پښتني قبېلې وپېژنئ! ٦٤ برخه (دينار خيل،رتن زي ،رځړ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34471
دکتور لطيف ياد- استراليا
دخبریدو نیټه : 2010-04-05


اغلو او ښا غلو لو ستو نکو !
د پښتني قبيلو دپېژ ندنې په لړ کې دا ځل تا سو ته درې نورې پښتني قبيلې در پيژنو٠ دغه قبيلې عبارت دي له: دينار خيلو،رتن زيو او رځړو نه .
١- دينا رخيل :
دينار خيل له اره غلجي پښتا نه دي او دسليمانخيلو پښتنو يو ه څا نګه ګڼل کيږي٠ دکندهار ولايت دارغنداب په ولسوالۍ او همداراز ددغه ولا يت په مر کز دکند هار په ښار کې هم يو شمېر دينار خيل استو ګنه لري٠ د کند هار په ولايت کې د دينار خيلو دقبيلې مجمو عي شمېر د١٣٦٠ کال د سر شمېر نې له مخې ٣٣٨٨ تنه ښودل شوي دي(١) چې ښا يې په دغه شمېر کې به اوس ډېر زيا تو الی راغلی وي٠
ددينار خيلو دقبيلې يو شمېر د پکتيکا ولايت په شر نه او يو شمېر هم دپکتيا ولايت دمر کز دګرديز ښار ته څېر مه د رباط په سېمه کې هم ژوند کوي٠ هغه دينار خيل چې په کند هار کې استو ګنه لري نو دودونه او رواجو نه يې کټ مټ دهغه ځای د خلکو په څېر دی٠
دينار خيل، زړور، ميلمه پالو نکي ،په هېواد مين او په پښتو او پښتو نولۍ با ندې ټينګ خلک دي٠
٢- رتن زي :
که چيرې درتن زيو دقبيلې دنسب شجره په غور سره وڅيړو نو جو ته به شي چې دوی دبيټني قبيلې يوه څانګه ده چې د جنو بي وزير ستان او دټانک په سېمو کې استو ګنه لري٠ بيټ نېکه په پښتنو کې ډېر مشهور نېکه تېر شوی دی او په پښتني عنعنه کې هم بيټ نيکه خورا لوی پښتون، ستانه ا و مشهور نېکه ګڼل کيږي ٠د ده نوم په تا ريخو نو کې بيټنی او بټن هم راغلی دی چې له خپلو دوو وروڼو سړبن او غر غښت نه په عمر کو چنی و، خو دخپل نيک خوی، زهد او تقوا په وجه يې ډېر شهرت تر لا سه کړ٠ لوی استاد ارواښاد علا مه عبد الحی حبيبي رحمت الله عليه دپښتو اد بيا تو دتا ريخ په دوهم ټوک کې ليکلي دي: " دبيټ نېکه احوال موږ ته نه د ی معلوم او نه دده ژوند مورخا نو تصريح کړی دی، يوازې دپټې خزانې دليکنې پر بنسټ ښکاري چې اسما عيل دبيټ نېکه زوی د خر ښبون معا صر و او دغه سړی په ٤١١ هجري کال کې مړ شوی دی٠ نو چې داسما عيل دژوند وخت د٤٠٠ هجري په حدودو کې وي ښا يې چې پلار او اکا يې هم د٣٥٠هجري په حدودو کې ژوندي وي "(٢)
دبيټني قبيلې يوه څا نګه رتن زي دي، خو ځيني بيټني داسې عقيده هم لري چې په بيټنيو کې دبو بک په نا مه ديوه تن زوی علي يو کو چنی ما شوم وموند او رتن نوم يې پرې کېښود او هغه نسل چې ده له پښته رامينځ ته شوی دی درتن زي په نا مه سره يا ديږي٠ درتن زيو ټول دودو نه او رواجونه دبيټنيو دقبيلي نورو څانګو او ښا خو نو ته ورته دی٠
٣- رځړ :
رځړ په اصل کې سړ بني پښتانه او دمندړ او لاده ګڼل کيږي او دپښتو نخواپه صوابۍ،مردان او سوات کې ژوند کوي٠که چېرې ددغې قبېلې د نسب ونې يا شجرې ته وګورو نو مندړ درې زامن درلودل چې منور ،خضرا و رځړ نو ميدل ٠ ر ځړ په پنځو کو چنيو څا نګو ويشل شوي دي چې ملکزي، ما نيزي ، اکوزي، خضر زي او محمود زي نو ميږي چې ملکزي په يار حسين، شير دره او يعقو بي کې، ما نيزي په په ډاګي، ترلاندي ،بر مولي او اد ينه کې،اکوزي په دوبيانو، سړه چينه او اسما عليه کې، خضر زي په شيوه، کا لو خان او شيره غونډ کې او محمودزي په نوي کلي ،شيخ جانا، اسو ټا او نا رنجي کې مېشته دي٠ (٣)
-------------------------------------------------------
ما خذونه او منا بع :
١- معلو مات مختصر درباره اقوام وقبايل سر حدي کشور، ٢٩-٣٠ مخونه٠
٢- عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تا ريخ، دويم ټوک، ١٠٦ مخ،د کابل چاپ٠
٣-پښتا نه دتا ريخ په رڼا کې، ١٣٢٢ مخ٠