گرانو لوستونکو دا څو کرښي له هيچانه دگيلې په خاطر نه ليکم . هدف مي دادی چي دافغانستان ولسمشر چي داساسي قانون په اساس په افغانستان کي دننه او له هغه نه بهر دټولو افغانانو دحقو قو او گټو په ساتلو مکلف گڼل شوی دی ، دملگرو ملتودمهاجرينو دنړيوال سازمان ،ملگرو ملتو سازمان او په ځانگړې توگه دامريکا دمتحده ايالاتو ولسمشر پاملرنه په پاکستان کښي دافغانانو سره چي کله ددوي امنيت ته دگواښ په نامه او کله په نورو نومونو ځورول کيږي راواړوم . غوښتنه مي دا ده چي په پاکستان او ايران کي دکډوالو افغانانو دابرومندانه راستنيدو لپاره دنړيوالو قبول شوو اصولو ،د بشر دحقوقو داعلامې او 1951 ز کال دژنيو دکنوانسيون پر اساس پد غوهيوادوکي دپرتو افغانانو دسرنويشت دټاکلو مسله پوره حل شي او افغانان ددغه حالت څخه چي هر ه ورځ پاکستاني جنرالان او ايراني اخوندان دخپلي مرزا او غوښتني له مخي دبي سر پرسته افغانانو سره له سپکاوۍ نه ډکي کړني سرته ورسوې .
دافغانانو سره دپاکستاني او ايراني اړونده چارواکو دا ډول دسپکاوي چال چلند ته دبين المللي منل شوو قوانينو په اساس دپاي ټکۍ کښيښودل دپورته نومول شوو ښاغلو او ارگانوانساني دنده بولم .
دا دوې هفتي کيږې پسله هغه چي ټو لو افغانانو په يوه اواز پر پاکستاني توطه گرو چارواکو فشار واچاوه چي داسلاميت او اخوت په لباس دطالبو جنگياليو تر نامه لاندي په افغانستان کي دنااراميو زياتوالي او پر افغاني اوسنۍ ادارې د سياسي او وسلوال فشار راوستلو څخه ډډه وکړي ،پايله يې داشوه چي دامريکا ولسمشر هم مجبور شو خپل نازولي ته ووايې چي : ((بازي بازي با ريش بابا هم بازي ؟)) يعني غوښتنه يې ځيني وکړه چي تاسو پوهيږی چي دلته دامريکا او ايساف قوتونه په هيواد کي دامنيت دټنگولو په نامه پراته دي لاسه وهني دې په يو څه مهارت مخته بوزي نه په دا شان بيشر مۍ سره دا جمله ځکه ليکم چي پر دغه ټکي ايمان لرم که نن امريکا وغواړي او په زغرده ورته ووايې چي په افغانستان کي پاکستان بايد خپلي بيشرمانه مداخلې بندي کړي سبابه خيرخيريت وي .متا سفانه تر اوسه دافغانستان دغريب ولس پر سر امريکا نه غواړي خپل پخوانۍ وفادار ستراتيړيک ملگرۍ خفه کړي . څوورځي پخوا دپاکستان نظامي بادار پرويز مشرف خپل صدراعظم دڅو پيسو سره کابل ته راوليږه ، هغه په خوږواوددوستۍ له احساس نه په ډکو خبرو او حرکاتو دا سي وښودله چي گواکي پاکستان يوازنۍ هيواد دۍ چي دافغان ولس دارامۍ او هوسا يني سره مينه او علاقه لري . دا ښاغلی لا له کابله وتلی نه وو چي آي آيس آي او پاکستاني چارواکو دمهاجرينو دادارې تر نامه لاندي دافغانستان پر دولت باندي ديوه بل ډول ډير ماهرانه او ځيرکانه فشار راوړلودوسيلې په توگه په اسلام آباد ،راولپنډۍ ، کرم او باجوړ اجنسيو کښي د ديرشو کمپونو د هغه جملې نه دکچه ابادۍ مشهورکمپ چي نږدې ديرش زره افغانان پکښي اوسي دسمدستي تړلو امر ورکړ . داوه افغاني چارواکواو افغان ولس ته دپاکستاني چارواکو سياسي ډالۍ .
