د ۱۶کلنو ځوانانو د کرکیټ لوبډلې د جوړولو کارپیل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33861

دخبریدو نیټه : 2010-03-15

میرویس جلالزی

د شپاړس کلنو ځوانان د کرکیټ لوبډلې د جوړولو کار( چې ټاکل شوي د جولاۍ په میاشت کې به په مالیزیا کې د چلینجر کپ په سیالیو کې ګډون کوې) پیل شو.

دمګړۍ د شاوخوا ۲۰ ولایتونو د کرکیټ تنکي لوبغاړې  جلال آباد ښار ته رسیدلي تر څو ترینه آزموینه واخیستل شي او د غوراوي پړاو تیر کړي.

د افغانستان د کرکیټ د فدراسیون ویاند زراب شاه ظهیر وایې چې دغه آزموینه به د مارچ میاشتې په ۱۷مه پیل شي او دری ورځي به وخت ونیسي.

دغه آزموینه د ننګرهار ولایت د کرکیټ په شرقي اکاډمۍ کې د تکړه افغان کرکیټ بازانو له لوري اخیستل کیږي.

ظهیر وویل: (( هغه ولایتونه چې له مونږ سره راجستر دي له ۲۳ څخه تر ۲۴  پوري دي،هغوي ته مو ویلي چې هر ولایت باید دری یا څلور لوبغاړې را وښیې او دلته به بیا ځلي آزموینه ترې اخیستل کیږي)).