د بوکس نړیوالو سیالیو ته د دوو افغان سوکوهونکو لار موندنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33698

دخبریدو نیټه : 2010-03-08

جلالزی

د افغانستان د بوکسینګ د فدراسیون دوه تنو سوک وهونکو نړیوالو سیالیو ته د ګډون حق تر لاسه  کړ.

ویل کیږي چې دغه دوه افغان بوکسران د آلمان په هامبورګ کې اوسیږي او تیره شپه یې په ویاړ د افغانستان بیرغ په هامبورګ کې  د هغوي د پلویانو له لوري آسمان ته لوړ کړای شو.

حمید رحیمي او محمد علي رسولي د چک هیواد د سوک وهونکو پر وړاندي تر بریالي توب وروسته دا چانس تر لاسه کړ چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

حمید رحیمي د ۷۲ کیلوګرامه  وزن په سیالیو کې خپل چکی سیال په دوهم رونډ کې  ناک اوټ کړ.

دوهم  افغان بوکسر د ۸۱ کیلوګرامه  وزن په سیالیو کې ورته بریا تر لاسه کړه.