دتخلصونو په باره کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3332
سرمحقق عبدالله بختانى
دخبریدو نیټه : 2005-07-28

 سرمحقق عبدالله بختانى خدمتګار
 ماشوم چې له موره وزيږي بيا نو کورنۍ دهغه دنامه په فکر کې شي عموماً دماشوم دزيږيدو په دريمه ورځ ملا امام يا بل پرهيزګار دهغه په غوږونو کې آذان وايى او نوم ورباندې ږدي. دغه اصلي نوم ته په عربي تعبير ( اسم محضه) او په اروپايى دود (لومړنى نوم) وايى.
 کله چې ماشوم لوې شي او دژوندانه دکاروبار ډګر ته راووځي، بيا نو دژوندانه دضرورتونو له مخې ددوهم او کله لا ددريم نوم دموندلو او ټاکلو په فکر کې شي، دا نوم کله نسبتي وي چې سړى ځان خپل پلار نيکه يا غور نيکه يا لوړ نيکه منسوبوي چې دې ته (کورنى نوم) يا (فاميل نوم) هم وايى. کله بيا قوم او قبيلې او کله بيا ځاى او ځايګى ته نسبت کيږي. ليکوالان مولفان او شارعان ترهر چا زيات تخلص ته ضرورت احساسوي. ځکه چې په هره ټولنه کې دډيرو کسانو لومړنى يا محضه نومونه يو رازوي نو ددې لپاره چې ديو مولف ، ليکوال او شاعر اثر، دبل همنومې څخه بيل شي بيا نو هر يو ځانته تخلص ټاکي. داتخلص کله فاميل ، قوم او داوسيدو ځاى ته منسوب نوم وي، کله بيا يوه بله معنا داره کلمه وي، لکه (بيدل، حافظ، الفت، رښتين، خادم، پژواک، خدمتګار او نور..) کله بيا شاعر دخپل نامه يوه برخه، دتخلص په ډول کاروي، لکه (رحمان، حميد) د(عبدالرحمان او عبدالحميد) پر ځاى.
 دليکوال او شاعر له خوا دتخلص په ټاکلو، که دددود، دريو لا زياتو کسانو لومړنى يا اصلي نومونه يو راز هم وي، بيا نو دتخلص په برکت يو تربله سره بيليږي ، پيژندل يې اسانيږي، او ديوه اثر بل ته دمنسوبولو ګډوډي نه پيښيږي.
 
 دهمدغه عيني ضرورت له مخې چې ديو اثر دبل ونه ګڼلى شي او لوستونکو، اوريدونکو او حتى دشعر او ادب مورخان نقادان او څيړوندويان له تيرو تنو او اشتباهاتو سره مخامخ نه شي ليکوالو شاعرانو تل هڅه کړې ده چې ځان ته داسې يو تخلص وټاکي چې هغه دبل چا نه وي. که يو ځوان ليکوال او شاعر پراخه ادبي مطالعه ونه لري او داوسنيو او پخوانيو ليکوالو شاعرانو نومونه او تخلصونه ورته معلوم نه وي بيا نو پخو تجربه لرونکو پوهانو استادانو ته مراجعه کوي او ځانته دتخلص په ټاکلو کې ترې نه مرسته غواړي.
 