دا ده دافغانانو سره مينه او ددوې سره په ستونځمنو شرايطو کي دهمکارۍ نمونه .
دکمپونو دتړلواو کډوالو دلېږ دوني لپاره بهانه امنيتي ستونزي وتراشل شوې ،دپاکستان دکورنيو چارو وزير افتاب شير پاو وايي پدغه سيمو کي دافغانانو اوسيدل ددې باعث گرځي چي ترورستان اود القاعدي جنايت کار سازمان له افغانانو سره اړېکي ونيسي . ولي دا يې هيره کړېده چي يو افغان ماشوم هم پدې پو هيږي چي دا پاکستان چارواکي دي چي طالبانو او القاعده تي يې پخپله خاوره کي ځاي او دهر ډول فعاليت دترسره کولو امکانات په واک کښي ور کړي دي . هغه افغانان چي له پاکستان څخه اروپاته راځي وايي هغوي (طالبان او دالقاعدې غړي ) په پاکستان کي اوسي مگر دپاکستان استخبارات او نور چارواکي دنړۍ والو په سترگو کي په خاوروشيندلو سره داسي اکټ کوي چي گواکي دوي شپه او ورځ دترهگرو په لټون مصروف دي . موږ پدې پوهيږو چي دوي دا کار ددې لپاره کوي چي له امريکا نيولي دنورو اروپايي هيوادو څخه په مليونو ډالره دتروريزم سره دمبارزي په نامه ترلاسه کړي . دخندا او سوال خبره خو داده چي څنگه پسله هغه چي افغانانو په يوه اواز اعلان وکړ چي زموږ په هيواد کي داوسنيو نا اراميو ، ناخوالو ، انسان وژنواو تښتونو عمده لامل پاکستاني وسلوال چارواکي او افراطي مذهبي ډلي دي ، سمدلاسه يې په دغه کمپونو کي دافغانانو اوسيدل دپاکستان ملي امنيت ته خطر او گواښ وباله ؟ .
لمر په دوگوتو نه پټيږي او دا ښکرور درواغ ټولو ته څرگند دي ، کله چي په مليونو او ملياردو ډالر ،ريالونه ،پونډونه ،مارکونه ، ډول ډول سپکي او درنې وسلې په پېخر دافغانانو سره په جهاد کي دمرستي تر نامه لاندي پاکستان ته راتلې ،او افغانستان دافغانانو پلاس ورانيدۍ هغه وخت افغانانو ته پټان نه بلکه ورور ويل کيده . دهريو عادي قوماندان په مخکي دپاکستان جنرال پورته او کښته کيده ، ولي اوس هغه افغان ته پاکستاني چارواکي خارجي اوسيدونکۍ وايي او په زرهاوبيگناه افغانان دپاکستان په زندانو کي بې سر نويشته پراته دي . زه اوس پر دغه خبري نه کوم چي ايا افغانانو دا منلې ده چي دوي دډيرنډ دمنحوسي کرښي هاخوا بيگانه دي او که نه ؟؟؟
زه دومره ويل غواړم چي دا په زړه پاک او سپيڅلي افغانان بايد په دې ښه پوه شي چي پاکستاني چارواکو هغه وخت هم نه داسلام اونه هم د افغانانو او افغانستان سره علاقه درلوده .لو يه بدمرغي خو داده هر څومره چي افغانانو و پاکستاني چارواکو او پنجاپي تورلينگيو ته ددوستۍ لاس ور اوږدکړۍ هغوي ور پرېکړۍ دۍ . پاکستان دافغانستان په مقابل کي تل د ،(( په يوه لاس کي قرآن او بل لاس کي توره )) دسياست اصل پلۍ کړۍ دۍ . پاکستان د دوه مخيز سياست درسونه له سي آي اېې نه ډير ښه زده کړي دي او په پوره مهارت سره يي پلۍ کولاي شي .
