غلام جيلاني ځواك
شاهنواز تڼي ويلي دي چي ديو پنځلس ورځني سفر لپاره به افغانستان ته راشي اود ولسي جرګي لپاره د انتخاباتو دكمپاين دليدونه پرته به دلته خپل خپلوان، دوستان او ګوندي ملګري وګوري.
شاهنواز د ډاكټر نجيب د واكمني پر مهال د دفاع وزير وو. د ۱۳۶۸ كال د كب په مياشت كي ديوي كودتا له لاري ده هڅه وكړه چي د ډاكتر نجيب حكومت وپرځوي، خو لكه څرنګه چي ټولو ته معلومه ده ، دكودتا هڅه ناكامه شوه اودي دخپلو ملګرو سره پاكستان ته وتښتيد.
د شهنواز دكودتا په هكله لا اوس هم ډير داسي سوالونه شته چي ځواب يي روښانه ندي. دكودتا دپيل سره سم ګلبدين حكمتيار په مجاهدينو غږ وكړ چي د شهنوازد كودتاچيانو سره د نجيب په پرځولو كي مرسته وكړي. دګلبدين دي بي وخته غږ اود ډاكټر نجيب د وفادارو ځواكونو د كودتا دمخنيوي لپاره د مخكي نه تياري، سبب شو چي كودتا ناكامه شي، شهنواز دكودتا دناكاميدو نه وروسته دحزب اسلامي مجاهدينو ته ځان ورساوه اود هغوي په مرسته پاكستان ته ورسيد او د هغه وخته تردي دمه دپاكستان ديونازولي ميلمه په توګه په پاكستان كي دخپلو ملګرو سره ميشت دي. دي نه ښكاري چي شهنواز دكودتا نه دمخه هم د ګلبدين او پاكستان سره اړيكي درلودي.
د ګلبدين او آيي ايس آيي سره د اړيكو سره سره داسي هم ويل كيږي چي شهنواز د ببرك كارمل د فركسيون له خوا په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د نجيب حكومت پرځولو ته هڅول شوي، ځيني كړي داسي هم فكر كوي په دي هكله د آيي ايس آيي او د روسي چارواكو ترمنځ كومه هم آهنګي وه كه نه وه،خو هم دپاكستان او هم دروسيي په ګټه وه چي د نجيب حكومت بايد مخكي لدي چي دملګروملتو په مرسته واكمني يو دريم قوت ته وسپاري، له منځه ولاړ شي.
د كودتا په نتيجه كي پرته لدي چي د افغانستان د اردو په سلهاوو افسران، سرتيري اونور ملكي وګړي ووژل شول يوه بله ناوړه پايله يي داوه چي ډاكټرنجيب مجبور شو چي ترڅو په نظام كي دننه د كارمل په فركسيون ترحده ډيره تكيه وكړي، او دي كار دكارمل فركسيون ته دا ځواك وركړ چي په افغانستان كي دملي روغي جوړي د پاليسي پربنسټ د ملګرو ملتو په مرسته يو دريم قوت ته دواكمني د ورسپارلو مخه ونيسي او په دي توګه د ثور په اتمه نيټه د ثور داوومي نيټي نه وروسته يوبل ستر تاريخي ناورين رامنځ ته شو.
شهنواز بايد ډيرو سوالونو ته ځواب ووايي، د ده په مشري كودتا افغانستان د بربادي كندي ته وغورځاوه، اوس بايد دي خلكو ته په روښانه توګه ووايي چي دي ولي كودتا ته اړ شو، دكودتا شاته دچا لاسونه وو، دده هويت خو ديو سخت دريزي كمونست وو نوبيا د آيي ايس آيي غيږي ته څنګه ولويد.
اوس شهنواز د سولي دغورځنګ مشر دي او ګوند يي دعدليي د وزارت لخوا راجستر شوي، دبده مرغه په افغانستان كي د جګړي دمجرمانو محاكمي ته لا ځمكه نده اواره، نوځكه شهنواز هم په ډاډه زړه سياسي ګوند جوړوي اوغواړي يوځل بيا د افغانستان دسياست په ډګر كى ځان له ځاي پيداكړي.
د ده د راتګ په هكله دخلكو په ذهنونو كي ډيري انديښني پيداشوي، د طالبانو د پرځيدو دا دريم كال دي.خو شهنواز په داسي حال كي چي ګوند يي دلته راجستردي بياهم په پاكستان كي دي، تراوسه دي ولي وطن ته ندي راستون شوي او اوس كوم توپير راغلي چي دي راستنيږي .
داسي انديښني هم شته چي پاكستان اوس د نړيوالو د فشار له امله نور نشي كولاي ترډيره د بنسټ پالانو په مټ په افغانستان كي خپل نفوذ وساتي نواوس غواړي د شهنواز په شان كسانو چي يو څه نا څه د روشنفكري هويت لري او د پاكستان نازولي دي د افغانستان دسياست په ډګر كي خپل ځان ته د پښو ايښودو ځاي پيدا كړي، نو ښايي له همدي امله پاكستان غوښتي شهنواز افغانستان ته راوليږي ترڅو دخپلي راتلونكي سياسي لوبي لپاره ځمكه اواره كړي.
شهنواز بايد په دي پوه شي چي نور خلك نه غوليږي، دتاريخ په يوه ډيره حساسه شيبه كي شهنواز يو ډير سخت منفي رول ولوباوه او د افغانستان په وراني او دخلكو په وژنه كي يي يوه ستره ونډه واخسته، دي پخوا د روس دلاس پوڅي رژيم يو پوځي جنرال وو او اوس د آيي ايس آيي يو نازولي. په خپل دارنګ هويت دي څرنګه كولاي شي د افغانستان دسياست په ډګر كي ځانله ځاي پيداكړي، البته زه فكر كوم شهنواز يوكار كولاي شي او هغه داچي هغه رازونه چي دده په زړه كي پټ دي هغه په ډاګه كړي، په ډاګه خلكو ته ووايي ولي اړ شو چي كودتا وكړي، ولي دي ته اړ شوچي د آيي ايس آيي غيږي ته ولويږي ، دكودتا شا ته پټ لاسونه د چاوو هغه د آيي ايس ايي وو او كه كي جي بي، بايد خلكو ته يي په ډاګه كړي اودزړه له كومي د خپلو جناياتو په هكله د خلكو نه بخښنه وغواړي،ګواكي كه خلك يي وبخښي