دخوړودوران
الله دانه اوهسته سوری کوی اوله مړې نه ژوندی اوله ژوندی نه مړی پیداکوی. (الانعام 95).
په دې آیت کې زموږ پاملرنه دخوړو دوران ته راړول کېږی چې دقرآن دنزول په وخت کې خلک پرې نه پوهېدل. کله چې یو ژوند ی جسم مری میکروبونه په چټکۍ سره هغه تجزیه کوی ، بیا دغه مړجسم په عضوی مالیکولونو اوخاورو بدلېږی. دغه لومړنی غذایی مواد لومړی نبات بیا ژوی اوانسانان جوړوی ، که چېرې دغه دوران نه وای دځمکې په سره به ژوند ناممکنه وای.
باکتریا دمنرالونو دجوړولو اودټولو ژوو اړین غذایی موادبرابروی .هغه حیوانات اونباتات چې په ژمی کې کنګل کېږی په ټول ژمی کې دباکتریاوو له لاری خپل دخوړو توکی برابروی. دژمی په بهیر کې باکتریاوې فضله مواد له حیواناتو اوانسانانو بېلوی اوهغه په منرالونو بدلوی. نوژووی ویده اوکنګل کېږی اوکله چې په پسرلی کې راویښ شی ، ډیرشمیر خوارکی توکی تیارشوی وی . نوڅرنګه چې موولیدل مړه جسمونه دژوو دتغذیی لپاره اړین دی. نو داآیت هم بل قرآنی علمی اعجاز ګنل کېږی.
په خوب کې دغوږونو فعالیت
بیا دڅو کلونو لپاره مو ددوی غوږونه بند کړل (الكهف 11).
ددې آیت مفهوم دادی چې هرکله دکهف اصحاب ویده شول ددوی غوږونه دالله (ج) له لوری وتړل شول څو چې غږ وانه وری . له دې نه چې دلته یواځې داوریدو حس باندې ټینګار شوی له ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی .
نویو څېړنو ښودلې چې دغوږو آخذه دخوب په وخت کې هم فعاله وی له همدې کبله دویښېدو لپاره له زنګ لرونکی ګړۍ څخه کاراخلو.
ددوی غوږونه یی بند کړل چې په کلوکلوهم له خوبه اوچت نه شی.
دخوب په وخت کې دخوځښت اهمیت
هغوی مو ويښ وګڼل په داسې حال کې چې هغوی ټول ویده وواوموږ هغوی پر ښی اړخ اوکیڼ اړخ اړول رااړول(الكهف 18).
دغه آیت د اصحب کهف په هکله دی چې درې سوه کاله دغره په یوه سوری کې ویده شوی وو. الله (ج) فرمایی چې هغوی یی ښی لوراوکین لورته اړول راړول ، ددې موضوع اهمیت په دې وروستیو کې موندل شوی دی.
څوک چې دډیر وخت لپاره په همدې وضیعت کې پاتې کېږی ډیری روغتیایی ستونزی به یی په برخه شی . لکه دوینی ددوران ناسموالی ، دبستر ټپ ، دوینې ټینګېدل ، اونور . کله چې یو څوک په دوامداره توګه په یوه حال پاتې شی هغه برخه رګونه یی چې بستر سره اړیکه لری کېښودل کېږی اوکیدای شی وتړل شی، چې په پایله کې اکسیجن اونور غذایی توکی نسج اوپوستکی ته نه رسېږی اودنسجونو دمړینې لامل ګرځی . لومړی به پوستکی له مېنځه ځی اوهرڅورمره چې دوام ومومی دپوستکی لاندې وازدې اوعضلې هم له مېنځه ځی . که چېر ې ددغو ټپونو درملنه ونه شی مکروب نیسی اوډیرې خطری رامینځته کوی اوآن چې دمړینې لامل ګرځی .
دهغو لپاره ډیره ښه روغتیایی وقایه دوضیعت بدلون ورکول دی . هغه ناروغان چې خپله خوځښت نه شی کولای باید دمرستندوی شخص له خوایی مرسته وشی اووروسته له هرو ددو ساعتونو له یوه اړخ نه بل اړخ ته واړول شی .
په شپه کې دخوځښت کمښت
اوشپه یی دسکون لپاره جوړه کړه(الانعام 96).
