شهنوازتڼي په كابل كي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3439
وحيدسپين غر_ كابل
دخبریدو نیټه : 2005-08-13

وحيدسپين غر_ كابل

دطلوع تلويزيون سره دشهنوازتڼي يوه ځانګړي مركه

پوښتنه :دپنځلسوكالونه وروسته مو هيوادپه تيره كابل څه شان وموند؟
تڼى: وياړم چې د افغانستان د سرلوړى اولس په وړاندى قرار لرم، د بن د پريكړو وروسته په هيواد كې يولړمثبت تحولات را منځته شوى او موږ يې هر كلى كوو، ما هم لازمه و گڼله چې خپل هيواد ته راشم، دلته غواړم د خپلو دوستانو، ملگرو او د خپل گوند له غړوسره وگورم همداراز زموږ د سولى د غورڅنگ گوند په لسگونو غړيو په پارلمانى انتخاباتوكى ځانونه كانديد كړى غواړم له هغو سره هم وگورم او مشورى وكړم، دغه راز غواړم د خپلو همفكرو گوندونو سره ديوه لوى گوند د جوړولو پركار مشورى وكړم ترڅو د وطن د پاره خدمت وكړو.
پوښتنه :تاسوديوي ناكامي كودتانه وروسته پاكستان ته مهاجرشوي ،ستا سودكودتا په هكله بيلابيلي خبري كيدلي له هغه جملي نه يوه داوه چي داكترنجيب ويل چي تاسودحكمتيارداسلامي ګوندديوتعدادبنديانودخلاصون غوښتنه كول همدارازهغوي پخپله يوه بيانيه كي ويلي چي زه هم ديوي قبيلي يم اوتڼي هم ،آيا داكوم قومي اوقبيلوي اختلافات وو،اوكه سياسي اختلافات؟
تڼى: اول بايد وايم چې موږ پر داكتر نجيب كودتا نه ده كړى بلكه هغه زموږ په وړاندى توطى كولى او وروستى بريد هم ده را باندى وكړ، موږ يوازى د ځان د دفاع په خاطر راپورته شو، زما او د داكتر نجيب ترمنځ سياسى او د دولت په اداره او تشكيلاتو اختلافونه وه. زموږ اختلافونه قومى اختلاف نه و، او نه هم هغه وخت دا ډول قومى اختلافات وو.
پوښتنه:داسي ويل كيده چي تاسودكودتا په جريان اويا دهغه نه مخكي دحكمتيار داسلامي ګوندسره اړيكي لرلي ،ايا تاسوداخبره مني ؟
تڼى: نه، مخكى ما نه د كوم جهادى تنظيم او نه كوم بهرنى هيواد سره اړه لرله، خو كله چې پاكستان ته لاړم د مجبوريت له مخى مى له هغوى سره اړيكى پيدا شوى، دا چې په هغه وخت كى د جهادى تنظيمونو فعاليتونه د كودتا وروسته زيات شوه دا په هغوى پورى اړه لرى، په دى اړه موږ كومه رابطه نه لرله.
پوښتنه :آيا تاسوواقعآ غوښته چي نظام تعويض شي اوكه موصرف ځيني غوښتني لرلي چي هغه عملي كړي ؟
تڼى: زموږ اختلافات فكرى اختلافات نه و. موږ غوښته چې د ملى پخلاينى سياست برى ته ورسيږى او افغانستان له جگړى خلاص شى، موږ يوازى د داكتر نجيب په كړنونيوكى لرلى اود ده اعمال مو په دى اړه صادقه نه گڼل.
پوښتنه:د۱۳۶۸كال دحوت په مياشت كي دشوروي سفارت اويوتعدادافغاني لوړپوړي چارواكي ډيرفغال شوي وو،ترڅوستاسواوداكترنجيب الله ترمنځه سوله وكړي،دغه هڅي ولي ناكامه شوي ؟
تڼى: شورويانو د نجيب څخه ملاتړكاوه، نجيب د خپلو مخالفينو سره روغه جوړه كوله موږ سره روغى ته تيارنه و، او شورويان هم همداسى د نجيب په پلوى سياست په مخ بيوه ځكه خو دغو هڅو نتيجه ورنكړه.
