امریکا خپلو زندانونو ته پراخ والی ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34067
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-03-21

سرچینه:  لاسنلجس  ټایمز

د لاسنجلس ټایمز اریکایۍ ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې د  سبينې ماڼۍ هغه پلان ته اشاره کړي چې وایې غواړي په افغانستان کې خپل زندانونه پراخ کړي.

په دغو زندانو کې یو هم د بګرام د زندان نوم اخیستل کیږي چې په دې ورستیو کې پکې یو شمیر خاصو هغو بندیانو ته چې له ترهګرو سره د تړاو په تور نیول شوي ځانګړي  څانګه پرانیستل شوي ده، کټ مټ لکه د ګوانتانامو په زندان کې چې وه.

د امریکا یوه عالي رتبه چارواکي لاسنجلس ټایمز ته ویلي چې واشنګټن اوس پلان لري چې د ګوانتانامو د زندان تر  تړل کیدو وروسته د بګرام په زندان کې د کوچني ګوانتانامو په څیر یو زندان رامنځ ته کړي او د دغه زندان د جوړیدو دستور ته اشاره شوي ده .

ورځپاڼه لیکي، دغه مفکوره اوس د اوبهاما تصدیق ته اړتیا لري خو په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال او یو شمیر نورو جنرالانو له دغې مفکورې سره خپل شدید مخالفت ښولي او هغوي ویره لري چې که چیرته د ګوانتانامو په څير زندان د بګرام د زندان په محوطه کې جوړ شي دا کار به په افغانستان کې د ثبات راوستلو ته سخته ضربه وارده کړي.

چارواکو لاسنجلس ټایمز ته ویلي چې په بګرام کې اوس هم یو شمیر داسي بهرني وګړي بندیان دي چې له افغانستان څخه دباندي له ترهګرو سره د تړاو په تور نیول شوي خو له بګرام پرته له افغانستان څخه بهر امریکا اوس هم داسي زندانونه لري چې پکې د ترهګرۍ سره د تړاو په تور نیول شوي کسان ساتي او دغه بندیان د امریکا د قانون له مخې محاکمو ته د لاس رسي حق نلري.

لاسنجلس ټایمز لیکي چې دغه بندیان د امریکا د قانون له مخې امریکا ته د بیول کیدو  حق نلري، یا باید خپلو خپلو هیوادونو ته وسپارل شي او یا هم باید ووژل شي.

لاسنجلس ټایمز د بیلګې په توګه په سومالیا کې د القاعدې ډلي یوه غړي ته چې صالح علي صالح نبهان نومیده اشاره کوي چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له لوري تر تعقیب لاندي وو خو کله چې هلیکوپتر هغه تعقیب کړ او نور نو نوموړی له امریکایانو څخه د ورکیدا په حال کې وو امریکایانو پرې له چورلکې ډزي وکړي او ځای پر ځای یې وواژه دا ځکه چې سرتیرو ویلي چې نور نو داسي ځای نه وو موجود چې هغه پکې ژوندی ونیسي.

لاسنجلس ټایمز لیکي چې صالح کومې محکمې مجرم نه وو پیژندلی او امریکایانو بي موجبه وواژه او اوس له ترهګرۍ سره د تړاو په تور د بګرام او ګوانتانامو په زندان کې نیول شوي کسان هم امریکایانو ته د صالح په څير ارزښت لري.

د امریکا دولت د بګرام په زندان کې هم بندیانو ته د وکیل د غوره کولو او د هغوي پر وړاندي د شواهدو د ښکاره کولو پروسه کنګل کړي ده او که چیرته د ګوانتانامو له زندان څخه هم دغلته کسان راوړل شي نو دا کار به د ورځپاڼي په باور د جنرال مک کرستال ستراتیژي او برنامه ګډه وډه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه عالي رتبه مقام لاسنجلس ټایمز ته ویلي چې زمونږ هیڅ یو دغه چانسونه نه خوښوي، خو ښایي د بګرام زندان د امریکایانو تر منځ د وروستي بدنامه امریکايي زندان په توګه( چې د ترهګرو سره د جګړې پر مهال جوړ شوی) یاد شي.

خو ورځپاڼه دا سوال مطرح کوي چې که بګرام د ګوانتانامو پر ځای غوره شي نو څرنګه به زندانیان د امریکا قضايي ادارو  او د امریکا له استخباراتي ادارې څخه دا حق تر لاسه کړي چې د خپل برخلیک لپاره قانوني دعوی پر مخ بوزي.

د اوبهاما  ادارې تر دې مفکورې دمخه د تامپسن په نامه یو زندان چې دامریکا  په خاوره کې موقیعت لري د ګوانتانامو تر تړلو وروسته دیوه  اپشن په توګه هغو بندیانو ته ساتلی وو چې د امریکا له خاورې دباندي نیول کیږي او فدرالي اداره به یې څارنه کوي خو د اوبهاما اداره د امریکا په دننه کې د کانګرس او نورو سیاسي احزابو له فشارونو څخه ډیره ژر اغیزمنه کیدای شي او اوس اوبهاما د بګرام په  دننه کې د ګونتانامو د جوړولو مفکوره تر غور لاندي لري.