میرویس جلالزی
ټاکل شوي چې د افغانستان د کرکیټ اتله لوبډله نن په کویټ کې د هانګ کانګ له لوبډلې سره میدان ته ووځي.
افغان کرکیټ بازانو دغې سیالۍ ته هغه وخت نور قوت هم وموند چې د نبي زاخیل په نامه یو تازه دمۍ افغان بیټ وهونکی کویټ ته ور ورسید.
دغه بیټ وهونکی تر اوسه پوري په دې نه وو توانیدلی چې کویټ ته لاره ومومي.
د افغانستان د کرکیټ ټیم یوه غړي بشیر ستانکزي په کویټ کې د بینوا همکار ته وویل چې دوي به له هانک کانګ سره د چهارشنبې په ورځ لوبه کوي او نیپال به له مالیزیا سره ولوبیږي او د دغو دووجوړو ګټونکي لوبډلې به یو له بل سره په فاینل کې لوبې کوي.
ستانکزي له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې د خپلې لوبډلې د بریالي توب لپاره د دعا لاسونه پورته کړي.