افغان کرکیټ بازان د کویټې د سیالیو اتلان شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34577

دخبریدو نیټه : 2010-04-09

میرویس جلالزی

د افغانستان  د کرکیټ لوبډلې دکویټې په سیالیو کې د جمعې په ورځ د نیپال د لوبډلې په ماتولو سره د دغو سیالیو لومړۍ مقام خپل کړ.

افغان کرکیټ بازانو په پينځه نوې منډوخپل حریف په ګونډو کړ.

تر دې دمخه د کویټ د اې سې سې په سیالیو کې افغان ټیم دوه لوبې ګټلي وي خو له اماراتو څخه یې ماتې خوړلي وه.

د جمعې په ورځ د  افغانستان لوبغاړي په بي ساري توګه ښه وځلیدل او دغه قوي او غښتلي لوبډله یې په ګونډو  او خپل ملي بیرغ یې په ډولونو او اتڼونو سره د هغو مسافرو افغانانو په منځ کې ورپاوه چې د کویټ د مسابقو سیالیو ته را ټول شوي ول.

افغان کرکیټ بازانو د شاوخوا پینځه زرو تنو کویټ میشتو افغانانو له لوري په  ډولونو او د پیسو په شیندلو بدرګه کیدل او ټاکل شوي چې هیواد ته به ډیر ژر را ستانه شي.

ټاکل شوي چې افغان کرکیټ بازان به د مې میاشتې په لومړۍ نیټه د ویست انډیز په سیالیو کې لومړۍ له هند او وروسته له جنوبي افریقا سره لوبې وکړي.