انيس د طالبانو کانې را اخيستي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3340
نعيم اکيس
دخبریدو نیټه : 2005-07-30

نعيم اکيس = کابل - دزمري ا تمه
 انيس د طالبانو کانې را اخيستي
 زموږ په هېواد کې په اکثرو خلکو او نظامونو پسې خبرى کيږى ،ځينى وخت بيا دغه خبرى مجلسونه ته لاره پيدا کړي او دډيرو خلکو په ژبو هم ګرځى .
 دطالبانو افراطي کړنوو په هغوى پسى يو شمير کيسې مشهورې کړې وې ،کيداى شى دغه کيسې رښتيا وي او يا کېداى شي ورپسى جوړې شوي وي . دطالبانو د واکمنۍ پر مهال ديو ګوسلاويا د ولسمشر ملاسو يچ،موضوع توده وه او دجنګي جنايتونو په تور پرې تاوده بحثونه روان وو.څرنګه چى د هغه نوم په ( ملا) شروع کېده نو،دغه کلمه (ملا) طالبانوته ديو غير مسلم سړي د نوم تر څنګ په زړه پورې نه وه .ملا ، په يو ګوسلاوي ژبه کې د هغه ( ملا) مانا نه ښندي کومه چې ، موږيې ترې اخلو، خو طالبانو ټېنګار کاوو چې بايد افغاني مطبوعات د هغه نوم يوازې ( سوچ ) او يا دملا په ځاى د معلم سويچ وليکي.دغه شان طالبانو پسې دا هم مشهوره وه چې،هغوى د ملا نصرالدين له نوم سره خلاف وو او غوښتنه يې کوله چې هغه بايد د معلم نصرالدين په نوم ياد شي .په هر صورت هغوى نه دا ګيله ځکه نه وه چې ، ډيرى يې نالوستي وو او په خپل زړه کارونه يې کول . خو دغه کانې اوس دولتي ورځپاڼې انيس چلونکوو چې، ځانونه سابقه لرونکي ژورنالستان بولي هم پيل کړې دي .دغه ورځپاڼه چې له کلونو – کلونوراهيسې دخلکو پر ځاى يې د واکمنانو دخدمت او چوپړ وياړ ګتلى دى ،او حتى اول مخونه يې دواکمنانو خبرو او ليدنو کتنو ته خاص کړي دي ؛ په خپله نوې سر مقاله کې عجيبه ليکنه کړې.کېداى شي د سر مقالې ليکوال د موضوع د نشتوالي له ستونزې سره مخ وي او په دې ورځ دولتي مشرانو کومه خاصه خبره نه وي کړي او چا ورسره ملاقات نه وي کړى ،خو خبره داده چې دا به څنګه په لوستونکو ومنوو؟؟؟
 انيس ورځپاڼې د زمري په اتمه ګڼه سرمقاله کې ( بعضى رسانه ها بۀ تربيون تروريستان مبدل شده اند ) ترعنوان لاندې پژوا ک خبرى آژانس ته خوله اچولې ده ،او د طلوع په نوم غير دولتي تلويزيون ته يې هم داړې چينګې کړي دي.ليکوال په سر مقاله کې،په پژواک نيوکه کړې چې دطالبانو د مشر ملا عمر مجاهد سره يې ولې ( مجاهد ) ليکلى دى ؟
 هماغه دملا سويچ خبره شوه ، ځکه (مجاهد) ملا عمر ځانته تخلص ټاکلى او دتخلص په ټاکلو کې هر څوک آزاد دى ، اودژورنالستيکوو معيارونو له مخې ددې حق چاته نشته چې دچا نوم لنډ او کوتاه کړي .
 که داسې نه وي ،نو حفيظ الله امين او ببرک کارمل چې دواړه د مسلمان ولس پر ضد وو، ولې ورته هماغه تخلصونه (امين –کارمل ) ليکل کيږي.
 هغه چيرې (امين ) او دا بل چيرې ( کارمل) و؟
 دعه راز که اوس څوک عبدالرب رسول سره (سياف)ليکي نو انيس دا حق نه لري چې ووايي ،هغه چېره توره کړې چې (سياف ) ورته ليکئ ،ځکه دا د هغه خپل حق دى.
 دغه راز انيس دا هم وايي چې ،پژواک خبري آژانس ولې د ملا عمر اديوي کست خپره کړې ده ؟
 خو زه وايم چې دغه کارو نه خو تاسو جنابانو نه دي کړي چې اوس درباندې څوک باور نه کوي او په اخبار کې مو بولا ني خرڅيږي.بله خبره داده چې ، دغه کسټ لومړى رويټر او بيا نورو نړيوالو اژانسونو او بيا پژواک خبري اژانس نشر ته وسپارله . که د ا( دانيس په حواله ) خلا ف داصولو وي ، نو فکر کوم له موږ ټولو نه هغوى دنوي او نړيوال ژو رناليزم په معيارونو ښه بلد دي . دغه شان ، انيس دامريکا مثال ورکوي او وايې چې،ګواکې هلته له دموکراسۍ سره – سره بيا هم مطبوعاتو ته دا اجازه نه شته چې د دولت ضد خپرونې وکړي.
 خو دوى دامريکا دګوانتانامو په زندان کې دقرانکريم دسپکاوي هغه خبر نه دى لوستى چې دغه ملک ته يې څومره جنجال پيدا کړ.
 انيس دغه شان ،دعراق او په ځانګړې توګه هلته دابوغريب زندان په اړه د نوموړي هېواد درسنيو له خبرونو هم ناخبره دي.دانيس پخواني اوتکړه ژورنالستان ، دقانون خبره کوي خو دغه پخواني جنا بان دنوي ژورناليزم له دې اصل نه ، نه دي خبر چې ، تر ټولو مهم اصل په نوي ژورناليزم کې بې پرې توب او توازن دى.
 انيس د سر مقالې په يوه برخه کې ليکي چې ، دغه خبرونه ددوى په تعبير په امنيتي ځواکونو ناوړه اغيز کوي او بيا پسې زياتوي : ( ( ... با عث ميشود که مردم از... و سربازان از وظيفه خود فرار کنند. .. ))
 فکر کوم دا خپله ملي اردو پسې ( چې د هېواد او ولس دساتنې دنده لر ي ) يو ناوړه تبليغ دى .زموږ ملى اردو ،سره زموږ وياړونه تړل شوي او دا اردو انشالله دويري په نوم څه نه پيژني او که دا نيس په تعبير دومره ډارنه وي نو د خلکو ټول اميدونه به په اوبولا هو کړي
 ماته انيس، پژواک او ...ټول يو شان دي خو د يوه لوستونکي په توګه په پاى کې انيس نه هيله کوم چې ،دغه ځوان آژانس پسې چې له سره يې په جرئت ګامونه اخستي او بې پرېتوب يې ساتلى دى ،ناوړه تبليغات ونه کړي.
 ښه خبره داده چې احساسات پرېږدو او د آژانس په ښېګڼو سترګې پټې نه کړوو