داداطلاعاتو او کلتور وزارت جگپوړي چارواکي په څه مصورف دي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3326
حبيب اله غمخور
دخبریدو نیټه : 2005-07-28

 حبيب اله غمخور
 نن دروان 2005 ز کال دجولاي دمياشتي په اوه ويشتمه نيټه داروپا په وخت دماسپښين پر درو بجو دآزادۍ راډيو دافغانستان دهنر مندانو دسرتاسري ټولني مشرتابه ته بلنه ورکړې وه چي په پروگرام کښي برخه واخلي او دعلاقمندانو پوښتنو ته ځواب ووايي .
 تر هر څه دمخه زه ديو افغان په توگه ددغه پروگرام دجوړونکو او وينکواغلې فريدي جاني او ښاغلي ساروان صاحب او ددوي له نورو همکارانو څخه دزړه له کومي مننه کوم چې دوي دا ابتکار وکړ او دداسي يوې ټولني مشرانوته يې بلنه ورکړې وه کوم چي په افغانستان کي دمسولو او اړونده چارواکولا پخوا هير شوې دي .
 زه هنر مند نه يم ولي دټولو افغانانو په شان دسوچه افغاني موسيقي سره علاقه لرم او کله کله دبې وطنۍ څخه د راپيداشوي غمونه په غلطه وم ، شاعر هم نه يم چي دافغانستان دهنرمندان زما شعرونه ووايې له دوي سره زما سمپاتي يوا زي دملي مسؤليت داحساس پر بنياد ده .
 که رښتيا وليکم زه پدغه وخت کښي چي داپروگرام دراډيو له لاري خپريده په يوه بله ليکنه مصروف وم له بده مرغه هغه هم په افغانستان کي دولتي جگپوړو چارواکو ته په بله برخه کښي گوت نيونه وه ،کله چي مي دهيواد دزوريدلو هنر مندانو دا اواز واوريد چي (( موږ زياتي ستونځي لرو ،کور څه کوې دقبر ځاي نلرو )) ډير بد تاثير يي راباندي وکړ او هغه لهظه مي را په ياد شوه کله چي استاد اوالمير ژوند دلاسه ورکړۍ و هغو هنر مندانو چي له استاد سره يي له نږدې پيژندل او غښتلي اړيکي يي ورسره درلودي ددې لپاره چي پسله مرگه داستاد اوالمير درنښت سوۍ وي دهغه مرحوم مړۍ دکابل دښار ددشهداي صالحينو هديري ته وړۍ و او غوښتل يي چي هلته يي ښخ کړي ، دا ځکه چي دا هديره ډيره مشهوره وه او دوي هم غوښتل چي استاد پدغه هديره کي ښخ کړي .
 څرنگه چي دا هديره دپيړندل شوو خلکو او هغو لپاره ځانگړي شوي وه کوم چي دايي پلرنۍ هديره وه دخوار استاد اوالمير مړۍ طبعي ده چي هلته چي چا مفت نه پريښوده بايد دقبر لپاره يې مځکه رانيول شوې واي مگر له دغه هنر مند نه بيله سندروبل هيڅ په ميراث پاته نشوه . دورځي يوه بجه وه زه دخپل دفتر نه دقومونو او قبايلو وزارت مقام ته درسمي کارونو دخلاصيدو لپاره راغلم چي دوزارت په انگړ کي استاد گلزمان دهغه ورور او يو بل هنرمند په غټ گمان وحدت صاحب به ؤ ډير فريشانه او په غوسه ولاړ وه ما ترستړېمشۍ وروسته 
 پوښتنه ځيني وکړه استاد گلزمانه خيريت دۍ چي اعصاب دي خراب دي هغه په جواب کي راته وويل غمخور صاحب دچا دپلار اعصاب به هم خراب وي استاد اوالمير مړشو اوس يې دښخولو ځاي نشته . زما سمدستي تر هرڅه دمخه په مغذ کي دمرحوم استاد هغه سندره را يادشوه چي وايي : دامي دبابا وطن دا مي ده دادا وطن او ياداچي وايي داوطن جنت نښان دي گلان پکښي کرم .... له ځانه سره مي وويل ده گلان پکښي کرل خو اوس يې دښخيدو ځاي نشته . قيصه اوږده ده دقومونو او قبايلو وزارت چارواکو دا ومنل چي شهداي صالحين په هديره کي دهغه دښخيدو لپاره دقبر دمځکي درانيولو پيسي ورکړي او څونفره دوزارت پياده گان دمرستي لپاره ور وليږ ي . بايد ووايم هغه وخت هم هيڅ يو دولتي اړونده چارواکۍ دمرحوم استاد اوالمير دښخولو په مراسيمو کي برخه نه درلوده .
