غلام جيلاني ځواك:
داسي ښكاري چي د مولانا فضل الرحمن څرګندونو دپاكستان حكومت او پخپله پرويز مشرف په يو دوه لار كي ودرولي . د پاكستان په پارلمان كي د اپوزيسيون او د جميعت العلماي اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي دي چي اوس هم ترهګران د وزيرستان له لاري افغانستان ته ليږدول كيږي او دمانسهري په پوځي كمپونوكي روزل كيږي.
سره دي چي د ترهګري سره په جګړه كي د پاكستان د دوه مخيو په هكله دا كومه لومړني څرګندونه نده چي پاكستاني سياستوال يي كوي، خو د مولانا فضل الرحمن خبره بيله ده، فضل الرحمن نه يواځي دا چي د پاكستان په پارلمان كي د اپوزيسيون او د جميعت العلماي اسلام د ډلي مشردي، دپيل نه تر اوسه په افغانستان كي د آيي ايس آيي د طالبانود پروژي تطبيقونكي هم دي. پاكستان په آساني كولاي شي چي د احمد رشيد او يا د پښتونخواه د ځينو وطنپالو سياستوالو دا رنګ څرګندوني رد كړي خو دمولانا فضل الرحمن څرګندوني چي د طالبانو د پروژي په جرم كي ورسره شريك مجرم دي نشي كولاي په آسانه رد كړي.
ښايي له همدي امله د مولانا د څرګندونو نه ورسته، څو ورځي د پاكستان حكومت او مطبوعات چي شديداً د آيي ايس آيي د څارني لاندي دي، په دي هكله چوپه خوله پاتي شول او ايله اوس او هغه هم شايد د آيي ايس آيي په لارښونه د پيښور د وحدت ورځپاڼي د يوي سرمقالي په ترڅ كي غوښتي د مولانا فضل الرحمن څرګندونو ته ځواب وركړي.
په خپله سرمقاله كي وحدت لومړي داسي يادونه كوي چي پاكستان د ترهګري پرضد دنړيوال ائتلاف ديوملګري په توګه د ترهګرو اوهغه بنسټ پالوګوندونو پرضد چي ناقانونه بلل شوي پراخ عمليات سرته رسولي اوترټولو دمخه متحده مجلس عمل ددي عملياتو غندنه كړي. همدارنګه سرمقاله مولانا فضل الرحمن ته وايي چي بايد مولانا داهم په پام كي ولري چي د افغانستان حكومت او نړيوالي رسني په پاكستان چي دترهګرو دملاتړ كوم تورلګوي نومشرف اشارتاً دا پړه په همدي مذهبي ډلو اچوي. نواوس په مولانا ده چي په دي هكله د مذهبي ډلو موقف هم څرګند كړي چي آيا دوي اوس هم د ترهګرو او طالبانو نه خپل ملاتړ ته ادمه وركوي اوكه نه؟
وحدت په دي توګه غوښتي مولانا وويروي او ددي رسوايي ټول پيټۍ بيرته د مولانا فضل الرحمن په سربار كړي، كوم چي مولانا د پاكستان دحكومت په سر ايښي وواو د حكومت نه يي غوښتي وو چي نور دمنافقت او دوه مخي نه لاس واخلي او په ښكاره دي اعلان كړي چي دترهګرو ملاتړ كوي اوكه مخنيوي.ښكاره ده چي مولانا هيڅكله هم دا جرئت نشي كولاي دترهګرو او طالبانو سره په ملګرتيا اعتراف وكړي. كه مولانا داكار وكړي نومشرف به په ډيره آساني وكولاي شي د ترهګري سره د مبارزي په نوم دده ګوند ناقانونه اعلان كړي اوپه دي توګه به د هغه ګټور سياسي تجارت دكان چي مولانا ته دخپل پلار مفتي محمود نه په ميراث پاتي دي وتړل شي.