د "سکنا" عربی کلمه يعنی استراحت، دوقفې ،وخت, دشاته تګ اوآرامښت په مانا ده . څه ډول چې الله (ج) فرمایی شپه یی دآرام اواستراحت لپاره پیداکړې . په شپه کې د دميلاتونين Melatonin هورمون افرازېږی چې دبدن خوځښت دکراریدو، دستومانی داعصابو دآرامښت اوخوب لامل ګرځی . دخوب په وخت کې دزړه خوځښت اوسا کښل کرارېږی دوینی فشار کمېږی . سهار مهال ددغه هورمون افراز درېږی اودانسان بدن ته وېښیدل تنبیه کېږی.
دخوب په وخت کې دبدن عضلې خپلې مړې حجرې ترمیموی داځکه چې دخوب په وخت کې دانرژی مصرف لږ وی ، بدن انرژی ذخیره کوی . دمعافیتی سیستم اودبدن دودې ډیر شمېرهورمونونه هم په شپه کې افرازېږی .
دبېخوبی له کبله دمعافیت سیستم کمزوری کېږی اوشخص په آسانی سره ناروغه کېږی . که څوک پرله پسې دوه شپې ویده نه شی ښه تمرکز نه شی کولای اوډېرې تیروتنې کوی، که څوک درې شپې پرله پسې ویده نه شی ښه فکر نه شی کولای اوخیالاتی کېږی.
(Hallucination يعنی داسې څه وینی اواوری چې اصلاًشتون نه لری ).
شپه دانسانانو اونورو ژوو لپاره داستراحت وخت وی . الله (ج) داچې شپه دآرامښت لپاره پیداکړې ده اوډیر فعالیتونه په دې وخت کې کمېږی نو ځکه دې مسالې ته اشاره کوی. په داسې حال کې چې موږ په سترګو ډیر داسې بدلون نه شو لیدلای ، دبېلګې په ډول دفوتو سنتېز عملیه په نباتاتو کې چې دلمر په راوتو سره پیلېږی . دشپې له خوا تودوخه کمېږی نباتات خولې نه کوی اواستراحت کوی . که شپه نه شی ډیر نباتات به ومری یعنی داچې شپه دنباتاتولپاره هم داستراحت اودځواک دنوی کولو وخت وی.
دمالیکولونو فعالیت هم دشپې له خوا کمېږی ، دلمر وړانګې دروځې دمالیکولونو اواتومونو دفعالیت لامل ګرځی. په تیاره کې مالیکول اواتوم لږه انرژی لری اودوړانګو په له لاسه ورکولو پیل کوی.
په لوړو سیموکې دسینې انقباض
انسانان دژوند لپاره داکسیجن اودهوا فشارته اړتیا لری. له هوانه داکسیجن اخستل اودهغه رسول هوایی کېسوته په سږو کې صورت نیسی . څومره چې دیوې سیمې لوړوالی ډیر وی دهوا فشار هلته کمېږی ، له همدې کبله ساه ایستل ستونزمن کېږی اوینې ته داکسیجن رسېدل کمېږی. دسږو هوایی کېسې انقباض کوی اوتنګېږی اوموږ داسې فکر کوو چې سا نه شو اخستلای . که چېرې دبدن داړتیا لپاره دوینې داکسېجن کچه لږه وی بېلابېلې نښې په انسان کې لکه ستومانتیا، دسردرد، ګنګستوب، زړه بدوالی پیداکېږی اوناسم قضاوت له انسان نه سروهی . کله چې یوټاکلی لوړوالی ته ورسېږو په دې صورت کې دسا اخستل ناممکنه کېږی له همدې کبله په ډیرو لوړو ځایو کې داکسیجن کڅوړې اوماسک ته اړتیالرو. دسمندر له سطحې نه پنځو نه تر اووه نیم مترو پوری که څوک پورته ولاړشی دساایستلو دستونزو له کبله کیدای شی دکوما حالت پرې راشی. له همدې کبله په الوتکو کې داکسیجن کڅوړی وی دغه راز په الوتوکو کې داسې وسیلې شته چې فشار کنټرولوی .کله چې انساجو ته اکسیجن ونه رسېږی دې حالت ته انوکسیا Anoxia وایی. د اکسیجن کموالی له درې زره نه تر څلورنیم زره متره لوړوالی نه پیلېږی، ویل کېږی چې په دې لوړوالی کې انسان شعور له لاسه ورکوی. پوهانو دغه حقیقتونه اوس موندلی چې په لاندې آیت کې روښانه شوی.
