امريکا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ ( لومړۍ برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3349
پروفيسور کابلي والا - هند
دخبریدو نیټه : 2005-08-01

پروفيسر کابلي والا - هندوستان

امريكا :

خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟

لمړۍ برخه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،

 

اسامه  + مستربوش   =  دامريكا اونړۍ دواكمنې اوياخرابي خوبونه

 

امريكايان ورو ورو اوس خپله خندنۍ اوموسكانه څيره په افغانستان كې په خونړۍ جامه كې رابرسيره كوي او دادى په وينولړلي لاسونه يي پرخپل  تورمخ باندې د ټولې نړى خلك ويني . درى كاله وشول ، چې دوى دالقاعدې په نامه دافغانانووينې تويوي اوكلي يې لكه چې روسانو به ورانول په بې رحمي سره ورانوي . كه چيرې دهغو قربانيانو شميرنه چې امريكايانو په افغانستان اوپوله كې د اورپكوپه نامه وژلي سړى په دقيقه توګه ترڅيړنې لاندې ونيسي، نودا په ډاګه ويلاى شو  چې دغه شمير ترهغو كسانو زيات دي كوم چې القاعدې په خپل ټول عمركې دامريكايې سي آى ايي په مرسته دنړۍ له پاره روزلي دي . نړيوالو،د ژونديو افكارولرونكوخواخوږو  ته اوس اوس داپه ډاګه كيږي چې امريكا په افغانستان كې څه مرامونه لري اوولي نه غواړي چې په دغه هيوادكې خلك آرام ژوند وكړي ، له هراته تركونړه پورې دوى عمليات پيل كړي ، په كابل اونوروښارونوكې يې دټاكنو په نامه سياسي ډرامه راپيل كړې چې داپه خپله له يوه اوبل سره داسي ضد ونقيض  خبرې دي چې څوك يې نه منې اولاچې دهرې ورځي په ترڅ كې په لسګونو بې ګناه كسان قرباني كوي هم ..سوله دوست اود نه زور زياتي پلوي ټولني اوكسان په دې نظردي او وايي چې  امريكايان بايد په دې پوه شي ، چې دوى تراوسه هم په افغانستان كې په رښتني توګه دسولې له پاره ګام نه اوچت كړى اونه يې اوچتوي ، افغانستان نه دالقاعدې مركز و اونه اوس دې ، دوى بايد القاعده په پاكستان كې ولټوي چيرې چې دوى خپله القاعده هلته جوړه كړه اوله هغه ځايه يې دنړى ګوټ ګوټ ته په وياړونو اوډالرونو سره بدرګه اولارښونه كړه  ،په افغانستان كې دالقاعدې په نامه زموږ دولس وژنه داهغه بشري ضد فاجعه ده ،چې موږ يې اوس هم زغمواوپرموږ اوس هم دامريكا اوپاكستان له خوا زغمل كيږي ، امريكاپه افغانستان كې د رډو سترګو په دوه مخۍ سره چال چلند كوي ،له يوې خوا جګړه مارو ته بډې ، څوكۍ او رنګارنګ وعدې وركوي ، اوله بلي خوا يې يوشميرفعاليتونه دقلابي دموكراسۍ په تذويركې چې هيڅ ملي اساس نه لري پيل كړي دي ، كومې ډرامې چې اوس امريكايانو په افغانستان كې ترلاس لاندې نيولي دادى رابرالاكيږي اوداسې ښكاروي چې دوى يوځل بيا غواړي دغه هيواد ديوې بلې جګړې له پاره ډګروګرزوي ،په دې مانا چې كه له يوې خوا زموږ هيواد دالقاعدې په نامه په سره اوركي سوزې ، نوله بلې خوايې نن سبا دلته ديوې بلې طرحې خبره هم په يوه بله بڼه چې كله هم دستراتژيكي ملګرتيا نوم وركوي  راپورته كړې ده  . موږ سمدستي  يوداسې ملت يو چې نه وسله لرواونه يې توان، دغې تش په نامه  ملتيا ته څه اړتيا ؟ زموږ دفاع وزير او ددوى يوكيپتان سره يوشى نه دي اونه همدومره ارزښت ورته لرې ، زموږ ولسمشر دوى ساتې سره له دې چې موږ په اكثريت سره هم ټاكلى دي ؟ ديوه سالم تفكرپه وړاندې دغه معامله څه مانا لرې ؟ ستراتژيكه ملتيا دڅه له پاره ، ددى له پاره چې ولس مشر وساتې او ملت دالقاعدې په نامه تربمباريواوتوغنديولاندي ووژني  ؟ دا انصاف نه دي، اونه دغه انصاف ته افغانستان اړتيالري  ، امريكا غواړي چې ځان په سيمه كې په نژدې راتلونكي كې ديوه اتومې برلاسي  اوڅارني ځواك په توګه برجسته اوڅاروال كړي په دې مانا چې وكولاى شې داسراييلي اتومې اسانتياوو په مرستې سره  د پاكستان ، چين ، هند او ان ايران اتومي فعاليتونه اومركرونه په مستقيمه اوغيرمستقيمه توګه ترخپل اوياهم داسراييلو تركنترول  لاندې راولي ، هند اواسرايلو په دغه ترڅ كې په هغه مهال چې په نوې ډيلي كې د بي جي پي حكومت و ، يوشميرپلاوي ، تجربې اوتړونونه سره تبادله كړل چې هدف يې ترهرڅه دمخه دپاكستان اتومي فعاليتونه وو، خوداچې چين اوروسيې  په دغه ترڅ كې نه دهند اونه هم داسراييلو له پاره هركلى ووايه دامريكا په دغه پلان كې  دپاملرنې وړ پرمختګ ونه شو.  امريكا دغه لويه پروژه اوس هم په پام كې لري اوداهغه پروژه ده چې يووخت په ځينوهيوادو كې داسلامي ككړبم په نامه سره ډيره توده وه . په دې كې شك نشته چې اوس امريكا په هرځاى كې له خپلو سيالو سره سيالۍ كولاى شي خوپه دغه سيمه كې چې يواتومي دايروي جوړښت دى ددوى له پاره برۍ ناشونۍ دى ، كله كه سړى لږ ورته ځيرشي په افغانستان كې امريكا اواقاعده تقريبآ دهمداسې يوه هدف له پاره كاركوي، او داده ورو ورويې لمنه نوره هم اوږديزي اواړخونه يې هم راڅرګنديږي .زموږ تعبيرله القاعدې څخه دپرديو مداخله اوشراچونه ده، چې پاكستان په سيمه كې دامريكا ديوه مخلض اتومي گوډاګى په توګه په دغه برخه ځانګړى ځاى لري  داسې  چې اوس امريكاپرې داتوم لرلو له امله دهيڅ راز مسووليت باور نه شي كولاى  ځكه نوداد ددغه هيواد دكنترول ترهرڅه ښه وسيله ده چې افغانستان دغه بې مشره اوسرواله هيواد همداسې په اوركې وساتې اوپه دغه ترڅ كې به پاكستان هم په دې ونه توانيږي چې په اتومي فاجعه باندې چې لومړنۍ هدف يې اسرايل شي لاس پوري كړي اونه به نورپه دې وتوانيږي چې نورو هيوادو لكه ايران ته يې داسلامي خواخوږۍ له مخې ورصادركړي .اوس اصلي خبره همداده چې  امريكا اوپاكستان (مشرف )  دواړه په سيمه كې دپښتنوپه مقابل  كې په ګډه  يوازې دپورتني هدف په خاطرخپلو هلوځلوته دوام وركوي ،په دې چې دپاكستان اتومې اسانتياوې دمشرف په لاس كې هم نه دي . ددغو هلوځلو لمنه دومره خوره شوې چې  اوس زموږ دهيواد داسې برخه نشته چې هلته به امريكا خپلې جاسوسى شبكې نه وې غزولي ،اودا هغه څه دې چې موږ يې پرې مسموم كړي يو اوپه دغه بڼه ځان ته قناعت وركوو چې ځه خيرامريكا راغلي بايد خوله پټه ونيسو، كه موږ په خپل تقديرايمان ولرو، نو هلته دايوه خبره ده چې موږ بايد دا په پام كې ونيسو چې موږ نه امريكا پيداكړي يو اونه امريكا له هغه ذاته چې بيداكوونكي دى كوم لوى ځواك دي .