 ما خپله ليکنه پريښودل او دزړه په غوږو مي دا پروگرام چي زموږ دغښتلو او پر وطن مينو هنرمندانو دزړه اواز و واوريد . دوي په خپلو خبرو کي په زيات احتياط سره چي داکار يي بايد کړۍ واي د اړونده چاروکو دمرستو او ملاتړ نه په زياته نا اميدۍ سره يادونه وکړه او ويې ويل ((هيله مو داده چي په راتلونکي کښي زموږ سره مرسته وشي )). دغو ښاغلو هنر مندانو ته چي هر يو يې دقدر اوستايني وړدۍ اوريدونکو ډول ډول مشورۍ ورکړې ، ددوي دا مشورې په سړه سينه اورېدې مگر له خبرو څخه يې داسي معلوميده چي موږ دلوږي ژاړو او تاسو واياست ولي کلچي نه خورۍ . په رښتياسره هم دهر ډول مشوري پلې کول بيا هم مادي او مالي امکاناتو ته اړتيا لرې ، په تش لاس هيڅ نه کيږي . په پښتوکي يو متل دۍ وايي خالي لاس دښمن دۍ . همدا لهظه مي يوه خاطره راپيادشول ،په 1356 کال کي زما يو بلوڅ دوست چي دنيمروز دولايت اوسيدونکۍ و په کابل کي دسياسي بند تر تيريدو وروسته کورته دتگ پر لار دکندهار دعالي دارالمعليمين ته راغلۍ او هلته يي زما سره وليد ل پدغه وخت کي زما يو بل دوست دنوموړي نه دده داقتصادي حالت په هکله پوښتنه وکړه هغه په ځواب کي ورته وويل وروره زه اقتصاد نلرم ته يې د حالت پوښتنه کوې . رښتيا هم کله چي دولتي چارواکي يوازي دفرهنگي ټولنو په جوړيدو خوشحاله کيږي هغه هم ددي لپاره چي له يوې خوا دموکراسي تمثيل کړي او له بلي خوا بهرني چارواکو ته ته ښکاره کړې چي په رښتياسره دوي ددموکراسۍ پلويان دي او دخلکو ور باندي باور پيداشوۍ دۍچي ثمره يې ددا شان ټولنو جوړول دي . ولي واقيعت او حقيقت بل ډول دۍ . دافغانستان دهنرمندانو دټولني مشرانو پخپلو خبرو کي څرگنده کړه کله چي دوي ته دا جوته شول کوم ځواک شته چي افغاني موسيقي ژوندۍ ښخوي سمدستي يې ددغي ټولني د جوړيدو تکل وکړ . دا ټولو ته معلومه ده چي له بده مرغه په زياته سپين سترگۍسره لکه چي هر څه لوټيږي افغاني موسيقي هم دلوټمارو او بي فرهنگو تر وحشيانه حملي لاندي دژوند وروستۍ شپي او ورځي سباکوي .
 ددغو افغاني ميړنيو هنرمندانو دي کور ودان وي چي پخپل دغه تکل سره غواړي افغاني سپيڅلې موسيقي دوطن دښمنه او فرهنگ دښمنو له کرغيړنو منگولو څخه خلاصه کړی . ددوي دا ملي چوپړ به زموږ دهيواد دهنر او موسيقي دژوندي ساتلو او پرمختيا په تاريخ کښي ابدي پاته وي .
 جالبه دا ده چي داطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي په څه مصروف دي ؟اودوې د کوموکارو او دندو په سرته رسولو گمارل شوي دي ؟. 