دجنرال ضياالحق هغه ارمان چي غوښتل يې دکابل دښار په دپل خشتي جامع جومات کي لمونځ وکړي ،عبادت کولواو ددې لپاره نه وو چي هغه غوښتل هلته دافغان ولس دښيرازۍ او ارامۍ لپاره دعا وکړي ،دا هغه خائنانه ارمان وو چي غوښتل يې پخپلو سترگو دافغان ولس دويرانيوننداره وکړي اوپخپل لاس دخپلو بادارانو په ايشاره د مليونو افغانانو فاتحه واخلي ، اود هغه ارامان د سرته رسېدلو دعاوکړي کوم چي دغه ښاغلي غوښتل ديو فاتح په توگه کابل ته ننوزي ،او دافغان ولس ملي غرور دتل لپاره مات کړي . متاسفانه دا توره لهظه زموږ دهيواد په ميړني تاريخ کي دتل لپاره پاته شول چي دپاکستان داستخباراتو ريس جنرال حميد گل د ښاغلي صبغت الله مجددي سره افغانستان ته راغلی ، او دکابل دا دميړنو او غيرتي افغانانو دپلازميني د ښکلي ښار په کوڅو کي په خلاسه پښه او دولتي بر لاسۍ وگرځيد.
تاسو لوستونکي قضاوت وکړۍ هغه افغانان چي نږدې ديرش کاله پدغو سيمو او کمپو کي اوسيږي ،ځوانان سپين ږيري او ماشومان ځوانان شول،هغوي هلته مځکي رانيولي کورونه او هټۍ يې جوړي او کاروبار يې شروع کړ،څنگه کيداي شي دا 150 زره افغان مهاجر بيله دينه چي دټولو قبول شو نړيوالو نورمونو په خلاف چي وطن ته ديوه مهاجر ستنيده دمهاجرينو دنړيوالي اداري لخوابايد سمبال شي په دومياشتو کي خپله بستره وتړې او دافغانستان په لور دداسي يو هيواد په لور راوان شي ؟
خو کم چي دوي هم اعتراف کوي چي افغانستان پدغو شرايطو کي دداسي لويي کتلې کډوالو منلوته نه دی تيار . دمها جرت دنورمونو په اساس هم افغانان قانوني حق لري چي خپل ټول کارونه په سړه سينه خلاص او په هغه صورت کي چي هغوي ته پخپل ټاټوبي کښي د ژوند کولو نورمال شرايط برابر وي وطن ته ولاړ شي . بل ټکی هم حتمي دی چي د دغو يوسل او پنځوس زره افغانانو دميشته کولو او هغو ته دنورمال ژوند د امکاناتو برابرول هم بايد په نظر کي ونيول شي . جالبه لا داهم ده چي همدا دروغجن او افغان دښمنه پاکستاني چارواکي پدغه پنډغالو کي دافغانانو اوسيدل نور قانوني نه بولي ،او وايې چي دوي نور مهاجر نه بلکه خارجيان دي ، بايد ووزي . مگر کله چي افغانان مقاومت کوي اوقانوني دليلونه راوړي چي دوي نشي کولاي په دومياشتو کي ووزي بيا همدا چارواکي وايي کيداي شي افغانان له دغه ځايه ووزي اونورو کمپو ته انتقال شي . زه ځکه وايم چي دوي درواغ وايي : څنگه کيداي شي همدا افغان په عين وخت کي خارجي او بيا مهاجر وبلل شي . رښتيا خو داده کله چي د دوي بېشرمانه اوبربنډو وسلوالو مداخلو په مقابل کي افغانانو خپل نفرت او کلک غبرگون ښکاره کړ ، پاکستاني چارواکي لدې لاري اوس غواړي پر دولت او افغان ولس زور اچوې او دهغوې دزورولو نوي نوې لاري چاري و لټوي . پاکستانيان او ددوي دولتي چارواکي ټول بايد پدې پوه وي چي که دا افغانان له پاکستان څخه ولاړ هم شي تر څو پاکستان دبل دکور دروازه په سوک ټکوي او په مدرسو کې يې تنکي زلمي او ځوانان دديني درسو پرځاي تروريز م زده کوي ، په پاکستان او منطقه کښي به هيڅوک ارامه ورځ ونه ويني ! په پا کستان کي د اوسنيو نا ارامېو لاملونه افغانان ندي ، بلکه پاکستاني متعصب ، تنگ نظره او بنسټپاله سياسي ډلي دي . دا دپاکستان دمدرسو برکت دۍ چي د عرب تروريستانو پوسيله افغان ځان وژني ته اماده کيږي ، او يا په لندن کي بمان الوزوي ، دا دپاکستاني مدرسو درسونه دي چي هره ورځ د(( په افغانستان کي جهاد روا دۍ )) تر نامه لاندي افغانان ياهغه بهرنيان چي په زوريدلي افغانستان کي په ملکي کارونو مصروف دي وژني، مکتبونو ته اور اچوي ،پلونه او دولتي مانۍ په مينونو الوزوې . په افغانستان کي د ديني عالمانوو ژل دا دچاکار دۍ ؟ په فرانسه کي نيول شوي ترهگر (( حسن الشکر،حکيم موکفي ،ويلي بريژيت)) په کوم ځاي کي دالقاعدي سره اړېکي ټينگي او دترهگرۍ درسونه يي چيري ولوستل ؟ دا ترورستان چيري تربيه شوې وه ؟ په يقين سره په پاکستان او پاکستاني مدرسو کښي .
دا يو څرگند حقيقت دی چي پاکستان هيڅکله نه غواړي دترهگرۍ مخه ونيسي ، دپاکستان پوځ ،پوځي استخبارات او مذهبي بنسټپاله ډلي همدا اوس هم پټ او ښکاره دترهگرۍ ملاتړ کوي او له هغه نه ديوې سياسي وسيلې په توگه گټه پورته کوې .
پدې بايد هر هغه څوک چي په رښتيا ځان افغان بولي ، دپيسواو قدرت دترلاسه کولو په خاطر دپرديو نوکرې ځانته عارگڼې پوه وې چي پاکستان دتاريخ په اوږدو کي له هغه ورځي چي له انگليسي مور نه دهند په خاوره کي زيږيدلۍ دۍ دافغان او افغانستان په مقابل کښي يې دبيطرفۍ او دوستۍ د سياست پر ځاي زموږ په خاوره کي دبيشرمانه سياسي او وسلوالو لاس وهنو او دسيسو نه ندۍ ستړۍ شوۍ ، په زياته خوښۍ سره يې دافغانستان دبربادۍ او ويرانۍ ننداره کړېده ، پر افغان وژنه يي خوند اخيستۍ ، او دافغان ربړېدلي ولس پر ژړا يي په زياته خوښۍ او افتخار خندا کړېده !.
پاکستان تل ددوستۍ او اسلامي اخوت تر نامه لاندي خپل کرغيړن سياسي ،اقتصادي او فرهنگي دښمنانه پلانونه دافغان ولس پر خلاف پلي کړي او دا لړۍ په زياته هوښيارۍ همدا اوس هم روانه ده .
اوس چي په افغانستان کي افغانان دملي شورا او ولايتي شورا گانو لپاره انتخاباتو ته نږدې کيږي پاکستان له يوي خوا په هيواد کي امنيت گډوډوي له بلي خوا په زيات مهارت سره کوښښ کوي چي پارلمان ته د خپلو لاس پوڅو او نوکرانو دتگ امکانات برابر کړي .
زه خپله ليکنه پدغه پر ځاي متل پاي ته رسوم چي وايې : ازموده را ازمودن خطا است
حبيب الله غمخور – مالمو ( سويډن )