امريكا په دې وروستيوشپږومياشتوكې په افغانستان كې په بې ساريو تيريو لاس پورې كړى ، داسې چې په دغو تيريوكې له دوى سره ان سوله ساتي ځواكونه  هم هيڅ ډول ملتيا نه كوي ، همداده چې يوشميرسوله ساتوځواكونو په هوښيارۍ سره ځانونه په بيلابيلو ولايتونوكې ځاى پرځاى اوترې په يوه خواكړي دي ، ان چې خپلو پوځيانو ته يې خپل يونيفورمونوهم وربدل كړل ،په دې مانا كوم ورته والي چې ددوى اوامريكايايي پوځيانو په يونيفورم كې وو هغه يې ګردسره په بله بڼه كړي دي ، اوداپه خپله داټكى په ګوته كوي چې سوله ساتې ځواكونه اوامريكايان دافغانستان له پاره يوشان اوگډ هدفونه نه لري . سوله ساتې ځواكونه له امريكايې وژنو اوهغوكړو وړو سره چې په خپل سريې په افغانستان كې پيل كړي موافق نه دي . ان تردې چې په ځينووختو كې سوله ساتې ځواكونه له سيمه ييزو جنګياليوڅخه دومره نه ډاريږي لكه چې له امريكا يې ځواكونه څخه ډاريږي ، په دې چې تراوسه پورې دسوله ساتوپوځونو لويه وژل شوې برخه پوځيان دامريكايې بمباريو قربانيان دي چې كاناډايي سرتيري يې يوڅرګند مثال كيداى شي .

 امريكا خوشاله ده چې په داسې يوحال كي اوبه خړې كړي اوكبان په كې ونيسي ،ددې يولامل داهم دى ، چې دوى په افغانستان كې ديوه ملي اوخپلواك حكومت له پاره هم كارنه كوي ، افغانستان اوس نه ملي مشرلري ، نه ملي يووالي اونه هم يوملي خپلواك تعهد چې په هغه باندې دې داملت سره راټول شي ، كومه اداره چې كابل او افغانستان اوس دهغې په ښكيل كې شپې ورځې تيروي ،دايوغيرمتجانس جوړښت دى ، تش په نامه  سياسې ، ملي اوكله هم نړيوال اهميت ځانته قايليږي كه دوى په رښتياهم ديوملي ، مسلكي اورښتياني هدف له پاره په رښتيانۍ توګه كاركولاى نوبيا به هيواد ورځ په ورځ په بې امنيتۍ اونارامۍ نه  ور اوښت  ښاغلي كرزى چې ترڅويې زړه ديوې درني خپسكې ترزور لاندې رانه شې غږ نه پورته كوي ، هرڅه پرځان زغمي ، خوڅه موده دمخه يي په ډاګه كړه چې جاسوسان ، جاسوسان ...

ددې خبرې مانا داده چې نور نوددغويارانو څپه دده ترستوني پورې را رسيدلي ، خداى دخيرپيښوي ...ديوه هيواد ولسمشر هغه  هم داسې چې جاسوسانوپه خپله مشرئ منلي وي اواداره يې ترډكه وي اوبيا دټولي نړۍ په وړاندې داسې نارې وهې داپه خپله  ډيره ساده خبره نه ده اونه هرڅوك دا پرځان منې چې په دومره صراحت سره د داسې صادقانه چغې وكړي ...