 زه نه پوهيږم دا ښاغلي کوم کلتور او کوم فرهنگ او دچا فرهنگ ساتي؟ که د ژبوسره چال چلند ته و گورو هلته داسي کارونه کيږي چي هر څه دانسان هير شي دپښتو سره پر دښمنۍ سربيره ددري ژبي سره يي هم کړنه افغاني نه برېښي ، پدا شان حالت کي افغانان يوازي ايران ته گوته نيسي پداسي حال کي چي ايراني اخوندان دهمدغو له افغانيت څخه دليري ښاغلو په وسيله کرار کرار دري په فارسي بدلوي ، دايراني کلتور پياوړتيا او دودول زموږ دهيواد په يو شمير لويو ښاروکي روښانه احساس او ليدل کيږي ،دا چي پښتو ژبه پدغه وزارت کي بيگانه ژبه ده زه اوس هيڅ نه وايم ،موزيمونه خو ټول ټوپکمارو پر خپل سر لوټ کړه څه چي وه هغه يې په بهرنيو بازارونو کي خرڅ کړه او همدا اوس پر خپل سر کيندني رواني دي دا ښاغلي ځانته يوازي پدې نجات ورکوې چي وايي : بلي په هيواد کي جنگسالاران په محلاتو کښي قوي دي هغوي دا کار کوې ، موږ به کوښښ وکړو چي ددوي د مداخلو لاس ونيسو . بل ځاي بيا همداچارواکي وايي خيرخيريت دي مرکزي حکومت په ټول هيواد کي مسلط دۍ . دزياتو چارواکو ولس غولونه کله کله دومره تر حد زياته شي چي دخندا وړوگرځي او دا چارواکي داسي فکر کوي چي دا ولس کوڼ او ړوند دۍ او په هيڅ نه پوهيږي .
 په ولاياتو کي له پخوا څخه څه نه وه پاته ،اوس خو قانوني خپل سري ده ، هر څه لوټيږي ،ولي دخندا خبره داده چي همدا وزارت بيا بل ځاي خلک هڅوې چي د بهرنيوتوريستانو لپاره مرکزونه جوړ کړې زه نه پوهيږم چي دا مرکزونه به چاته او څه وښيې او دتوريستانو امنيت به څوک نيسي ؟ او کومو ولاياتو ته به يي بيايي ؟ ايا ترانسپورتي لاري جوړي دي؟ او هلته دبهرنيانو دژوند کولو شرايط شته؟. دولت بايد پانگوال په هغو برخو کي پانگه اچوني ته وهڅوي چي هلته پانگوال يو څه تر لاسه کړي او ولس ته يې هم گټه ورسيږي . دداشان کړنو څخه دا ښکاري چي دا ښاغلې يوازي دراډيو گانو او مطبوعاتو دخبر او ځانونو د تبليغ لپاره لوټه په اوبو کي ايږدي او پر تيريږي . پدي ټينگ باور لرم که چيري ددغو توريستي شرکتونو استازي دوې مياشتي وروسته کومه راډيو راوغواړي زموږ دغريبو او زوريدلو هنر مندانو په څير به هغوي هم خوابدي او نا اميده وې . 
 موسيقي نه يوازي دا چي دروح غذاده بلکه ديوه ملت دفرهنگي بيلگو له جملې څخه يوه لويه بيگه ده . په ټوله نړۍ کي ولسونه تلاښ کوې خپله موسيقي او هنرې توکي سوچه وساتي او دنور هيوادو اوسيدونکو ونندارې ته کښېږدي ، هغوي خپل هنرمندان نازوي . په حقيقت کښي موسيقي ديو ولس يو له فرهنگي افتخاراتو څخه شميرل کيږي ، زموږ په هيواد کي هم افغانانو تل پخپله افغاني موسيقي افتخارکړۍ دشعر اوموسيقي په څپو کښي دافغانانو تاريخي افتخارات او ملي غرور دود او دستورتل منعکس شوې دۍ . دافغانانو پاچا او گدا دافغاني موسيقي سره علاقه لري او دزړه په مينه يې اورې . داعلحضرت امان الله خان لور شهزاده گۍ هنديه دافغانستان تير کال دهيوادد دخپلواکۍ د پنځه اتيايمي کليزي په غونډه کي دغازي امان ا لله خان دژوند ورستۍ خاطره بيان کړه او ويي ويل : زما پلار دافغاني موسيقي سره زياته علاقه درلوده کله چي امان الله خان په شفاخانه کي دژوند وروستۍ شيبي تيرولې زموږ نه يې غوښتنه وکړه چي داستاد قاسم هغه غزل چي وايي گر به ميدان امدي ..... راته کښيږدۍ ، موږ دهغه غوښتنه ومنل او دژوند په ورستيو شيبو کښي يي افغاني موسيقي وا وريد ه . نه پوهيږو چي زموږ دهيواد مسول چارواکي ولي ملي غرور نلري ؟ اودغه ملي دنده څنگه چي لازمه ده سرته نه رسوي ؟ . ، زموږ هنرمندانو ته لکه څنگه چي لازمه ده دقدر په سترگه نه کتل کيږي .دا هر چا ته جوته ده چي بيله دولتي مرستو نه زموږ هنرمندان ددې کار جوگه کيداي نشي چي افغاني موسيقي ژوندۍ وساتي او يا هغه غښتلې کړي .