هرڅوک چې وغواړی لارورکی یی کړی دهغه سینه تنګوی اونیسی یی داسې لکه چې دآسمان په لوری پورته کېږی(الانعام 125).
اوموږ دابېلګې ددې لپاره خلکوته وایو خو پرته له پوهانو نورڅوک په هغه کې فکر نه کوی (العنكبوت 43).
دقرآن وړاندوېنې
دقرآن بل اعجاز دهغو پېښو وړاندوینه ده چې کټ مټ پېښې شوی دی چې بېلګې یی دادی:
د روم بری
دقرآن کریم په دوهم سورت کې دختیز روم بری ددې کتاب یوه وړاندوینه ده.
روم ماته وخوړه په ډیره ټیټه ځمکه کې ، اوهغوی به وروسته له دې ماتې نه له درېو نه تر نهوکلوپه موده کې بریالی شی (الروم 1-4).
دغه آیت په زېږدیز ۶۲۰ کال کې نازل شو یعنې وروسته دختیزروم ( ننۍ استانبول یا قسطنطنیه ) دعیسویانو له ماتې نه چې دپارسیانو له لوری یی وخوړه. کله چې رومیانو په زېږدیز ۶۱۳ کال په انتيوچ کې ماته وخوړه پارسیانو شام, سيليسيا, تارسوس, آرمينه او بيت المقدس ترلاسه کړل. په تیره بیا دبیت المقدس له لاسه ورکول او دصلیب له مېنځه تلل رومیانو ته ډیر ستونزمن تمام شول. برسېره پردې پارسیانو، آوارانو، سلاوانو لمباردانو هم دروم امپراطوری ګواښوله ، له وخت نه په ګتې آوران دقسطنطنیې دیوالونو ته ورسیدل ، امپراتور هيراکليوس فرمان ورکړ څو چې دکلیسا ګانو دټولو سرو اوسپینو زرو نه پیسې جوړې کړی چی لښکرته ورکړشی، له دې نه چې داپیسې کافی نه وی دژېړو پیسې هم جوړې شوی . ډیرو والیانو دهراکلیوس پرضد پاڅون وکړ اونږدې وو چې قسطنطنیه سقوط وکړی . عراق, سوريه, مصر, ارمنيه , فلسطين او سليسيا ټول دامپراطوری دله مېنځه وړلو په سوچ کې وو. خو قرآ ن وړاندوېنه وکړه چې له دریو نه ترنهو کلونو پورې به روم بیا بریالی شی. خو دعربو مشرکینو دانه منله چې داوړاندوینه به سمه وی اوحقیقت به شی. په ۶۲۲ز کال کې هيراکليوس دپارس په وړاندې بریالیتوبونه ترلاسه کړل او ارمنيه یی ونیوله د۶۲۷ زېدیز کال په وروستیو کې دواړه لښکر ددجلې دسیند په ختیزه برخه کې بغداد ته نږدې په جګړه اخته شول، داځل هم پارسیانو ماته وخوړه اوڅو میاشتی وروسته پارسیانو له رومیانو سره سوله وکړه اوپه زورسره خپل هیواد ته ستانه شول.
په کال ۶۳۰ز کې دپارس دخسروپاچا په ماتې سره اودبیت المقدس په بیانیولو اودصلیب په لاسته راوړو سره په پارس باندې دروم بری په حقیقت بدل شواوڅه ډول چې قرآن وړاندوینه کړې وه له دریو نه ترنهوکلونوپوری روم په پارس غالب شو.
بل اعجاز لرونکی ټکی په دې آیت کې یو جغرافیایی مثل دی چې دهغه وخت پوهې سره د اټکل وړنه وه . رومیانو دځمکې په ډیره ټیټه برخه کې ماته وخوړه.
"ادنی الارض" په ډيرو تفسیرونو کې نږدې ژباړل شوی په داسې حالی کې چې اصلی مانای یی دځمکې ډیره ټیټه برخه ده . مفسرینو دجګړې دسیمی نږدې والی دعربو دژوندانه له سیمې سره په پام کې نیولی . حقیقت په دې کې دې چې جګړه په بحر ميت کې په کال ۶۱۳ – ۶۱۴ ز کې پېښه شوې . دغه سیمه ۳۳۹ متره دسمندر له سطحې نه ټیټه ده اودځمکې پر سر ډیره ټیټه وچه ده . دبیت المقدس ښار هم دهمدی بحرالمیت سره نږدې دی . جګړه دسوریې، فلسطین او اردن دتقاطع په ځای کی شوې اودځمکې ددې سیمې ډیر ټيټ والی یواځې اوس اوس دپرمختللو وسیلو له لاری تثبیت شوی اوهغه وخت یی په قران کې ذکر ددې الهی کلام یوه بله معجزه ده.