البته دپاكستان حكومت او آيي ايس آيي هم په دومره اساني نشي كولاي د مولانا دڅرګندونود پايلو نه ځان خلاص كړي مولانا ښكاره او واضح مثالونه يادكړي چي بايد مشرف ورته ځواب ووايي، ښكاره ده مولانا چي څه ويلي هغه تش تورونه نه دي اود مولانا سره به په دي هكله د منلو وړ اسناد او شواهد موجود وي، ز ه فكر كوم مشرف مولانا ته هيڅ ځواب نلري، نه يواځي مولانا ته بلكي نړيوالي ټولني ته هم هيڅ ځواب نلري، يواځني ځواب يي دادي چي مشرف په رښياهم نور د دوه مخي نه لاس واخلي او په ډاګه ياترهګرو سره ودريږي او ياهم په رښتيني توګه دترهګري مخه ونيسي.خو دبده مرغه مشرف دي دواړو كارونو لپاره لازمه زړورتيا نلري، پاكستان اوس په داسي حالت كي دي چي يو خوايي پړانګ دي او بل خوايي پانډ، ښكاره ده يابه د پړانګ خوراك كيږي او يابه هم د پانډ نه ولويږي، اوس دمشرف خوښه ده پړانګ خوښوي اوكه پانډ، پاكستان چي كومي لومي افغانستان ته ايښي اوس پخپله په كي ښكيل دي.
د پاكستان حكومت د افغانستان د جهاد په بهير كي په افغانستان كي خپلو پروژو دتطبيق لپاره د پاكستان د جميعت اسلامي دګوند نه كاراخيست، جميعت اسلامي نه يواځي په افغانستان كي بلكي په كشمير او بنګله ديش كي هم د آيي ايس آيي سره همكاري درلوده، خو د جهاد نه وروسته د طالبانو پروژه يي د تطبيق لپاره د جميعت اسلامي پرځاي حميعت العلماي اسلام ته ور وسپارله، اوس چي په افغانستان كي د پاكستان دپروژي د پرځيدونه دادي دري كاله تير شوي او نور شوني نده چي پاكستان دافغانستان په اړه خپلي دوه مخي پاليسي ته ادامه وركړي نو غواړي د ملامتي ټول بار پر جميعت العلماي اسلام واچوي اوخپل لاسونه تري پاك پريمينځي. او په همدي خاطر د مشرف حكومت او بيا په تيره د اطلاعاتو وزير يي تريپولي ته د مولانا دسفرونو،بيا بيا يادونه كوي، همدا رنګ مشرف تل په خپلو خبرو كي د ترهګري پړه د پاكستان په مذهبي ډلو اچوي داخبري د مولانا د بدنامي دومره سبب شوي چي يو عربي هيواد چي مولانا سره يي تل ښي اړيكي درلودي سره ددي چي دهغه هيواد ويزه ورسره پرينښودل شو هغه هيواد ته سفروكړي.
مولانا په دي پوه شوي چي دمشرف حكومت غواړي خپل لاسونه پرده پاك كړي اوكوم جرم چي دواړو كړي غواړي بار يي يواځي مولانا ويسي، ښكاره ده دا مولانا ته د منلو وړ نده او له همدي امله مولانا تري مخكي شو اودي ته اړ شوچي د رازونو هغه صندوق چي ددوي د دواوړو د ګدو جرمونو رازونه په كي پراته دي راوڅپړي.
دمولانا اومشرف ددي جنګ پايله چي هرڅه وي، خو په دي توګه يوځل بيا ثابته شوه چي مشرف اوس هم د ترهګري د ملاتړ نه لاس ندي اخستي. دترهګري پرضد نړيوال ائتلاف بايدد مولانا څرګندوني په ډير ځير واوري، كه پاكستان خپل منافقانه سياست نه خوشي كوي نوپرته لدي بله چاره نشته چي نړيوال پاكستان سره هم داسي چلندوكړي لكه نورو ترهګرو سره چي كيږي، پاكستان نه غواړي اونه كولاي شي چي دترهګري مخه ونيسي، ترڅوچي پاكستان وي نود ترهګري ګواښ به هم وي، نور نو دنړيوالو خوښه، آيا نړيوال د ۱۱د سپتمبر د پيښي په شان يوي بلي پيښي ته منتظر دي؟ او بيا ترهغه وروسته به نړيوال دپاكستان په اړه پريكړه كوي؟