ايا اوس مو هم کمپيوټر پښتو نه ليکي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3451
بېنوا خپرنيزه څانګه
دخبریدو نیټه : 2005-08-14

 

که څه هم پنځه کاله پخوا هم په انټرنټ کي ځای ځای پښتو ليدله کيدله، خو کله به سکن شوې پاڼي وې ( د پاڼو انځورونه ) او کله به يو نيم ځای ليکلې شوې وه ، خو لوستونکو نه يوازي دا چي په اساني سره يې د ليکلو پروګرام نه شوای تر لاسه کولای ، بلکي ډېر وختونه به د لوستلو په وخت کي هم د ستونزو سره مخامخ وو.

څرنګه چي د کمپيوټر نړۍ په تېرو څو کلونو کي په خوار چټکتيا سره پرمختګ کړی دی ، له نېکه مرغه پښتو ژبه هم د انټرنټ په نړۍ کښي د پخوا پر حال پاته نه ده  .

شاوخوا درې کاله پخوا د لومړي ځل له پاره ځوان کمپيوټر پوه ښاغلي شېرزاد کامه وال د خپل هيواد او هيواد د ملي ژبي سره د ميني او اخلاص له مخي مټي راونغاړلې ، او په ټوله نړۍ کي خورو ورو هيوادوال يې د ټول افغان په ښکلې ويبپاڼه چي د وخت تر ټولو ښکلې او پرمختللې پاڼه وه ونازول ، او پښتو ژبه يې د کمپيوټر او انټرنټ په نړۍ کي تر پرون اسانه او سينګاره کړه .

بايد ياد شي چي ګران کامه وال صاحب يو بل نه هيريدونکی خدمت چي کړی هغه د پښتو کيبورډ د سافت وير په ډېر ساده او اسانه ډول جوړول او خپلو هيوادوالو ته وړيا ډالۍ کول و .

په غالب ګمان اوس  په افغانستان او ټوله نړۍ کښي تر سلو زرو زياتو افغانانو  د ټول افغان ويبپاڼي څخه د پښتو کيبورډ خپلو کمپيوټرونو ته په وړيا توګه کښته کړی دی ، او  نور   د انګريزي  الفبې پر ځای په خپله مورنۍ ژبه او رسم الخط  يو بل ته برېښناليکونه لېږي .

خو ، 

تر اوسه لا هم يو شمېر  هيوادوال د بېلابېلو ځايونو په برېښناليکونو کي ليکي چي څنګه کولای شي په خپل کمپيوټر کي پښتو وليکي . يا له کومه ځايه د پښتو ليکلو سيسټم او چل  ترلاسه او زده کړي !

همدا نن  د بېنوا ويبپاڼي يوې درنې لوستونکې  د مېلمنو په پاڼه کي د خپل نظر او پوښتني په ترڅ کي د پښتو سيسټم غوښتنه کړې وه ، نو ځکه مو دغه لنډ مالومات خپرول اړين وبلل .

ټولو هغو درنو هيوادوالو ته چي لا اوس  هم د کمپيوټر د کار په وخت کي د پښتو لوستلو او ليکلو سره ستونزي لري زيرئ ورکوو ، همدا اوس په ډېره اسانه  او وړيا توګه د ښاغلي شېرزاد کامه وال ډالۍ  او د بېنوا ويبپاڼي  له خوا د هغې د انسټال لارښود په متن او انځو رکښي وويني .

 

تاسو دا مالوماتي پاڼه په دې پته هم پرانستلای شئ :   www.benawa.com/0/xp

 

که تاسو تر اوسه خپل کمپيوټر نه لرئ ، د کارځای ، دفتر ، ويبځای ( انټرنټ کافې ) يا کوم بل داسي کمپيوټر څخه کار اخلی چي په هغه کي د کوم پروګرام د انسټالولو يا کښته کولو اجازه نه وي ، بيا هم کولای شئ چاته چي غواړئ پښتو برېښناليک وليږئ : دا وياړ بيا هم د ټول افغان د ويبپاڼي په برخه دئ . مهرباني وکړئ دا ځای کښېکاږئ يا دغه پته ووهئ .  www.tolafghan.com/email.php

 

هيله ده کمپيوټر مو پسله څو دقيقو په پښتو ليکلو او لوستلو پوه شي ، او ستاسو کاري ستونزي له منځه لاړي شي .

هيله ده ښاغلی کامه وال او ده غوندي نور زيات شمېر ځوان کمپيوټر پوهان د خپل هيوادملي او درنې ژبي د پرمختګ له پاره لا هلي ځلي وکړي . تر څو ددې غيرتمند ټبر خوږه ژبه د سيالو ژبو تر کتاره ورسيدلای شي ، دوی ښاغليو ته په دې لاره کي لا ستري برياوي غواړو . 

 

                            په درناوي

بېنوافرهنګي  ټولنه

د ويبپاڼي خپرنيزه څانګه - هالنډ