پوښتنه : ايا دولتي لوړپوړيوچارواكوهم ونشوكړاي خپل رول ولوبوي؟
تڼى: نه زموږ او د نجيب په پخلاينه كې افغانى لوړپو چارواكو دو مره نقش نه لاره، او داكتر نجيب هم په هغه وخت كى دغه چارواكونه چندان اهميت نه وركاوه.
پوښتنه :په كودتاګانوكي معمولا دوه رهبري موجودي وي يوه نظامي اوبله سياسي ، نظامي رهبري خوستاسولاس كي وه ،ايا سياسي رهبري موهم لرله كنه؟
تڼى: ما مخكى هم وويل چې موږ د هغه په خلاف كودتا نه ده كړى بلكه د نجيب د بريد په وړاندى موقيام وكړ، په دى قيام كې له ما نه پرته د دولت او حزب ډيرلوړپوړى غړى شامل وو.
پوښتنه :نوچي له تاسوسره دولتي اونظامي كسان موجودوو،نوبيا ولي ستا سوحركت ناكامه شو،ايا نجيب ډيرپياوړي و؟
تڼى: ډيرعلتونه وه، لوى علت دشورويانو مداخله او له نجيب نه د هغوى ننگه وه، شورويانو په ۶ جدى يو قانونى حكومت ړنگ كړ امين يي وواژه او د هغه وخت نه بيا تر داكتر نجيب تر راتگ پورى يې زموږ گوندى غړى په بيلوبيلو بڼوسره و ځپل او زمينه يې د نجيب راتگ ته آماده كړه د شورويانو يو جنرال گرولوف په خپل يوه كتاب كې چې نوم يې دي زما وروستى جگړه په ښكاوه ليكلى چې موږ د تڼى پرخلاف د داكتر نجيب سره ملگرى و.
پوښتنه :په هغه وخت كي داسي ويل كيدل چي ستاسوحركت په ولاياتوكي دګوندي اونظامي قوماندانانوله اړخه بدرقه نشو،ايا داهم دناكامي يوعامل و؟
تڼي: كله چې موږ دا حركت پيل كړ زموږ د حركت نه هم نظامى قوماندانانو او هم گوندى كدرونو ملاتړ وكړ، خو هغو كسانو چې د داكتر نجيب او شورويانو سره يې اړيكې وي هغوى البته زموږ ملاتړو نه كړ.
پوښتنه :كه په دي هكله رڼا واچوي چي داكترنجيب ستاسوپه وړاندي څه ډول توطيي كولي ؟
تڼى: هغه گوند او دولت محاصره كړى وو، موږ د گوندى كنگرى غوښتونكى و، ترڅو گوند د موكراتيزه شي او اصلاحات وشى خو ده دا كار نه كاوه كله چې زه پاكستان ته لاړم بيايې كنگره وكړه او د وطن گوند يې جوړ كړ. دغه راز نجيب د ملى روغى جوړى په سياست كه صادق نه و او دى ته حاضر نه و، چې له قدرته لاس په سرسى ځكه يى د ملى روغى جوړى سياست نتيجه ورنه كړه او په اخيركى يې خپل ملگرى په سررا پا څيده او له منځه يې لېرى كړ.
پوښتنه : داکتر نجیب خو د ملی روغى جوړى سياست اعلان كړى ؤ آيا تا سوله دى سياست سره مخالف وى او كه وى نو ستاسو طرحه څه وه؟
تڼي: زه گلابزوى او يعقوبى درى واړه په هغه وخت كى د شورويانو په بلنه شوروي ته لاړو او د گربا چوف سره مووكتل ما گرباچوف ته وويل: چې موږ بايد يا د ملى روغى جوړى سياست په مخ بوڅو او يا له دولت نه دفاع وكړو هغه وويل دا ستاسو افغانانو خپله خوښه ده خو زما غوښتنه داده چې په افغانستان كې د ملى روغى جوړى سياست په مخ ولاړشى، موږ چې بيرته راغلو داكتر نجيب په يوه رسمى غونډه كې له ماسره جنجال وكړ او ويى ويل چې تا ښه نه دى كړى چې گرباچوف سره دى په دى هكله خبرى كړى نوزه صادقانه ويلى شم چې داكتر نجيب نه د ملى روغى جوړى سياست په مخ وړلى شواى او نه يې د رژيم نه دفاع كولى شوى او نتيجه يې وروسته ټولووليدل.
