اوښکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34145
محمد سميع صادق
دخبریدو نیټه : 2010-03-23

اې د خاموشو سترګو ګونګی احساسه!
 نه پوهيږم تا په کوم نامه زه ياد کم ...
يوه لنده عاطفه، يو وچ درد ، يو نم زخم...؟؟؟
 که د زړه د سکون زېری، يا د خوشالۍ په ميو مسته نشه،او يا د يادونو يوه خماره غزل،  که د ولولومقدس ديوان...؟؟؟
 او که يا هم د شکرذکر، د سبحان بيان ...څه دې وبولم؟
د ښايستې ليمې قلم يې..د مخ پر پاڼه د ژوند د ستم زمانې ليکې؟
شمع غوندې که دې بل پر سر اور دئ او قدم کې پتنګ ته د سوي زړګي افسانې ليکې؟
 بيا را روانه يې...
د بړاس د وريځې قطرې راو وره چې د زړه د خاوري تنده به  دي ايا په تا ماته سي...؟؟
بيا دي په سينه کې د غمو غټې غټې غوټی را اخيستي و نا معلوم،او فاني منزل ته روانه يې او تر شا په لنډو کرښو کې، په لنډو لنډو ﻻرګوټو کې پټ رازونه پرېږدې...خپل د بې وسۍ د قدمو چاپونه پريږدې...په دې يوه کرښه کې څومره سپېڅلي داستانونه پرېږدې....
ته د ټول جسم ترخه  پر دا وړوکو اوږو واخلې د سترګو د قدم څخه روانه سې،  باړخو له ناز او محبته ښکل کړې، و رپيدلو شونډانو ته نژدې پريشانه سې...د دې ځړېدلي مخ په هره ګونجه کي خپره سې، ستومانه سې،  پر هر قدم ویلې سې بيا هم ژر ژر د مرګي غيږي ته روانه سې...د دې تريخوالي سره ته هم قربانه سې...
څونه ښايسته سفر دي دئ ،نه ﻻر لرې نه منزل بيا هم پر دې بې منزله سفر ستنه يې...د انسان د جذباتو د بحر يوه خواخوږې څپه يې...خو دا بحر هېڅ ساحل نه لري ته بيا هم  د هيلو جنازې پر اوږو رااخيستي د ساحل پر لورستنه يې...
ځورېدلې زړګيه! خپل بې اوازه چيغي ته دي ښه رويبار ټاکلی دئ چې پيغام رسول يې اغاز دئ او سپارل يې فنا...
دا سفر دې څومره د سحر څخه ډک دئ، دا څنګه جادو ده چي يوه بې قدمه مسافره، يوه شله مسافره،  د سينې پر څکيدو د يوې څيرې ،د يوې ويرانې څيرې پر وچ دښت  روانه ده...
د سلګيو په تالنده کې ، پر بريښنا غوندې ځلاندي نازنيني څيرې يو باران غوندې د سترګو تر در د جسم د اسمانه څخه څوک يې ته ر ا اورې؟
ګرانې!ستا دا کوچنی وجود او دا د ژوند د غم انګار...يو ځل پر ورسه خپل په ټوله طاقت خپل په ټوله زور... په شيلو شيلو وجود د انګار  ور ایره کړه... روح يې ور دود کړه...زره زره يې په ځان کې قيد کړه فنا يې کړه ليري يې و بهيوه دا غمونه...
اې شهيدي ارزو ستا خپله هديره چيري خوښه ده ؟ څيري ګرېوان که د مغرور انسان قدم...ووايه خپل ځان چيري ښخوې؟؟؟
تا چې وينم بس دا مې زړه ته لوېږي :
چې دې وينم پوهيږم چې زړګی دئ خوږېدلی
خپل حال دي د ګونګي رويبار په ژبه را ليږلی