 ددي لپاره چي مادهيواد د لومړنيو جگپوړو چارواکو توجه دهيواد راپاته شوو هنرمندانو دژوند ،کار او دفعاليت ټولو اړخونو، د ملي موسيقي دژوندي ساتلو او غښتلتيا ته را اړه ولې وي وړانديزونه مي دادي : 
 لمړۍ : د دريو لسيزو کورنی ناورين په پايله کښي ښارونه په کنډوالوبدل شوه او افغان ولس دمځکي دکرې پر مخ تر بل هر چا زيات فريشانه شو، دغو بدمرغيو زموږ هيوادوا ل له هر څه نه خلاص کړه ، دهغه جملي يو شمير هنر مندان مړه او ځيني يې وطن پريښودلو ته مجبور شول ، زيات شمير هنر مندانو ته په رښتيا سره تر اوسه لا هم په هيواد کي لکه څنگه چي ددوي غوښتنه ده دهنري فعاليت امکانات ندي برابر ، داسي بيلگې زياتي دي چې هر چارواکۍ کولاي شي هنر مند بندي او يا وترټي . په راډيو او ټلويزيون کي هنرمند د داسي غزلو په ويلو مجبورېږي کوم چي ښاغلۍ اوځواکمن يي غواړي ، بد بختانه دا چارواکي او دقدرت خاوندان اوس دومره ډير دي چې دټولو غوښتني او امرونه سرته رسول دخوار او بيچاره هنرمند تر توان لوړ ي دي .
 دا اړينه برېښي چې دپارلمان په لمړيو غونډو کي پدي شرط چي راتلونکۍ پارلمان دهنر او فرهنگ سره مخالفت و نلري داطلاعاتو او کلتور وزارت دندي دقانون له مخي په گوته کړي او په قانوني توگه دهنرمندانو سره د هر اړخيزو مرستوسرته رسول ددغه وزارت رسمي دنده وشميرل شي . 
 دوهم : داطلاعاتو او کلتور وزارت ته دي قانو ني دنده وسپارل شي چي دافغاني هنر مندانو په مرسته دافغاني موسيقي دژوندي ساتلو او پياوړتيا په لاره کي مؤثر گامونه اوچت کړی .
 دريم : دافغاني موسيقي دژوندي ساتلو او پياوړتيا په خاطر داطلاعاتو او کلتور وزارت بايد په هيوادکي دننه دملي دود او دستور دپه نظر کي نيولو سره دځوانو هنرمندانو دروزلو په خاطر ددولتي پيسو په لگښت کورسونه جوړ کړي . 
 ښه به داوې چې په څو لويو ولاياتو کښې دموسيقي عالي او مسلکي تعليمي مؤسسي جوړې شي دهنر او موسيقۍ ځوان علاقمندان دا امکان پيداکړي تر څو دموسيقي او هنر په برخه کي لوړ او مسلکي تحصيلات سرته ورسوي .
 زموږ موسيقي ، تياتر او سينماولي تر همسايه هيوادو شاته پاته وي؟ 
 څلورم : دموسيقي ،او نورو هنري فعاليتونو سره دهر ډول مذهبي او ژبني تعصب مخه ونيول شي . هنر مند پريښودل شي چي پخپله په ټولنه کي ځانته علاقمندان پيدا کړي .زموږ ټول هنر مندان افغانان او مسلمانان دي هغوي پو هيږي چي زموږ ټولنه څه خوښوي ، دافغاني هنرمندانو دهنري فعاليت په هکله دزورواکانو او فتواگرو دمداخلو لاسونه که لند شي په هغه صورت کښي به زموږ افغاني موسيقي او هنر نه يوازي دا چي ژوندۍ پاته شي نور به لا هم غښتلۍ شي .