 همدارنګه څومره چې زما ياديږي، دمطبوعاتو مستقل رياست، چې وروسته (دمطبوعاتو وزارت) ترې جوړ شو او اوس ( داطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوى وزارت) په نامه ياديږي، تل دې ادبي فرهنګي موضوع ته خيال ساتلى دى چې څوک دبل چا تخلص ونانه خلي او په ادبي څړينو، پلټنو او پيژندنو کې دګډوډۍ سبب نه شي. او که چيرې ددوو تنو ترمنځ ادعا يا دعوا يا شخړه پيدا شوې ده، بيا نو مطبوعاتو هغه چاته حق ورکړى دى چې په ټآکلي تخلص دآثارو دچاپ دنېټې قدامت يې ثابت شوى وي.
 مګر دافسوس خبره ده چې اوس اوس په لره او بره پښتونخوا کې ځينو ليکوالو، شاعرانو، يوازې دخپلو همزولو نه، بلکې دډيرو لويو مخکښو او سابقه لرونکو مشهورو ليکوالو مولفانو اديبانو او شاعرانو تخلصونه پر ځانونو ايښي دي. او دې سره دډير افسوس بله خبره داده چې دخپرنيو ذريعو، راډيوګانو، مجلو، جريدو او ورځپاڼو چلوونکي هم دې مسئلې ته توجه نه کوي چاته مشوره نه ورکوي او لارښوونې څخه ځانونه ژغوري.
 
 که دالفت، خادم، بينوا، رښتين، بيتاب، بسمل، مجروح او اجمل) غوندې مشهورو ادبي ستورو تخلصونه، ناخبره کسان ځانته وټاکي دخپرنيو چلوونکي خو پوهيږي او فرهنګي څيړنيز ناوړه عواقب يې هم احساسوي.
 
