دپو هې په بڼ کې،د اندیښنوگلونو دشبنم څاڅکو دریابونه جو ړ کړه،چې سیلابونو ئ د تخیل جونگړې ورانې کړی،او "روان"دعقل د روښان اوپراخ آسمان نه،لمر په خپله غیږ کې،او و ړانگې په خپلو لاسونو کې د انسانې ژوندانه ډگرته په ارمغان راو ړی.
په داسې حال کې چې د روښنائ په تجلا کې غرق وو،د اوچتو قدمونو آوازئ د خلگو غو ږونو ته ورسیده،او خلگو د ظلمت په تورو شپو ولیدل چې څرنگه د اندیښنو د آسمان نه ستورې پر ځمکه را لویدل او ځلیدل.