ددغې قبيلې خلک غلجي پښتا نه دي او ځا نو نه په سليمان خيلو ور ګډوي٠ دولت زي دننګر هار ولا يت دچپر هار ولسوالۍد دولت زيو، بي بي مهرو او چينې په کليوا و دمو مند درې په ولسوالۍ، دپکتيا ولا يت د مرکز ګر ديز ښار ته نږدي ددولت زي په کلي او دزر مت په ولسوالۍ، دسمنګا نو ولايت دمر کز دايبکو په ښار، دبغلان ولا يت په مر کز، دبلخ ولا يت دبلخ په ولسوالۍ،دميدان او وردګو په ولايت او دکا بل ښار دچهاردهي او بګر اميو دو لسوالۍ په شينه او دده سبز ولسوالۍ په بختيا رانو کې استو ګنه لري ٠ يو شمير دولتزي دکا بل او جلال اباد تر مينځ دکا بل دسيند په دواړو غاړو کې داليا س خيلو پښتنوسره په ګا ونډ کې ژوند کوي او دکر کيلي په چارو بو خت دي(١)٠
دننګر هار ولا يت دچپر هار ولايت ددولتزو دکلي او سيدو نکي دو لتزي ددرويش خيلو ،الله داد خيلو او زاري خيلو په څا نګو ويشل شوي دي٠ ددوی مشران وايي چې ددوی نيکو نه ډېر کلو نه وړاندې دکند هار او غزني دسيمو له شا او خوا نه دې سيمې ته راليږ ديد لي او دلته يې ژوند غوره کړی دی٠ دننګر هار ولا يت ددولتزو، بي بي مهرو او چيني دکليو زيا تره دولتزي په کر کيلې اخته دي او دکر نې حا صلات يې جوار ،غنم او نور حبو بات دي، خو دوی دخپلو کر نيزو ځمکو لپاره ډېرې او به نلري نو ځکه يې ډېر شمېر خلک په بيو زلۍ کې شپې او ورځې تيروي ٠ په ا فغا نستان باندې د روسي ير غلګرو تر تيري وروسته دنورو پښتني قو مو نو او قبيلو د خلکو په څېر دو لتزي هم دخپل ټا ټو بي او ځای ځا يګي نه کډوالۍ ته اړ ايستل شول او زيا تره يې پېښور ته مها جر شول چې هلته د کچه ګړ هۍ،اکوړي خټک، جلو زيو، هنګو، متنيو، کو هاټ، شين ډنډ او ما نسهره کې په کمپو نو کې او سيدل او زيا تره په مز دوريو او شا قه کارونو بو خت ول ٠ د رو سا نو تر وتلو ورو سته دوی ډېر ې کورنۍ بېر ته خپلو اصلي ټا ټو بو ته را ستنې شوې٠
د سمنګانو، بغلا ن او بلخ ولا يتو نو دو لتزي هم ز ياتره دکر کيلې او سو داګر يو په چارو بو خت دي، خو په هېواد کې د تنظيمي جګړو ورو سته دوی زيات شمېر مهاجرت ته اړ ايستل شول اوپه شمال کې دنورو پښتنو په څېر ددوی ځمکې او جا يدادونه، کورونه او نورې منقولې او غير منقولې شتمنۍ ديو شمېر جنګسا لا رانو له خوا ونيول شوې چې تر او سه هم د هغوی په ولکه کې دي٠
په پخوا وختو نو کې يو شمېر دو لتزيو کو چيا ني ژوند درلود او داوښا نو، پسو نو، وزو او غوايانو رمي او ګلې در لودلې ،خو دوخت په تېريدو سره دوی کليوالي ژوند غوره کړی دی،خويو شمېر يې لا تر او سه پورې کو چيانی سر ګردانه ژوند تيروي٠
دولت زي ميلمه پا لو نکي، په علم او پو هې مين، زړورا و په پښتو او پښتو نولۍ با ندې ټينګ خلک دي ٠ دروسي ښکيلا کګرو په وړاندې په ميړا نه جنګيدلي او ډيرې قر با نۍ يې ور کړي دي٠
د ١٣٦٠ کال دسر شمير نې له مخې دننګر هار ولايت دچپر هار په ولسوالۍ کې ددوی شمېرد٤٦٥٩تنو په شا او خواکې او دمو مند درې په ولسوالۍ کې ددوی شمېر د ١٤٠٣تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی چې ښا يې دا شمېر به اوس تر دې لا زيات وي٠ د هيواد په پا تې نورو ولا يتو نو کې ددو لتز يو دقبيلې دژونداو شمېر په اړوند مې بشپړ او دقيق معلو مات تر لا سه نه شول کړای(٢)٠
---------------------------------------------------------
ما خذونه او منا بع :
١- پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تاليف،١٤٣- ١٤٤ مخونه، دپېښر چاپ٠
٢-دا هغه معلو مات دې چې ما پخپله دسا حوي ريسر چ په نتيجه کې تر لا سه کړي دي٠