 هو! ديو علمي ادبي شخصيت او لاد دا حق لري چې دخپل پلار نيکه تخلص دخپل نامه څخه وروسته وليکي، خو په دې شرط چې که دوى بيا ليکوالي او شاعري کوي،. نو دخپل اثر دچاپ په وخت کې بايد خپل لومړنى نوم ضرور وليکي او يوازې په تخلص بسنه ونه کوي. مثلاً هغه آثار چې دمطبوعاتو په پاڼو کې يوازې د (الفت) په تخلص چاپ شوي دي هغه ضرور د (اشتاد ګل پاچا الفت) دي، مګر که دهغه تر دې ډاکټر عبدالرحمان الفت، څه ليکي او چاپوي بايد خپل لومړنى نوم هم ورسره چاپ کړي او دخپل کتاب او مقالي په سر کې (عبدالرحمان الفت) وليکي نه يوازې (الفت) داکار داستاد الفت مشر زوې مرحوم عزيز الرحمان الفت لا پخوا کړ ى دى او خپل آثار يې په همدې ډول د (عزيز الرحمان الفت) په نامه چاپ کړي دي.
 خبره دعبدالرحمان الفت راغله هغه داستاد الفت يو دانشمند ليکوال او مولف زوې دى چې په سعودي عربستان کې يې مهمې علمي وظيفي ترسره کړي او پوهنتون داستادى وياړ لري.
 مګر يو بل محترم شخص چې په جلال آباد کې دکومې موسسې مشر دى، هم عبدالرحمان نوميږي او هم خپل نامه سره (الفت) ليکي دادکوم دليل او استحقاق او ضرورت له مخې؟ داستاد الفت دزوې عبدالرحمان او زموږ ددې بل وطنوال ښاغلى دپيژندنې توپير به څنګه وشي؟
 دا لا څ چې مو له آزادۍ راډيو څخه د امين الفت په نامه دکوم هنرمند سندرې او تپې اوريدل شوي دي په داسې حال کې چې ډاکټر امين الرحمان الفت داستاد ګل پاچا الفت زوې دى او په جرمني کې دطب دمتخصص ډاکټر په توګه کار کوي او هغه هيچېرې هم سندر غاړى نه دى دا ولې؟
 دلته يوه بله يادونه هم راياده شوه هغه دا چې دنړيوال فرهنګي دود له مخې له ډيرو لرغونو زمانو څخه دلويو روحانيونو علماوو داشمندانو ليکوال شاعرانو او فرهنګي ټولنيزو او ملي شخصيتونو په نامه، دهغو دشخصيت دابعادو په تناسب ځنې مهمې موسسې زياتره مدرسې پوهنځى ښوونځى کتابخونې فرهنګې ادارې او خپرونې نومول کيږي. لکه په لرغونو زمانو کې دبغداد نظاميه مدرسه، يا د مسکو دولتي پوهنتون دهغه هيواد دلوې دانشمند لومونوسوف په نامه، يا زموږ په هيواد کې دنجم المدارس مدرسه، دهډې دمولانا نجم الدين اخوندزاده په نامه .
 د ابن سينا روغتون د لوى دانشمند طبيب شيخ الرئيس ابوعلي ابن سينا په نامه د لغمان روښان ليسه د لوى روحاني ټولنيز شخصيت بايزيد روښان په نام، د ننګرهار د کوزکنړ د ښېوې جمالي لېسه او د کابل پوهنتون د کتابخونې د مطالعې او کنفرانس تالار او د ختيځ د سياسي مفکر علامه سيد جمال الدين په نام، همدارنګه الفت اکادمي د استاد ګل پاچا الفت په نامه او د الفت مجله او د لغمان د ګل پاچا الفت لېسه، د بېنوا فرهنګي ټولنه د استاد عبدالروف بېنوا په نامه، د رشاد د کره کتنې ټولنه ،د کابل په بګراميو کې د علامه عبدالشکور رشاد لېسه او رشاد مجله د اکاډميسين عبدالشکور رشاد په نامه ، د پژواک د خپرونو موسسه د عبدالرحمان پژواک په نامه ، د ملنګ جان فرهنګي ټولنه او ملنګ جان مجله د ملي او اولسي شاعر په نامه ، د عبدالهادي داوي ، استاد صوفي عبدالحق بيتاب، استادقاري عبدالله ملک الشعراء او محمود طرزي او نورو په نومونو ښوونځي او تعليمي ادارې ... دا پاس ټولو نومونه او نومونې په خپل خپل ځاى کې پوره تناسب لري او د لويو شخصيتونو د نمانځنې او قدردانيو ډېرې ښې بېلګې دي.
 مګر ځيني نومونې د غور، تامل، دقت او پوښتنې وړ دي لکه په جلال آباد کې تکسي راني الفت او رهنماى معاملات الفت، په بغلان کې د الفت د راډيو جوړولو ورکشاپ يا په کابل کې د صداقت خشکه شويي څه تناسب لري؟
 همدارنګه د ځينو نورو لويو فرهنګي شخصيتونو په نامه وړې موسسې او کار ځايونه .
 نو هيله کيږي چې د تخلصونو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ او ګرځندوى محترم وزارت جدي او مسړلانه توجه وکړي او د موسسسو دنومونو په برخه د افغانستان د علومو اکادمۍ د نومونو د ايښودلو هغه صلاحيت چه پخوا پښتوټولنې او تاريخ ټولنې درلود عملي کړي.
 ځکه چې دغه اکادمي د پخوانۍ تاريخي پښتو ټولنې ، تاريخ ټولنې ، آريانا دائرۍ المعارف ټولنې، د لرغون پېژندنې مرکز، د کوشانيانو دڅېړنې د بين المللي مرکز، د پښتو څېړنو بين المللي مرکز او ورته علمي څېړنيزو ادارو پر بنسټ جوړه شوې ده او د هغو د وظايفو وارثه ده.
 نوي ليکوالان چه ځانته تخلصونه ټاکي او هغه ښاغلي چې خپلو موسسو يا کارځايونو لپاره نومونه انتخابوي هم بايد پخپله پوره هر اړخيز غور او دقت وکړي او هم د صلاحيت لرونکو شخصيتونواو ادارو مشورو ته غوږ کيږدي.
 دهېواد د خپرنيو ادارو مسول کسان دې هم لږ تر لږه خپل فرهنګي مسوليت تر سره کړي. د ټولو د خير او ښېګڼې په هيله . والسلام .
 
 کابل خيرخانه _د ١٣٨٤ د غبرګولي ٢٧مه .