څرنګه کيداى شي چى ماشومان ښونځي لپاره چمتو کړاى شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3382
ليکونکى :خالد( سيال )
دخبریدو نیټه : 2005-08-03


 
 ليکونکى :خالد( سيال )ننګرهار
 د عامو خلکو په وړاندى همدا کافي ګڼل کيږي چى مخکى له ښوونځي څخه د شامليدونه ماشومان شميرل او لږ څه لوستل ورزده کړاى شي خو د مسلکي پوهانو په وړاندى دا د ښوونځي لپاره د چمتو کولو اساسي شرط ندى بلکى ماشومان بايد له اروايې پلوه ښوونځي ته چمتو کړاى شي .
 د اروايې پلوه ښوونځي ته د ماشومانو چمتو کولو دپاره بايد دا ټکي په پام کى ونيول شي .
 ١- په ماشومانو کى د شيانو د پيژندلو او معلوماتو د راټولولو او روحيې روزل .
 ٢- ماشوم ته د ښوونځي چاپيريال ، ټولګي او ښوونکيو په هکله د زوق رابيدارول او مينه پيدا کول .
 ٣- ماشومان مسئوليتونو او ستونزو منلو ته چمتو کول .
 ٤- د ښوونځي دسپلين ، نظم او ښوونکيو اوامرو ته د ماشومانو چمتو کول .
 ٥- د ماشوم د ژبى يعنى خبرى کولو مهارت ته وده ورکول .
 ٦- د کور نه بهر له چاپيريال سره د ماشومانو اشنا کول . ځکه هغه ماشومان چى له کور څخه نه دي وتلي په ښوونځي کى دويرى او زړه تنګۍ احساس کوي.
 که ښوونځي ته د تګ په لمړي سرکى د ښوونکو له خوا د ماشومانو سره تريخ چلند وشي او رټل پيل شي دوي به ناهيلي شي او ښوونځى ته د تلو شوق به يې پاى ته ورسيږي . نوربه يې له ښوونځي څخه زړه تورن شي . وروسته بيا چى له هر تدبير څخه کار واخيستل شي له ښوونځي سره به يې هغه پخوانۍ مينه را ژوندۍ نه شي .
 چى له بده مرغه داسى ډيرى پښيږي . ډير ښوونکي د خپلى مسلکي تجربى د کموالي له امله په اول سر کى له درس او ښوونځي څخه دماشومانو دزړه توريدو اسباب برابروي . له همدى امله زما هيله او غوښتنه دهغو محترمو ښوونکو څخه داده چى په لمړنيو ښوونځيو کى د لمړي ټولګي زده کوونکو ته تدريس کوي بايد د خپلو زده کوونکو سره د ډير مهربانۍ څخه کارواخلي او له ګرانو تنکيو ماشومانو او زده کوونکو څخه هم دا هيله لرم چى د خپل ښوونکى خبرو ته غوږ ونيسي او په دقت يې واوري او عمل پرى وکړي .
 تر څو په راتلونکي کى ښه او غوره شخصيتونه ټولنى ته تقديم شي .