 پنځم : دهنرمندانو دهڅوني او ملاتړ په خاطر اړونده ارگانونو ته دنده وسپارل شي تر څو دهيواد په دننه او له هيواد نه بهر دهنري کنسرتونو داجراکولوامکانات برابر کړي ، پدې کار سره به له يوې خوا هنر مندان وهڅول شي او له بلي خوا به بهرنيان دافغاني موسيقي سره اشنا شي که بهرني هنر مندان افغانستان ته دکنسرت ورکولو لپاره رابلل کيږي زموږ هنر مندان هم بايد دا امکانات پيدا کړي چي افغاني موسيقي په بهر کي نندارې ته وړاندي کړي .
 ښپږم : ددغو هنرمندانو سره چي همدا اوس په هيواد کي اوسي له سرپناه نيولې دژوند په ټولو اړخونو کي هر اړخيزي مادي او مالي مرستي ، دهنري پراخ فعاليت امکانات برابرول ددولتي اړونده چارواکو وظيفه وبلل شي . په بهر کي اوسيدونکي هنر مندان وهڅول شي چي وطن ته راستانه شي که دتل لپاره نه راستنيږي د ځانگړوسفرونو په طرځ کي د هيواد په مختليفو سيمو کښي کنسرتونوداجراکولو لپاره دعوت شي او دکنسرت دورکولو ټول امکانات ورته اماده شي . بايد ووايم تر اوسه چي کوم افغاني هنرمندان دکنسرت دورکولو لپاره افغانستان ته تللي له بدو خاطرو سره بيرته بهر ته تللي دي .
 اوم : ددي لپاره چه دا نوې جوړه شوې دهنرمندانو اتحاديه وکولاي شي په گوته شوي دندي په ښه توگه تر سره کړي داطلاعاتو او کلتور وزارت بايد دوي ته دکارونو دسرته رسولو په خاطر د دفتر ،قرطاسيې ، تليفون ،کمپيوټر او نور لازم مواد برابر کړي . دا هنرمندان دافغاني هنر دژوندي ساتلو او پياوړتيا لپاره کار کوي ،دا کار نه کوم وزير او نه هم کوم ريس صاحب سرته رسولاي شي . دولت دا مکلفيت لري چي افغاني کلتور وساتي او موسيقي دافغاني کلتور يو جز دۍ . 
 اتم : داسي ښکاري چي دافغانانو دگوتنيونو ،وړانديزونو او غلبلو سره دا ټول ښاغلي چارواکي عادت شوي دي ځکه نو داسي اکټ کوي چي دوي خبر نه دي ! له بده مرغه زموږ ټولو افغانانو سرنويشت دبي خبرو او هغو چارواکو پلاس ورغلۍ دۍ چي په تورو لکسو موټرو کي له کوره دفتر او له دفتر نه کور ته ځي،دموټرانو دښيښونه يې موږ او تاسو خوار افغانان نه معلوميږو او اواز مو هم نه اوريدل کيږي . زه دهيواد والواو په ځانگړې توگه د هغو افغانانواو ددوي دفرهنگي ټولنو څخه چي په بهر کي اوسيږي غوښتنه کوم دافغانستان د هنرمندانو له اتحاديې سره ددوۍ ددغو ملي دندو دسرته رسولو په خاطر دخپلو امکاناتو پر اساس مالي او مادي مرستي وکړي او هم خپل قلم ددوي په دفاع کي پکار واچوې . 
 دافغاني موسيقي ژوندي ساتل او پياوړ تيا دټولو افغانانو په ځانگړې توگه دروڼ اندو ملي دنده بولم .
 که دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت جگپوړي چارواکي پداشان بيغوريو سره کارونه نور هم پر مخ بوزي او پر هر څه سترگي پټي او غوږونه کاڼه واچوې ددي هيواد کلتوري حالت به دبې کلتورۍ په ډنډ کي لاهو شي .