Washington post:د ګیټس سفرد کندهار عملیات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33682

دخبریدو نیټه : 2010-03-09

Washington post:د ګیټس سفرد کندهار عملیات

سرچینه: د دامریکا واشنګټن پوست ورځپاڼه

 


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 

د واشنکټن پوست ورځپانه په خپله ننۍ ګڼه کې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس د سفر په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې په یوه برخه کې یې راغلي.


دفاع وزیر رابرت ګیټس په داسي وخت کې افغانستان ته راغی چې د افغانستان په جنوب کې افغان او بهرني ځواکونه د امریکا په مشرۍ نورو پراخو  عملیاتو ته چمتو والی نیسي چې د پوښښ ساحه به یې  کندهار وي.


ورځپانه کاږي چې کندهار شاوخوا ۹ لکه تنه  اوسیدونکي لري او امریکايي ځواکونه په داسي حال کې د کندهار عملیاتو ته چمتو والی نیسي چې د ښاغلي ګیټس پر وینا سختې ورځي او سختې جګړې په افغانستان کې له مخې دي.

 

رابرت ګیټس ویلي چې د اوبهاما د دستور سره سم له ۶۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ پوري تازه دمي سرتیري افغانستان ته روان دي او د اګسټ میاشتې په پای کې به افغانستان ته د هغوي د استول کیدو لړۍ خطمه شي او دغه سرتیري به د افغانستان جنوبي سیمې تر پوښښ لاندی ونیسي.

واشنګټن پوست لیکي چې رابرت ګیټس که څه هم د کندهار د عملیاتو نیټه مشخصه نکړه خو ښایې د اګسټ میاشتې په پای  ته رسیدو سره دغلته عملیات پیل شي ځکه چې لومړی باید ټول امریکايي سرتیري په جنوبي افغانستان کې مستقر شي.


واشنګټن پوست لیکي چې له  دغو ۳۰ زرو سرتیرو سره به په افغانستان کې د امریکايي ټولو سرتیرو شمیره یو لک تنو ته ورسیږي.

ورځپاڼه وړاندي کاږي چې رابرت ګیټس به د مارجې د عملیاتو ستراتیژي هم وڅیړي .


واشنګټن پوست لیکي چې افغان ولسمشر حامد کرزی به هرو مرو له ګیټس سره په کابل  کې ملاقات وکړي دا ځکه چې هغه د مارجې د خلکو د حال له ارزولو وروسته دا وموندله چې امریکايي سرتیرو وسره د عملیاتوپر مهال ناوړه سلوک کړی او ښایې کرزی د امریکايي سرتیرو څخه د مارجې د خلکو دغه شکایت دفاع وزیر رابرت ګیټس ته وسپارې.


واشنګټن پوست لیکي چې د مارجې مشرانو د امریکایانو له چلند څخه سر ټکاوه اوځينو خو یې د کرزي تر وینا وروسته د جومات په دننه کې  خپل د بدن هغه  ټپونه هم کرزي ته ور وښودل چې د امریکايي ځواکونو له لوري د شکنجې پر وخت د دوي پر بدن پاتې شوي وو.