دفرعون دبدن ساتنه
څه ډول چې پوهېږو دمصر فرعون دخدایی دعوه درلوده ، او حضرت موسی (ع) چې د الله(ج) بنده ګۍ ته یی خلک رابلل ترګواښ اوتیری لاندې ونیو. اودې حال ترهغه وخته دوام وموند چې فرعون ډوبېدوه ته نږدې شوی ؤ. چې په دې وخت کې یی دفعتا" په الله(ج) ايمان راوړ اودخپل خلاصون دعایی وکړه ، خو دده توبه دمړینې په وخت کې قبوله نه شوه الله(ج) ده ته په خطاب کې وویل:
له نن نه ( وروسته له ډوبېدو) ستا بدن دخلکو دعبرت لپاره ساتو (يونس 92).
دغه معلومات چې دفرعون جسد به وساتل شی دې ته اشاره ده چې دده جسد به نه خرابېږی . ددغه ظالم حاکم جسد وروسته له ډوبېدو ساحل ته ورسېد اومصریانو هغه مومیایی کړ دغه جسد اوس هم دقاهرې په موزیم کې دخلکو دعبرت لپاره شته اوساتل کېږی.
دمکې فتح
البته الله(ج) دخپل رسول خوب ريښتیا کړ که الله غوښتې وی مسجدالحرام ته به په امن سره ننوځی په داسې حال کې چې ( دحج لپاره) به سرونه وخرییی اویا به یی لنډ کړی له ډاره پرته. . الله(ج) پوهېږی په هغه څه چې تاسو نه پوهېږی برسېره پردې به ډیره ژر بل بری هم ولری (الفتح 27).
یو شپه حضرت محمد(ص) خوب ولید چې مؤمنان مکې ته ننوځی اودمسجدالحرام په شاوخوا راګرځی . سهار یی خپل دغه خوب مهاجرو ته ووایه. وروسته دغه آیت نازل شو او ډاډ ورکړ شو چې خوب به یی په حقیقت بدل شی . هغه وخت لا مکه نه وه فتح شوې چې وروسته له هغه په لږه موده کې دحدیبیی سوله اودمکې فتح وشوه اومؤمنان مسجدالحرام ته ننوتل . الله (ج) وښوده چې دا دده اراده وه چې رسول دخدای خوب ولید.
که چېرې ځیر شو دابه ومومو چې په دې آیت کې یوې بلې فتحې ته چې مخکې دمکې له فتح به واقع شی هم اشاره شوې اودا دخیبر فتح ده چې ډیر ژر وروسته دمکې له فتحې وشوه. هغه وخت خیبرکلا دیهودانو په واک کې وه چې ترې آزاده شوه.
حضرت محمد (ص) په زېږدیز ۶۳۰ کال کې مکه فتح کړه اودوه کاله وروسته ټولو کفارو مکه خوشې کړه څه ډول چې الله (ج) فرمایلی وو.مهم ټکۍ دلته دی چې کله محمد (ص) ددې سوبې زېری مسلمانانو ته ورکړ، حالات داسې وو چې هیچا داباورو نه درلود چې مسلمانان به دومره ژر مکې ته ننوځی اوهغه به فتح کړی اوان ځینې مسلمانان چې مذبذبه ول ددې وړاند وینې په وړاندې یی شک وکړ. خو بیاهم حضرت محمد(ص) هغوی ته کومه پاملرنه ونه کړه اوالهی وحیه یی ټولو ته تبلیغ کړه . الله(ج) خپلې خبرې په عملی توګه تایید کړې اوبری ډیر ژر راغی.
