وحيد سپين غر-كابل
د۱۳۸۴كال دزمري شپاړسمه نيټه
دپخواني شوروي ددړي وړي كيدونه وروسته ،دهغه ځاي ناستي دروسيي فدراتيف جمهوريت ونشوكړاي ترڅواوسني روسيه ددموكراسي اواقتصادي پرمختيا په لورروانه كړي اوپه روسيه كي ددموكراسي واقعي اساسات پلي كړي
ددي ټولوناكاميواصلي لاملونه دروسيي دولت دچارواكوپه هغه زړو،اوهژمونستي تفكراتواونظرياتوكي نغښتي دي چي لاتراوسه ددي هيله لري ترڅويوځل بيا دپخواني شوروي ړنګه شوي امپراطوري راژوندي كړي او په نړي كي ديوه خروړي زبرځواك په توګه رابرسيره شي،چي داتمايلات نه يوازي دروسيي په خارجي سياست كي ليدل كيږي بلكه روسيه په ښكاره توګه دسيمي اونړيوالومسايلوپه اړوند داسي دريځونه غوره كړي چي كټ مټ دپخواني شوروي ،دسياستونو دتسلسل يوي كړۍ ته ورته والي لري
دروسيي سياست دخپلوګاونډيوخپلواكوهيوادونوپه وړاندي اوپه سيمه كي دافغانستان په هكله چي نوي يي دسولي اودموكراسي لاره غوره كړي څرګند مثال دي چي ددغوهيوادونوپه وړاندي دروسيي سياست دښه نيت اونيكواړيكوپر اصولوباندي تكيه نه لري
زموږ په هيوادكښي دطالبانودسقوط نه وروسته داسي انګيرل كيده چي شايد دروسيي فدراتيف جمهوريت به دافغانستان دنويوتحولاتوڅخه نه يوازي خپل ملاتړ اعلان كړي بلكه روسيه به دپخواني شوروي اتحاد دورانيودجبران په غرض دافغانستان دجګړه ځپلي هيوادسره زياتي مالي اواقتصادي مرستي وكړي خودتوقع پرخلاف دروسيي جمهوريت نه يوازي داچي زموږ له هيوادسره په اقتصادي مرستوكي ونډه نه ده اخيستي بلكه زموږ دجګړه ځپلي هيوادپه وړاندي خپله ددښمني پاليسي مخ په وړاندي بيايي
دلنډمهالي اداري نه بيا تراوسه دروسيي لوړپوړيوچارواكو څوڅوځلي دافغانستان په وړاندي ددښمني نه ډ ك تبليغات كړي اوخپله دښمني يي دافغانستان په وړاندي څرګنده كړي ده
څه موده مخكي دازبكستان دانديجان دپيښوپه هكله دروسيي لوړپوړوچارواكو ددغو پيښو عاملين په افغانستان كي روزل شوي ترورستان وګڼل اوافغانستان يي په دي تورن كړچي ګواكي په دي هيوادكي دترورستانواډي شته اوپه افغانستان كي ترورستان روزل كيږي او داترورستان دپولي نه دازبكستان خاوري ته رااوړي اودازبكستان د اوسني حكومت دراپرځولوهڅي كوي ،دغه رازروسيي چارواكوڅوڅوځلي دافغانستان حكومت په دي تورن كړي چي دنشيي توكيودقاچاق مخه نه نيسي اودانشي توكي دروسيي جمهوريت ته راځي اوبيا له دي ځايه داروپابازارونوته انتقاليږي ، دهمدي تبليغاتوپه دوام دروسيي حكومت هروخت دافغانستان حكومت ترخپلونيوكولاندي راولي اوپه پرله پسي توګه پخپلوخپرونواوڅرګندونوكي داخبره كوي چي دافغانستان حكومت په هيوادكي دامن اوسولي په راوستلوكي ناكام شوي دي اوپه افغانستان كي دبي امنيولاملونه دنړيوالواوپه تيره بيا دامريكي دځواكونوشتون بولي ،افغانستان په داسي حال كي چي دخپلوټولو ګاونډيانواودسيمي دټولوهيوادونوسره دښواړيكوغوښتونكي دي هيڅ هيوادته به داوخت ورنه كړي ترڅوپخپلوبي بنسټوڅرګندونواوتبليغاتوسره زموږ دهيوادپه كورنيوچاروكي لاسوهنه وكړي
