ځوانيمرګ خالد بارګامي ته!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3335
نيك محمد ويال
دخبریدو نیټه : 2005-07-29

نيك محمد ويال
ژوند يوه ډېوه ده، لا بله نه وي چې تيارې پرې راخورې شي، خو دا مهمه نه ده چې ولې ژر سوځي بلكې مهمه دا ده چې څنګه تيزه خپرېدونكي رڼا اچوي. ژوند يو سريال دى او هره ورځ يې يوه برخه ده هنرمند يې د نوموړي ژوند لرونكى دى. د خالد ژوند د سريال برخې په برخو پسې تللې خو يوه ورځ د مرګ څښتن لكه نابللي ميلمه كور ته ورغى او د خالد د ژوند ډېوه يې مړه كړه موږ يې د هغه د بېلتون په تيارو كې پرېښودو، زموږ خالد يې د ځان سره ځوانيمرګ يوړ. ژړاوې، خپګانونه، يادونه، شعرونه او يوازې انځورونه يې راته په بدل كې پرېښودل .
د خالد بې حده پښتني احساس او هاند و، چې موږ له ملكه لرې افغان مسافر ځوانان يې ټول په يوه ټغر سره كښېنولو اوسره يوه جرګه يې كړو. پښتني احساس يې زموږ د افغان ځوانانو په زړونو كې نور هم راوپاروه او لا يې ګړندى كړ. زما هغه د مسكو د ساړه ژمي ورځ اوس هم په ياد ده چې د ټولنې د جوړولو لپاره د ځوانانو د راتګ په انتظار د سحره تر ماښامه تېره كړه تر څو سره يو شو يو بل سره ووپېژنو، په ښاديو كې سره وخاندو او په خپګان كې د يو بل سره مرسته وكړو، پښتو ژبه او پښتني كلتور د وس سره سم په ښكلاوو نور هم ښكلي كړو او دخپل وس ښايست وركړو. د خالد هڅې وې چې موږ په مسكو كې څو ځله خوږې مشاعرې او ادبي بنډارونه جوړ كړل .
خالده! ته مړ نه يې، بلكې د تل لپاره به ژوندى وې. ستا د لاس ګوتې كه د ژوند قلم په ژبه نورې خبرې نه كوي خو ستا د زړه د پښتني احساس سندرې زموږ په زړونو كې د تل لپاره غږيږي او نارې وهي.
هو! كه د ټولې نړۍ ښادۍ خوښۍ هم راسره وي د خالد ياد او مينه زموږ په زړونو كې نه شي وركولاى .
د ټولې نړۍ احساسات به د خالد پښتنې مينه راته بدله نه كړي .
خالده! ته لاړې خو زموږ په زړونو كې دې د وطن او ژبې لپاره د هاند زړي وكرل. ستا هڅې نه هېرېدونكي دي .
مرګ ظالم رېښتيا چې يوازېتوب، ځواني او زړښت نه پېژني بلكې تل هڅه كوي چې ژر ښه خلك د ځان سره بوځي .

تفكر د ځوانى مه كړه چې مرګ نشته!
تور لحد ته دي روان دا ځوانان ولې؟
په پاى كې خالد ته د ستر رب (ج) نه د جنت الفردوس هيله كوم او كورنۍ، دوستانو او ملګرو ته يې جميل صبر غواړم .
موږ د ستر رب(ج) يو او ستر رب (ج) ته به ورځو

مسكو روسيه