انسان هميشه په خساره كښې دى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34305
فضل الله رشتين
دخبریدو نیټه : 2010-03-28


والعصر (1) إن الإنسان  لفي خسر (2) إلاالذين آمنوا و عملو ا الصالحات و تواصو ا بالحق و تواصوا بالصبر (3) .( سورت العصر )
ترجمه : په زمانې باندې قسم دى !  بې له شكه چې انسان په خساره كښې دى  بغير له هغو كسانو نه چې ايمان يې راوړی دى او نيك كارونه يې كړي وي او يو بل ته يې (   د ايمان اود صالحه اعمالو  ) نصيت  كړى وي  او يو بل ته  يې د صبر تلقين وركړى وي.

شرح :  د قران پاك پورتنئ سوره  ډيره اهمه او عظيمه سوره ده . كه يو مسلمان  دغه سوره په غوره سره ولولي او ورباندې عمل وكړي نو  د هغه د پاره همدا سوره كافي ده.

خداى پاك په پورتني سوره كښې   فرمايلي چې  په زمانې قسم  دى چې په دى دنيا كښې ټول انسانان يعنې ټول خلك په خساره كښې دي  ، زمانه درې ډوله ده يوه د ماضي زمانه ده ، يوه حاضره زمانه ده او دريمه راتلونكې زمانه ده ، د خداى پاك اشاره دې خبرې ته ده چې انسان په خساره كښې ؤ ، انسان په خساره كښې دى او انسان به په خساره كښې وي يعنې انسان په هر زمان كښې په خساره كښې دى.  خو صرف هغه  خلك له  خسارې نه په امان كښې دي چې دا لاندني څلور  صفتنونه ولري.

(1) (2)  په الله پلك باندې پوخ ايمان او ددغه ايمان  سره سم عمل كول. له ايمان سره عمل په كار دى ، چې سړى ايمان ولري او عمل ورسره مل نه وي نو له هغه ايمان څخه څه ګټه نشته.  ايمان او عمل له يو بل سره پوخ تړون لري يعنې د يوبل لازم او ملزوم دي. د ايمان تصديق په عمل سره كيږي او د عمل د قبوليت د پاره ايمان  لازمي دى.  خداى پاك د قران عظيم الشان   په ډيرو  آيتونو كښې  د ايمان او عمل  ذكر په يو ځاى  سره  كړى دى  په سورت البقره كښې فرمايي :
و الذين آمنوا و عملوالصالحات  اولئك اصحب الجنة . هم فيها خلدون (82)
هغه كسان  چې مومنان دي يعنې ايمان يى راوړى دى  او نيك اعمال يې  سرته رسولي دي ، همدغه كسان جنتيان  دي  او دوي به  دتل دپاره  په جنت كښې وي.

  د انسان ژوندون جوړيږي  په   ايمان    او    په عمل  
له ايمان   سره عمل وكړه   چې نصيب دى شي جنت

3- د حق وصيت : د ايمان او عمل نه پس  د امت اساسي دنده    ايمان او عمل ته  د خلكو  دعوت كول دي . په خداى پاك باندې ايمان لرل ، د خداى په وحدانيت ، د خداى په  انبياؤ ، د خداى پاك په كتابونو ، د خداى پاك په فرشتو باندې  ايمان لرل او د خداى  اوامر پرځاى كول او ورباندې عمل كول  دا ټول هر څه  حق ګڼل كيږي .

يو مومن په دې پوهيږي چې خداى حق دى ، د خداى وعده حق ده ، د خداى رسول حق دى ، د خداى ملاقات حق دى ، فرشتې حق دي ، نبيان حق دي ، جنت حق دى ، جهنم حق دى . يو مومن حق ته كوري او هغسې عمل كوي .

د حق كلمه ډيره ستره كلمه ده . په يو مسلمان بنده باندې ډير حقونه دي چې بايد هغه ومني او هغه ادا كړي . د خداى حق ، د رسول حق ، د مور او پلار حق ، د ميرمن حق ، د ورور حق ، د خور حق ، ددوست حق ، د وطن حق ، د همسايه حق ، د غريب حق ، د   

د مشر حق ، د كشر حق  او داسې نور ډير حقونه . ټولنه هم په مومن باندې حقونه لري. د يو مومن  مسلمان  دنده دا ده چې په ټولنه كښې د ټولنې د اصلاح  او خير ښيګڼې د پاره هم  په فكر كښې وسي  ،  د ټولنې د اصلاح  په كار كښې ه دلچسپي واخلي او په دې ډول هغه حق پر ځاى كړي كوم چې  د خداى  له طرف نه په ده باندې پور دى.

 4- د صبر وصيت :   د اصلاح او دعوت كار ډير ستونزمن او  سخت دى . دا كار صبر او حوصله غواړي .  د  حق په ځاى كول هم كوم آسان كار نه دى . داكار  هم صبر غواړي او حوصله غواړي.  يو زوى كه د خپل پلار  حق نه پر ځاى كوي او تل يې  نافرماني كوي نو د پلار د پاره بغير له دې چې  له صبر نه كار واخلي  بله چاره نشته . كه دا پلار له صبر نه كار وانخلي ،  نو كيداى شي  د زوي او پلار تر منځ  نورې ستونزې پيدا شي. كه يو څوك د چايو ګرمه پياله خولې ته نيسي نو خوله به يې وسوزي خو كه لږ صبر وكړي چې   چاى لږه يخه شي  او بيا يې وڅښي نو خوله به يې له سوزيدو په امان كښې پاتې شي.

صبر ډير ښه شى دى. إن الله مع الصابرين . خداى پاك له هغه چا سره دى چې صابرين  يعنې صبر كوونكي دي. په هر كار كښې له صبر نه كار اخيستل د عاقلانو كار دى . له بې صبرې او تلوار څخه كار اخيستل د بې عقلانو كار دى. يو متل دى چې وايي د صبر ميوه خوږه وي .  څوك چې خامه ميوه له ونې نه راشكوي او هغه خوري نو په هغه ويوه كښې نه خوند وي او نه مزه خو که صبر وكړي چې دا ميوه پخه شي او بيا يې وشكوي  او ويې خوري نو په خوند او مزه به يې پوه شي.  
په كوم چا كښې چې يورتني څلور صفتونه  ( ايمان ، نيك اعمال ، حق او صبر ) وي نو په حقيقت كښې هغه يو كامياب انسان   ګڼل كيږي او كه دا صفات پكښې نه وي نو هغه  انسان  تل په خساره كښې دى.

و من الله التوفيق