دبنی اسراییلو قوم به ډیر کبرجن شی
اوپه کتاب کې موبنی اسراییلوو ته خبرورکړو چې تاسو به دوه ځلې په ځمکه کې فساد ته پاڅېږی اوکبر اوسرکښی به کوی . کله چې لومړنی پړاو راشی کلک جګړه مار اوځواکمن بنده ګان به تاسو ته راپاڅوو څو چې ستاسې کورونه هم ولټوی اوزموږ وعده هرومرو ترسره کیدونکې ده . اوبیا تاسو دهغوی په لور راګرځوو اوپه ډیرو مالونو اواولادونو سره به ستاسو مرسته وکړو اوستاسو شمېر به ډېر کړو. (الاسراء 4-6)
په دې آیتونو کې فرمایی چې بنی اسراییل به دوه ځلې دفساد لامل شی چې هرځل به ډیر متکبره اوسرکښه شی .ا والله (ج) به ځواکمنه قوه ددوی پرضد راواستوی . لومړی ځل کله چې یهودانو يحيی (ع) وواژه اوزیار یی وایست چې عيسی (ع) هم ووژنی ډیر کبرجن شول .خو بیا ژر په ۷۰ زیږدیز کال کې رومیانو هغوی له بيت المقدس نه وویستل اووروسته له هغه یهودان په ټوله نړی کې تیت اوپرک اوسرګردانه شول .
ددغو آیتونو دنزول په وخت کې یهودان په بېلابېلاو سیمو کې په ډیرې خوارۍ سره ژوند کاوه له ځانه یی کوم هیواد نه درلود. الله (ج) بنی اسرائيلوته وویل چې یو ځل بیا به خپل ځواک اوتکبر ترلاسه کړی په هغه وخت کې چا دافکر نه کاوه چې داکار به ترسره شی.
وروسته له څو سوه کلونو په ۱۹۴۸ زېږدیز کال کې یهودان فلسطین ته راوګرځېدل اوداسراییلو دولت یی جوړ کړ . نن اسراییل ډیرپوځی اواقتصادی ځواک لری اوپه ډېر کبر سره یی مسلمانان اوعیسویان ځورولی . دا دبنی اسراییلو دفساد دوهمه دوره ده.
نوهغه وخت کله چې هېچا هم فکر نه کاوه دبنی اسراییلو قوم په داسې حال کې چې ډیر کبرجن شوی وو اوپه ځمکه کې یی فساد خور کړی وو خدای خوار اوذلیل کړ، اودادی اوس یی په تیره سلیزه کې بیا ځواک وموند اودځمکی پرسر دفساد دخورلو سرچینه شو.
«خدای پاک قادر دی چی داسراییلو اوسنی کبر اوفساد ته هم داسې قوم راپاڅوی څه ډول یی چې پخوا راپاڅولی وو اودوی به انشاالله بیرته خوار اوذلیل کړی اوځمکه به ددوی له شر څخه پاکه کړی». ژباړن.
خلایی څېړنې
دانسانانو له خوا خلایی څېړنو هغه وخت پراختیا وموندله چې دلومړی ځل لپاره روسی پیلوټ یوری ګاګارین دسپوتنیک مصنوعی سپوږمګی له لاری د۱۹۵۷ کال داکتوبر په څلورمه نېټه دځمکې له فضا نه ووت . ورپسې " امریکایی نيل آرمسترانگ لومړی انسان وو چې د۱۹۶۹ز کال دجولای شلمه نېټه یی دسپوږمۍ په کره قدم کېښود. په داسې حال کې چې الله (ج) دغه پرمختګ له وړاندی په قرآن کریم کې یادکړی وو.
ای پیریانو اوانسانانو که کولای شی دآسمانونو اوځمکې چاپیریال ته نفوذ وکړی ، نفوذ نه شی کولای مګر په یوه ښکاره صلاحیت سره (الرحمن 33).
دسلطان کلمه چې په ښکاره صلاحیت ژباړل شوی دقوې، ځواک، قانون، تګلوری، بهروتلو، استدلال، ثابتولو، حاکمیت اوسلطنت په ماناهم دی.
په دقیقی مطالعې سره پردې پوهېږو چې په دې آیت کې دځمکې اوآسمانونو په لور پرمختګ ته اشاره شوې خو په هغه صورت کې چې ښه ځواک به لری. اودغه ځواک همدغه ننی ټکنالوژی ده چې پوهان یی توانولی چې دځمکې په مینځ اوخلاکې نفوذ وکړی.
دسپوږمۍ سفر
قسم په سپوږمۍ، کله چې تمامه شی.پړاوپه پړاو به پورته شی (الانشقاق 18-19).
