میرویس جلالزی
د بامیان ولایت د بابا د غرونو په څوکو او لمنو کې د سکې په زړه پوري ننداري تر سره شوې.
په دغو نندارو کې افغان او امریکايي سکي وهونکو برخه درلوده.
دغه نندارې د نوروز د رارسیدو په ویاړ د جوکار، جوزري، ارګاش او اهنګرانو په ګډون د بابا د غرونو په یو شمیر ارتفاعاتو کې تر سره شوي.
افغان سکي وهونکي هارون کارګر وویل چې د بامیانو دغه ارتفاعات د سکي وهلو لپاره ډیر مناسب دي او دغلته د امنیتي ستونزو د نه شتون په سبب دیر سیلانیان را مات شوي دي.