په دغه برخه كې دكرزي چغې او رښتينوالى له هغه رښتنوالي سره په يوه وخت كې راپورته شوې چې كله استراليايې ليكوال اوپوه ښاغلي (تروي )  پرخپل حكومت باندې افغانستان ته ددغه هيواد دپوځيانوداستولو له امله انتقادي غږپورته كړ .افغانان به ددغه نوميالي استراليايې خواخوږي  دغه انساني غږ كله هم له ياده ونه باسي ، ده وويل چې ترهرڅه دمخه بايد دنيا دغه هيواد وپيژني اوبيادې دلته خپل پوځيان ور واستوي ...

زه ددغوشان فريادونوپه ډاګه كيدل پرته له دې چې دامريكايې جنون پايله يې وبولم په بل ډول نه شم تعبيرولاى ، په دې چې يوازې دتيرو دريومياشتوهغه تلفات چې امريكايې اونورو رسنيوخپاره كړې تردريوزرو كسانو (هغه هم  مشكوك ) اوښتې دى ، په همدې شان دامريكايې پوخيانووژل كيدل چې هغوى هم انسانان دي ، هغوى هم ميندې لري ، بچيان لري اوديوې ناچارئ   اوجبر په نتيجه كې دغې دندې ته اړايستل شوي لسګونو تنو ته رسييږي چې ديوې  انساني تراژيدۍ (مرګ ) يوه خونړۍ برخه جوړوي  او امريكايې بايد چې دغه خونړۍ پاليسې هم دافغانستان اوهم دخپلو خلكو دعزت په خاطرپاى ته ورسوي ، موږ افغانان اوس ورو ورو په دې پوهيږي چې امريكا لينګه غوا نه ده چې ګواكي موږ ته په رښتيا هم په وړيا توګه شدې راكوي ، نه ، دښاغلي بوش ، اودهغه دادارې دهرې څيرې دهرې ساده موسكا ترشاه ديوه خونړي پلان نښې نښانې پرته له دوى ټوله نړۍ ويني .چې نوريې بايد په صادفانه توګه پاى ته ورسوي .زموږ ملت بايد نورداسامه اونورو خارجې اشرارو له پاره پلمه نه كړي اونه بايد په  اسامه پسې په افغانستان كې وګرزي ، موږ نور د وژنو اوقربانيوتوان نه لرو اونه غواړو چې نورددغو   امريكايې مرموزو پلانو قربانې شو.كه اسامه اوالقاعده په رښتياهم امريكاته خطروي ، نوله زندانوڅخه به يې په رڼاورځ  ژوندي نه وتل ، معلومه ده چې تركاسه لاندې نيم كاسه ده اوزموږ دملت په كې بربادي ده ، ترټولو ښه خبره داده چې داسامه لټه په هغه ځاى اوهغو عياشومحافلوكي وشي چيرې چې داسلام اوقران په نامه داسلام اوقران پرضد كړو وړو ته په سرلوړۍ سره همدا اوس سازمان وركول كيږي اوپه دغه نامه دهغو امپريالستې تضادونو اومعركوسترپوشې كوې چې نه شي كولاى هغه نړى ته رابرالاكړي ، دپوهانوخبره ده چې وايې دهرښكاره جنګ ترشاه په عين وخت كې يوپټ جنګ هم روان وي چې هغه زردخلكو اونړۍ عامه انظاروته نه راوځي ، دالقاعدې اوتروريزم ترشاه اصلي جګړه اوس هم لاپټه ساتل شوې اوڅوك نه پرې پوهيږي په داسې حال كې چې نړيوال اوس يوازي  په دغه فرمول باندې ترډيرې اندازې باوري شوي  چې :

اسامه + مستربوش = دامريكا اونړۍ دواكمنې اوياخرابي خوبونه

دوى دې اوس همدغه فارمول ته كاركوي خو زموږ غوښتنه داده اودا له امريكايې ولس څخه هيله كوو  چې نورزموږ هيواد دخپلو شومو اغراضواواهدافوله پاره بوش اودهغه مزدور پاكستانې حكومت اوپه خپله جنرال موش په اوركي ونه سيځې اونه دنورد دغه بل شوي اورپه لمبوباندې باروت اوتيل  په يوه وخت كې وراچوئ ...

 


ددې ليکني دوهمه برخه له دې ځايه ولولی