دسپوږمۍ له یادښت نه وروسته دپړاوپه پړاو پورته تلو یادونه شوې د "ترکبن" کلمه له مراکبې نه دپورته کیدو، ګام پورته کولو، تعقیب، سورېدو، یوځای کیدو اوحاکمیت په مانا ده، ددې ماناو په رڼا کې امکان لری چې ددې آیت موخه دسوریدواولېږد واسطه وی.
دخلاوهلو واسطه هم پړاو په پړاو دځمکې دچاپیریال له پوړونو نه تیره شوه او دسپوږمی دجاذبې ساحې ته ورسېده. اوبیا دڅو پوړونو په وهلو سره سپوږمۍ ته ورسېده.
اوپه سپوږمۍ قسم یادول پردې ټکی ټینګار کوی یعنې چې دا آیتونه کیدای شی دسپوږمۍ پرلورسفر ته اشاره وکړی.
پروفيسر آرمسترانگ لومړنۍ امیریکانی خلاوهونکی چې پرسپوږمۍ یی پل کېښود وایی: په یقین سره داموضوع دساینس له اړخه ډیره ستونزمنه ده چې بیان شی ، هغه څه چې موږ ولیدل له هغه څه نه ډیر اوچت دی چې یو عادی سړی وکولای پرهغه پوه شی اوڅه پرې ولیکی.
دلېږد رالېږدعصری وسایل
آس اوکچره اوخر یی تاسوته دتجمل اوسورېدولپاره اونورشیان چې تاسو پرې نه پوهېږی خلق کړی دی. (النحل 8).
دغه آیت جوتوی چې له یادوشوو څارویو برسېره دلېږد رالېږد نوروسایل چې دهغه وخت خلک پرې نه پوهېدل لکه موټر، الوتکه اونوروته هم اشاره شوې . دغه بل آیت هم کیدای شی مدرنودلېږد رالېږد وسایلو لکه کښتۍ ته په کې اشاره شوې وی:
نورې نښې ددوی لپاره دادی چې دانسان نژاد مو په کښتیوکې ولېږداوه اوهم مودهغو غوندې نور دلېږد وسایل پیداکړل (يس 41-42).
دالوتکې ټکنالوژی
اوسلیمان ته مو ددې توان ورکړ چې له چټک باد سره چې دده په واکی ده دځمکې لورته حرکت وکړی اوهغه مو مبارک وګرځاوه. (الانبيا 81).
څه ډول چې آیت روښانوی الله (ج)سليمان (ع) ته داتوان ورکړ چې له باد نه په خپل واک کې دلېږد رالېږد دوسیلې په توګه کارواخلی اوپه زیات ګومان له باد څخه دسلیمان (ع) دغه ګټه اخستنه دالوتکې دجوړولو لپاره اشاره ده.
اوباد مو دسلیمان په واک کې ورکړچې دیوې میاشتې سفر په سهارکې اویو یومیاشتنی سفر په مازدیګر کې ووهی (سبا 12).
یو میاشتنی سفر په سهار کې اویو یو میاشتنې سفر مازدیګر مهال دسلمیان (ع) ډیر چټک تګ ته اشاره ده ، په همدې توګه دغسې سفرونه نن دالوتکې له لارې چې دباد دقوی پراساس کارکوی په چټکۍ سره ممکن دی (والله اعلم).په ډیره ګومان سره پورتنی آیتونه دانسان له لارې دالوتکې اختراع ته اشاره کوی.
دتصویر لېږد
اوهغه څوک چې په علم اوکتاب باندې پوه ؤ ویی ویل چې زه هغه ( دسبادملکې تخت) مخکې له هغه چې ستا سترګې راوګرځی راوړم (النمل 40).
څوک چې پوه ؤ سليمان (ع) ته یی وویل چې دسبا ملکې تخت ډیر ژر دسترګو په رپ کې راوړم . دغه موضوع کیدای شی دتصویر لېږد ته اشاره وکړی چې پرنننیو وسایلو یی کولای شو ترسره کړو.
نن هرلیک ، تصویراوفلم کولای شو دانترنت تلویزیون اوفاکس له لارې دڅو ثانیو په موده کې ولېږدوو اوددری بعدی تصویر لېږد هم دانترنت له لارې شونی دی.
