میرویس جلالزی
د ایران د ځوانو نجونو د فوټبال لوبډله په دې جرم د فوټبال په نړیوال جام کې له ګډون بي برخي کړای شوه چې د لوبې پر مهال یې د حجاب د لري کولو وړاندیز رد کړ.
فیفا پریکړه وکړه هغه نجوني چې حجاب اغوندي په سیالیو کې ګډون نشي کولای او ایرانۍ لوبډله هم له لوبو ووتله .
د اسیا د فوټبال فدارسیون د ایران پر ځای تایلند دغو سیالیو ته غوره کړ.
ایران ویلي چې پر حجاب د بندیز لګولو په باب به نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.
د فیفا عمومي منشي د ایران د المپیک د کميټې دغه غوښتنه رد کړه چې له جاب سره به یې لوبغاړې لوبې کوي.