د بدو راته مخ دئ
دعا ګاني خو ډيري وسوې ، حلوا وي هم خيرات سوې؛ هر زيارت چي په مخه راتلئ لاس مو ورته پورته کاوه، د ګور مړي مو هم ننګولي دي. لنګرونه تل تاوده ساتو توري چرګي، مږونه مو په دروازو کي وروستل، د ډېرو پيرانو چټۍ مو اخستلي دي او د ډيرو نيکاونو د اروا په خوښۍ موصدقې او نظرانې ورکړي دي، د پسونو او غوايانو پر ذبح سربېره د انسانانوويني هم وبهېدلې. داوټول پدې خاطر، چي ګوندي مراد مو حاصل سي، له بلاوو خلاص سو او له سرو څخه مو آفات اوبليات لري کړه سي، مګر يوه دعا اوصدقه قبوله نسوه؛ بلاوي نه ورکي نه کمي سوې بلکي برالبي بلاوي لا پسي لنګيږي او نور چيچ باسي، نو لکه چي زموږ نيتونه خراب وو يامو دخيرات پيسې حرامي وې،چي يوې بلا دېرش نوري بلاګاني وزېږولې. که داسي زېږېدني جاري وي نو زما په خيال ودې خواته به دبلاوو زېږنتون جوړسي، ځکه مي نو پورته وويل چي ( دبلاوو) راته مخ دئ.
کراچي ۱/اګسټ/۲۰۰۵