میرویس جلالزی
د افغانستان د ځواناتو د تکواندو لوبډلې اتل محمود حیدري د خپلو رقیبانوپه ماتولو سره د سرو زورومډال تر لاسه او اوس به د ۲۰۱۰ کال د تکواندو په سیالیو کې ګډون کوي.
محمود حیدري د مکزیک د تکواندو په سیالیو کې چې پکې د ۹۵ هیوادونو تکواندوکارانو برخه لرله د سرو زرو مډال په تر لاسه کولو د ۲۰۱۰ کال نړیوالو سیالیو ته لاره ومونده.
د المپیک د ملي کميټې ویاند عارف پیمان وویل چې محمود حیدري به د افغانستان بیرغ د ۲۰۱۰ کال د تکواندو په سیالیو کې وچت وساتي .