پوهان په دی اند دی چې په راتلونکې کې به داتومونو ، مالیکولونو اوجسمونو لېږد هم ممکن شی . دا کیداشی داسې وشی چې دجسم ځانګړنې له یو ځای نه بل ځای ته واخستل شی اوبل ځای ته ولېږدول شی اوهلته به بیاوورغول شی . ددغې ټکنالوژی په بری سره به دلېږد لپاره زمان اومکان کومه مانع نه وی اوهرڅه به دڅو شېبو په موده کې هرځای ته ولېږدول شی.
په کال ۱۹۹۸ کې اروپایی پوهان اودکالفورنیا دټکنالوژی انستیتوت په دې وتوانېدل چې یو فوتون ولېږدوی . پوهان داتومی جوړښت په مطالعې سره دیو فوتون کاپی جوړه کړه اویو متری واټن ته یی ولېږدوله . دغه راز پنگ کوی لام داسترالیا دپوهنتون غړی وکولای شول چې دلایزر وړانګۍ ځای ته بدلون ورکړی. اودڅو مترو په واټن کې یی تجزیه اوبیایی جوړه کړی. پنگ کوی لام وایی: "تراوسه نه دی توانیدلی چې جسمونه پر اتومونو تجزیه کړی اوبل ځای ته یی ولېږدوی خو دغه کار به په راتلونکې کې شونی شی."
موږ خپلې نښې په افاق اوانفس کې ددنیا ښکاره کوو څو چې خلکو ته ښکاره شی چې ټول پرحقه دی (فصلت 53).
دغه ټکنالوژی دهغو شیانو یوه برخه ده چې قرآن بیان کړې اودغه ټول دقرآن اعجاز دی.
دبوی لېږد
ځکه چې کاروان له (مصرنه ) بهرراغی پلاریی يعقوب (ع) وویل: زه دیوسف بوی مومم اوتاسو زما عقل کمزوری ګنی (يوسف 94).
پوهان په دې باوردی چې دتصویر په څېر دبوی لېږد هم لرو ځایو نو ته ممکن دی . ديوسف (ع) پلار وایی چې دیوسف بوی له بل ښارنه ماته رارسېږی ، پوهان وایی لکه دری بعدی تصویر په شان دبوی لېږدول هم امکان لری په همدې خاطر دغه آیت د پرمختللی تکنالوژۍ وړاندوینه کوی
لکه زموږ نورحواس بوی هم په دماغ کې جوړېږی اوهمدلته یی تشخیص کېږی . دبېلګې په ډول دلیمو دپوستکی مالیکولونه پوزې ته رسېږی اودپوزې آخذه تحریکوی . دغه آخذې معلومات په الکترونیک ډول دماغ ته لېږدوی خو خپله دلیمو مالیکول دماغ ته نه ننوځی .بناپردې پوهان عقیده لری چې دغه ډول الکترونیکی معلومات په مصنوعی ډول هم جوړیدلای شی . یعنی دالکترونیکی پوزې دجوړیدو امکان په نږدې راتلونکې کې شونی دی.
دمسلکی کسانو پوزې تر لسو زرو ډولونو پورې بویونه احساسوی . مسلکی عطر جوړونکې دیوې کیمیاوی مادې په بویولو سل ډوله جزونه یی پېژندلای شی ، دانسان په پوزه کې دغه ډول خارق العاده جوړښت پوهان دې ته هڅولی دی چې له هغه سره یوه مشابه آله جوړه کړی.
دانسان دپوزې آخذې له پروتینو نه جوړې شوی. الکترونیکه پوزه دکیمیاوی آخذې درولودونکی وی، هره آخذه یواځې یو ډول بوی اخستلای شی ، نو هرڅومره چې ددغې پوزې تشخیصیه قوه ډیره مصنوعی شی ، ډیروآخذوته اړتیا لری اوبیه یی هم ګرانېږی. آخذو ته رسیدونکې علامې په الکترونیکی کود بدلېږی اوکمپیوتر ته لېږدول کېږی .
دعصبی تارونو معادل الکترونيک سيستم دپوزې اودماغ ترمنځ وی اوکمپیوتر ددماغ دنده ترسره کوی . کمپیوتر داسې تنظیم شوی چې معلومات اخلی اواخستل شوی کودونه تعبیروی. الکترونیکه پوزه ددرمل جوړولو، خوراکی توکو، عصرونو، اوکیمیاوی صنایعو دجوړولو لپاره په کارېږی.