پوښتنه :تاسوچي اوس كابل ته راغلي يي اوديوه ګوندخبره هم كوي ،ايا داهماغه پخواني ګونددي اوكه كوم نوي ګوندموجوړكړي دي ؟
تڼى: نه دا هغه پخوانى گوند او گوند بان نه دى موږ د افغانستان د سولى د غورڅنگ نوى گوند لرو چى په ۱۳۷۲ كال كې تاسيس شويدى.
پوښتنه :ستاسونظرداوسني نظام په هكله چي دښاغلي كرزي ترمشرتابه لاندي جوړشوي څه دي ؟
تڼى: ما مخكى هم وويل: چې د بن د پريكړو وروسته يولړ د خير او ښيگڼى كارونه وشول اوس ددى اړتيا ده چې د وطن ټول ملى قوتونه او سياسي ډلى ددغى دموكراتيكى پروسى ترشاه ودريږى او دا برياليتوب ته ورسوى. دغه راز د نړيوالو په مرسته كيدى شى موږ په ډيرو مشكلاتو برى و مومو، موږ ددى پروسى له پيل نه ددى پروسى سره خپل ملاتړ اعلان كړى دى په صدارتى انتخاباتوكى مو كرزى صاحب ته را به وركړى او اوس هم زموږ ملگرى په پارلمانى انتخاباتو كى ځانونه كانديد كړى او موږ له دى پروسى نه خپل ملاتړ اعلانوو.
پوښتنه :دسولي غورځنګ ګوند ستاسودګوندپه هغه پخواني اساساتوجوړشوي اوكه كومه نوي لاره اواجندالري ؟
تڼى: دا گوند په ۱۳۷۲ كال جوړشوى او د اسلامى او ملى ايډيالوژى پربنياد د افغانستان د قانون او دا حزابو د قانون او دخپل ملى مرام دپلى كولو په خاطر فعاليت كوى.
پوښتنه :شايد دسولي غورځنګ هم دپخواني دموكراتيك خلق يوه برخه وي ،اوداسي ښكاري چي پخواني ګوندپه داخل اوخارج كي په ډيرونوروبرخوهم ويشل شوي ،همدااوس په هيوادكي په لسګونونورګوندونه هم شته ،ايا ستاسوپه نظردافغانستان په څير يوه هيوادكي ددومره زياتوګوندونوشتون ګټورښګاري ؟
تڼي: د ديرشو كلونو په جريان كى په افغانستان كې ډير مشكلات او ستونزى رامنځته شوى شايد همدغه ستونزى ددى سبب گرځيدلى وي چې حزبونه هم ډير شوى خو دا د اندښيني خبره نده دوخت په تيريدو سره به دا گوند ونه يو له بل سره ايتلاف او اتحاد كوى اولوي ستر گوند ونه به رامنځته شي.
پوښتنه :دبشرحقوقويوه اعلاميه صادره كړي اوپه دي اعلاميه كي هغوي دجنګي مجرمينودمحاكمي غوښتنه كړي ،په دي هكله ستاسونظرڅه دي ؟
تڼي: په افغانستان كي په دغه جريان كي ډيري لوړي ژوري راغلي ډيري تيروتني شوي نه يوازى اشخاص او گوند ونه به كي وي چې آن بهرني هيوادونه هم په كي ښكيل دي، كه محاكمه جوړيږي نو ښه خبره ده خوچي داسي محكمه وي چي په عدل او انصاف ولاړه وي. او عدالت په كي تامين شي.
پوښتنه : كه تيرپه هيراو په تيرو تيږه كښيږدو او دراتلونكي په باب فكر وكړ و او هرڅه و بخښل سي او ديوه لوي واحد ملت په توگه راتلونكي ته قدم واخلو ستانظر څه دي؟
تڼي: زه ددي سره موافق يم، زموږ په وړاندي اوس هم ډيري دندي او مشكلات پراته دي، كه موږ د پرون مشكلات حل كوو نو دا د نن ستونزى او مشكلات به رانه پاتي شى.
