میرویس جلالزی
د افغانستان د کرکیټ اتلانو په کویټ کې د سیا لیو په لړ کې د هانک کانګ لوبډله په ګونډو کړه.
افغان لوبغاړې نور علي ځدراڼ تيزه لوبه وکړه په ٢٧ بالونو يې ٢٨ مندې درلودې له هغه وروسته شهزاد هم تيزي وښوده او ٣٥ مندې يې وکړې .
افغانستان له هانگ کانگ سره دوه وارې نيمه پايلوبه بايللې ده او په دواړو هغو تيرو وارونو کې افغانستان تر يوسلو شپېتو منډو کمو ته اړتيا لرله او پوره يې نه کړې .
نن د افغانستان ٣٨ منډې وې چې کريم صادق يو وار بيا په کمو منډو وسوځيد .
د دوى دواړو له سوځيدا سره نوروز منگل هم په يوې منډې وسوځيد .
افغانستان څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي و او داسې ويره وه چې پخوانۍ لوبې به تکراريږي .
خو اصغر ستانکزي او ريس احمدزي په ورو خو پر ځاى لوبې سيالي د افغانستان په گټه کړه .
ريس احمدزي ٣٨ منډې وکړې خو اصغر تر پايه پاتې شو .
نبي په ٣٢توپونو ٣٥ منډې وکړې او لوبه يې په اسانۍ وگټله .
اوس به افغان لوبډله له نیپال سره لوبه کوي.