پرې شويو څانګو يې بازان او ګوربتان نه کښېناستل اودحال په ژبه به يې همدا ټپه زمزمه کوله چې:
په ښاخ پرې کړو ونو نه کښېنې بازونه
دکريمدادو په سيمه کې دغره په لوړه ، اسمانڅکه څوکه دخوجه بلند بابا څو سوه کلن څيله ځاى او کوټنۍ لا هم ولاړه وه دخواجه بلند دغره په لوړه څوکه دجهاد دوخت ددهشکو او زيکويک مورچې لا هم هماغسې تازه وې خو مجاهدينو يې يا دشهادت جامونه څښلي وو او يا يې دهېواد په ويرجنو حالاتو دوير او ماتم اوښکې تويولې.
.دانګريزانو پر وړاندې دمجاهدينو دستر مشر سپهسالار غازي محمد جان وردګ لاروي غازيان دنهيلۍ څپو اخېستي وو،
دغرونو او غونډيو له لمنو دطبيعت شين شال ټول شوى او اوږدې وچکالۍ او ګرمۍ په خړو ايرو بدل کړى وو، څو کلن تک شنه چمنونه داسې وچ شوي چې، تابه ويل دې سيمې هېڅکله هم شين ځاى او شنه پاڼه نه ده ليدلې، د هغو زراعتيو غواګانو چې ،يو وخت يې دورځې درې منه شيدې کولې له تيونو اوس يو چارک هم نه راوتلې، داسې ښکارېده چې، دځينو خلکو دګنا داور شدت به د قدرت دزغم او حوصلې فولاد هم ويلې کړي وو او داسې به يې خوښه وه چې، دانسانانو ترڅنګ نورحيوانات هم وځوروي.
ښايي چې، دکوم وږي، پښې ابلې او سرلوڅې يتيم دلاسو تڼاکو به دخداى د رحمت غرونه خوځولي وي اوښايي چې، دخپل وچ شونډي جانان دپښو دچاودو او ببر سر په ليدلو به دکومې پيغلې دخولې (آه) لامکان خوزولى وي ، ښايي دسپيڅلي جهاد دکوم غيرتي شهيد اروا به دخپلې کونډې ناوې په لاس کې دسوال کچکول ليدلي وي او دخداى دعرش ګريوان ته به يې ټکان ورکړي وي، ښايي کومې مجبورې ښځې به خپل اته کلن سپېلني دودوونکى زوى خوله او سترګې تړلى دبد کارو ځوانانو په اوږو ليدلى وي او له اوښکو ډکه لپه به يې خداى ته واسطه کړې وي.
هر څه چې، وو هغه دى دخداى درحمت سمندر په جوش راغى، دشفقت وريځې يې خپرې شوې، دمهربانۍ باران يې په لوړو ژورو، عامو خاصو ټولو وورېد هر ساکښ کې ساه وغړيده، ټول طبيعت ژوندىاو ټول فطرت رنګين شو، دکائناتو هر وږي او تږي دفطرت تيونه ورودل ، حلقو نه يې تازه شو دادى شين انقلاب راغى دوچکالۍ داژدها له خولې وتلي لوګي يې پسې واخستل