له برېښنا نه ګټه
اودده لپاره مو دویلې شوو مسوچینه جاری کړه (سبا 12).
دالله (ج) یو ستر نعمت دسلیمان (ع) لپاره دویلې شوو مسو چینه وه ، اودا په څو مانا ګانو تعبیریدلای شی . له ویلې شوو مسونه منظور چې روان وی کیدای شی دبرېښنا ټکنالوژی وی ، مس دبرېښنا اوتودوخې ډیر ښه لېږدونکی دی بنا پردې دبريښنایی صنایعو بنسټ جوړوی اودجاری کولو اشاره کیدای شی دبرېښنا په مزو کې دبرېښنا بهیر ته اشاره وی. (والله اعلم).
دارتيزن څاه
او موسی (ع) ته مووحی وکړه چې په خپله لکړه ډبره ووهه بیا دولس چېنې ترې وبهېدې (الاعراف 160).
دموسی (ع) قوم له ده نه اوبه وغوښتلې اوپه دې توګه دوی ته دڅښاک اوبه تیارې شولې اودا هغه خلک وو چې داوبو له کمښت سره مخامخ ول.
داوبو قحطى اوس هم شته یو میلیارده خلک روغتیایی اوبو ته لاس رسی نه لری. اودوه نیم میلیارده خلک پرته له مناسب تشنابه ژوند تیروی ، داسې اټکل کېږی چې په دوه زره پنځه ویشتم زیږدیز کال کې به پنځه میلیارده خلک داوبو له کمښت سره مخامخ شی. هرکال دولس میلیونه خلک دابو دکمښت له کبله مړه کېږی دهغو له ډلې نه دری میلیونه یی هغه ماشومان دی چې دککړو اوبو دکارونې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوی.
دځمکې لاندې اوبه دلویو ذخیرو په توګه ۹۰ په سلوکې داوبو زېرمې جوړوی له دې کبله ډېرې مهمی دی اودنړۍ ددوومیلیاردو انسانانو اړتیاوې پوره کوی . په منځنۍ توګه په امریکا کې پنځوس په سلوکې په ښارونو اوپنځه نوی په سلوکې په کلیو کې دڅښاک اوبه دځمکې لاندې سرچینو څخه لاسته راځی ، برسېره پردې ددې اوبو له طبیعی حرارت نه ګټه اخستنه د تودوخې دانرژۍ لګښت راکموی.
کله چې اوبه خاورته جذبېږی داسې ځای ته رسېږی چې نور ښکته نه شی تلای هلته سره ټولېږی اوداوبو زیرمې جوړوی . دغه اوبه د ارتيزين Artesian څاه له لارې دځمکې سرته رسېږی ، دارتېزن چینې درسوبې ډبرو له لارې چې دځمکې لاندې اوبه زېرمه کوی جوړېږی.
دا حقیقت چې دارتیزن څاه ګانې له ډبرینو سمیو نه لاسته راځی دقرآن آیت په دې اړوند ورته مطلب بیانوی . کله چې الله (ج) موسى(ع) ته امر وکړ چې خپله لکړه په ډبره ووهه داوبو دلاسته راوړلو دې طریقې ته اشاره ده (و الله اعلم). د اضرب کلمه دوهلو ، پورته کولو اوخلاصولو په ماناده. نو ددې آیت مانا داهم کیدای شی چې اوبه کولای شی دلکړې له لارې دډبرې په اوچتولو سره جاری شوې. اواوبه په فشار سره دباندې راووتې ( دانجست کلمه ) دانجست دتوییدو، بهیدو، جاری کیدو په مانا ده چې دارتېزن څاه کې هم همدا ډول بهیرسرته رسېږی. کله چې پوره فشاروی اوبه پرته داوبو له پمپه بهیږی.
مهم ټکی دادی چې په اوسنی عصر کې داوبو دکمښت دمخنیوی لپاره دځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخستل کېږی اوګټوره لاره یی همدا دارتیزن څاه ده یعنی موږ په داسې حال کې چې نه پوهېږو دموسی (ع) په طریقه روان یو.داعراف دسورې ۱۶۰ آیت دارتیزن څاه ته اشاره لری چې په کال ۱۱۲۶ زېږدیز کې لومړی ځل په فرانسه کې له هغه نه ګټه واخستل شوه.