پوښتنه :په دغه موده كي ډير افغانان ،جنرالان ،ګوندي كسان ،ددولت مامورين اوډيركسان ايران اوپاكستان ته مهاجرشول تاسوهم ۱۵كاله مهاجروي ،دمهاجرت دژوندكيسه وكړي ؟
تڼي: زه چې كله پاكستان ته لاړم زما سره هيڅ هم نه وه ما اوزمانورو ملگرو زيات مشكلات لرل. زه اوس هم مشكلات لرم، په داټوله موده كي را سره دوستانو گوندي ملگرو مرسته كوى او په دى توگه ژوند كوم.
پوښتنه : دلته داسى آوازى وى چې تاسو سره د پاكستان دولت مرسته كوى، تاسوته يي موتړ ښه كور دركړى او ښه ژوند لرى.
تڼى: دا زما د مخالفينو پروپاگنده وه زما د گوند ملگرى او نورو دوستانو ته زما ژوندښه مالوم دي، موتړ څه چې زه په پاكستان كي يو باسيكل هم نه لرم، يو ډير غريبانه ژوندلرم، د پاكستان د انساني مرستى نه خوښ يم، خوپاكستان نه زما سره سياسي مرسته لرى او نه هم بل څه.
پوښتنه :پاكستان په پرله پسي توګه دافغانستان په چاروكي مداخله كوي اوافغانستان ته ترورستان راليږي ،ستاسوپه نظرپاكستان مداخله كوي اوكنه ؟
تڼي: زه كومه دولتى دنده نه لرم او دلته په افغانستان كي هم نه وم دغه راز ځينى نور ملحوظات هم شته چې زه په دى هكله څه نشم ويلى، خو تركومه ځايه چې زه آورم پاكستان او افغانستان دواړه داسى ښايې چې دوه گاونډى هيوادونه دي چې يو تربله دښو اړيكو غوښتونكي دي خوپه دى و روستيوكى زه اورم چې دواړه هيوادونه ديوبل نه شكايتونه لري. خوزه په دى عقيده يم چې دواړه هيوادونه بايد دوروڼو په څير يوله بل سره كښينى او خپل مشكلات د تفاهم له لارى حل كړى.
پوښتنه : د پاكستان له خوا په افغانستان كى خو مداخله يوه څرگنده خبره ده، نوتاسو چې په دى اړه ښكاره نه ږغيږى ايا كومه ځانگړى خبره او ملاحظات شته كه څنگه؟
تڼي: دا د دواړه ملكونو او د هغوى په دولتونو پورى اړه لري، زه په داسى موقف كى قرار نه لرم چې په دى هكله وږ غيږم او قضاوت وكړم خو ښه لاره دا بولم چې دواړه هيواد ونه پخپلوكي د تفاهم او ددوستى په فضاكى سره كښينى او خپلي ستونزى حل كړى.
پوښتنه :كه دافغانستان اوپاكستان ګټي يودبل په وړاندي په تقابل اوضديت كي واقع شي تاسود چا اړخ ته ودريږي ؟
تڼي: زه خو افغان وم، افغان يم او افغان به وم، او زه به ترټولو دمخه په لومړى صف كي د افغانستان له گټو دفاع كوم.
پوښتنه :په دي وروستيوكي دپاكستان دجميعت العلما ګوندمشرمولانافضل الرحمن دپاكستان دولت تورن كړي چي دافغانستان په چاروكي مداخلي كوي اوترورستان افغانستان ته ليږي ،افغانستان اوجهان دواړوته بازي وركوي په دي هكله ستاسوڅه نظردي؟
تڼي: دا د مولانا صاحب خپل نظر دى په پاكستان كى جمهوريت دى، هلته مذهبى گوندونه، ملى گوندونه فعاليت لرى. مذهبى گوندونه اكثر هلته ددولت پر فعاليتونو او كارونو باندى څرگندى نيوكى كوى، او دا اوس هم مذهبى گوند و نوبولوى ايتلاف جوړكړى او د دولت به مخالف لورى كى د اپوزيسيون په توگه فعاليت كوي هلته مذهبى گوند ونه پر دولت ډيره په څرگنده نيوكي كوي، د مولانا صاحب څرگندونى هم د هماغه نيوكو يوه برخه بولم