سياسي څيړونكي په دي عقيده دي چي دنړيوالوځواكونواوپه تيره دامريكي دمتحده ايالاتودځواكونوشتون په افغانستان كي روسيه ډيره ناارامه كړي ،ځكه روسيه دخپل استعماري خصوصيت له امله اوس هم دپخواني شوروي اتحادنه جلاشوي خپلواك هيوادونه په ځان پوري تړلي ګڼي اوپه سيمه كي دپخواپه څير ديوه هژموني ځواك په توګه يي خپل دويري اوډارسيوري ددغوهيوادونوپه سرغوړولي دي ،روسيه ډارلري چي په سيمه كي دازادي اودموكراتيكي نړي شتون به ددوي دسياسي ناوړواهدافو مخه ونيسي اويوپه بل پسي به خپلواك اوازادجمهوريتونه راوپاڅي اودواقعي دموكراسي لاره به غوره كړي
دګرجستان ، اوكراين اوقرغزستان بدلونونه هغه دخطرزنګونه وو،چي روسيه يي سخته ډارولي اوپه دي ښه پوهيدلي چي نورپه سيمه كي ددوي دپراختيا غوښتونكوسياستونودپلي كولولپاره دايره په تنګيدوده اوداسي ورځ راتلونكي ده چي دغه دنوي نړي دموكراتيك بدلونونه به دروسيي په زړه كي هم انفجاروكړي
كه روسيه غواړي چي دنړي دتمدن سره ګام په ګام لاړه شي اودنړي دسترو پرمختيا وونه برخمنه شي او ديوه پياوړي ځواك په توګه په نړي كي راڅرګنده شي بايد پخپلوسياستونواوپاليسيوباندي نوي كتنه وكړي ،داډيره ناشوني ښكاري چي اوسني روسيه دي دپخواني شوروي د سياستونوپه عملي كولوسره په سيمه اونړي كي ديوه پياوړي ځواك په توګه داحترام اودرنښت ځاي ځان ته ومومي
افغانستان په داسي حال كي چي پخپله دتروريزم دناوړوهڅوقرباني شوي اواوس دتروريزم سره په جګړه لګيا دي ترڅوپه هيوادكي سراسري سوله ټينګښت ومومي دخپلوټولوګاونډيواودسيمي دهيوادونونه داهيله لري چي دسولي اوامن په هلوځلوكي دافغانستان دجګړه ځپلي و لس سره مرسته وكړي ،اوكه مرسته نه كوي لااقل دافغانستان په كورنيوچاروكي دمداخلي اولاس وهني له سياست نه لاس واخلي ترڅوافغانان پخپل هيوادكي ديوي سوكالي اوبسيا ټولني دجوړيدوهڅي لاګړندي اوپياوړي كړي
افغانستان په داسي حال كي چي دامريكي دمتحده ايالاتواوبريتانيي له هيوادونوسره يي داوږدمهالومرستوتړونونه لاسليك كړي دا ددي مانا نه لري چي ګواكي افغانستان دخپل كوم ګاونډي اويا دسيمي دكوم هيواددګټوپرضد په كومه جبهه كي دريدلي دي ټولوته څرګنده ده چي افغانستان دستونزواوبحران په داسي حساسوشيبوكي قرارلري كه هرهيواد يي دمرستي اولاس نيوي لپاره راوړاندي شي افغانان به ورته په مينه اووروري لاسونه وركړي ،دروسيي فدراتيف جمهوريت لوړپوړي چارواكي بايد په دي پوه شي چي دافغانستان سره دوستي اوښي اړيكي يوازي دنه لاس وهني په سياست كي نغښتي دي ، روسيه بايد دافغانانودردونه ،ستونزي اومشكلات درك كړي ،افغانستان به دنوروهيوادونونه د مرستوپه لاسته راوړولوسره هيڅكله هم دكوم بل هيوادپرخلاف سياست غوره نه كړي اوپه ديتوګه دي روسيه خپلوبيځايه ناراميو ته دپاي ټكي كښيږدي اودافغانستان په وړاندي دي دښه نيت دسياستونولوري غوره كړي