کابل
دخوب په څیر داسې راڅخه ولاړلې،چې بیرته به رانسی،په داسې حال کې چې په شیبو ، شیبو به ستا دغا ړې هار وم، یا به مې ستا د راتگ په لاره کې د گلو پاڼې شیندلی او یا به مې ستا دکتو په لمن کې د سورشفق په پلوشو کې خپلې هیلې لټولی، ولې خو ته د خوب په څیر داسې راڅخه ولا ړلی چې بیرته به را بسی.
مانه د باران په څیر، نه د رڼو اوبو د چینی په څیر او نه د سیند په څیرغوښتلی، هو : ما غو ښتل یوازې د شبنم د څاڅکې په شان د ژوندانه په سباوون کې ستا د با ړخو په لمن وځلیږم، ولې خو ته د خیالونو په څیر ز ماد اندیښنو له دښتې دگلونو په ډکه لمن داسې ولا ړلې چې بیرته به رانسی.
زما په کوگل او ز ړه کې ستا د ښکلو کاته او موسکا د گلو پاڼې اوس هم تا زه پاته دې، ځکه نو ما ستا لټون نه دې کړې، یوا زې مې ستا په ښکلو سترگو کړی دې چې زه به ستا د یادونو له کوره نه ځم ، لکه ته چې ز ماڅخه د خوب په څیر داسې ولا ړلی چې بیرته به رانسی.