د پښتنو دقبيلود پېژند لو په لړ کې دا ځل تا سو ته دپښتنو يو بله قبېله درپيژنم چې زا خېل نو ميږي٠ زاخېل له اره سړ بني پښتانه دي ا و په سړ بنيوکې غوري يا غو ريا خېل دي چې ېر دولت يار ورګډيږي او په دولت يار کې دمو مندو سترې قبيلې ته منسوب او دمو مندو ددويزيو دښاخ يوه څا نګه ګڼله کيږي٠
غوري يا غو ريا خېل هغه پښتا نه دي چې دچنګيز(٦٣٤ هجري قمري مړ) په تا ړاکو نو و دچنګزيانو په نا تا رو نو کې له خپلې اصلي مېنې غور نه ليږد او مهاجرت ته اړ شوي دي٠ د غو ريو پښتنو نوم د ستر خو شال( ١٠٢٢-١١٠٠هجري قمري) په دېوان کې داسې راغلی دی :
هند ته يې روان کړ بدرګه مې مستجاب ** هم ملک، هم خان، هم همه غوري ارباب
داورنګزېب عالمګېر(١١٦٨-١١١٨هجري قمري)د زمانې يو بل شاعر حسين پکلي وال ويلي دي :
د رقيب دنا کردو به مې خلا ص نه کا **که جنبه مې شي تمام غوري خښي
د پښتنو نازکخيال شا عر حميد ما شو خيل هم داسي وايې :
چې دا ستا دنا مې بوی اخلي حميده! **څه به نه وي خوش دما غه غوري، خښي
ارواښاد علامه استاد عبد الشکور رشاد رحمته الله عليه در احت ياد په نا مه د مقالو په هغه ټو لګه کې چې په ١٣٦٤ لمرېزکال کې کې دکا بل پو هنتون دژبو او دبيا تو دپو هنځي له خوا خپره شوې ده په خپلې يوې مقاله کې چې د راحت زاخيلي په اړوند يې کښلې ده دزا خيلو دقبيلې په اړوند داسي ليکلي دي : " دويزي او خويزي دمو مندو دوې نامتو څا نګې دي چې دګنداو او کو ډا خيلو تر مينځ مېشته دي٠ زاخيل زياتره کو چيان دي، ديشين(١) ا و غر شين(٢) هم پکې شته ٠ دننګر هار ولايت دروداتو دولسوالۍ دکان او کتر غي تر مينځ سېمو کې مېشته دي٠ دننګر هار ولايت دکا مې ولسوالۍ او ثمر خيلو دکلي تر مينځ هم د زاخېلوڅو کلي شته دي٠ دډکې ختيز ته دکابل سيند پورې خو اته هم زاخېل پر اته دي ٠ دننګر هار پر زا خېلو بر سېره د کندز په ولا يت کې هم زا خېل مېشته دي(٣) او دکو رنيو شمېر يې تقر يبا دوو زرو ته رسيږي او مشهور کلي يې په لاندې ډول دي :
١- زاخيل کلی: دسپين زر شرکت شاته٠
٢-خواندان کلی : دچاردرې دسيند پر غاړه٠
٣- پا چا قلندر کلی : دزرخريد په سېمه کې (٤)"
دکندز دو لايت په مر کز دکندز په ښار کې هم زاخېل شته ٠ ددغې سېمې نا متو بډای حا جي نا زکمير خان زا خيل وچې دزاخيلو نا متو قبيلې ته منسوب و٠
د افغا نستان نا متو ليکوال استاد عبد الرؤف بينواهم دپيښور په نو ښار کې د زاخېل په نا مه ديو ه کلي يا دونه کړې ده او زيا ته کړې يې ده چې دپښتو، فار سي، عربي او اردوژ بو ليکوال او شا عر راحت زاخيلی په دغه کلي کې زيږ يدلی دی (٥) خو پخپله ار واښاد را حت دپېښور دنو ښار په سېمه کې د زا خيلو درې کلي ښو دلي دي .(٦)
مشهور انګرېز محقق او ختيز پيژندونکی هينري جيورج راورټي دنو ښار د زاخېل کلی دازي خېل په نامه يادوي، خو دهندو ستان جيو ګرافيکل سو سائيټي ددغه کلي نوم زاخيل ليکلی دی٠ ارواښاد راحت زاخېلی هم کښلي دي چې د نو ښار په سېمه کې د زاخان با جوړي درې زا منو، دري کلي ودان کړي دي چې درې واړه دزا خېلو په نا مه سره يا ديږي٠ دز اخېلو کلي د نو ښار په جنوب لويدېز کې پر اته دي ٠ د زا خېلو او نو ښار تر مينځ دپير پا يې کلی پروت دی٠ پېر پا يې له نو ښاره دوه نيم کروه واټن لري(٧) او زا خېل له پير پا يې نه يو نيم کروه لېرې دی٠ په دې حساب نو د نوښار او زا خېل تر مينځ څلور کروه لاره ده٠ دپيښور او اټک تر مينځ پا چا هي لار د زاخېلو شمال ته تير يږي ٠ دپېښور ښار او زا خېلو تر مينځ يوولس کروه واټن دی٠ نو ښار دزاخېلو کلی د پېښور ښار شمال ته لږ مايل ختيز لور ته پروت دی اود مشهور شاعر او لېکوال راحت زاخېلي د ټا ټو بي له کبله د پښتنو په ادبي کړ يو کې دځا نګړي شهرت نه بر خمن دی٠ ارواښاد راحت زا خېلي په څلورو ژبو( پښتو، فارسي، عربي او اردو) کې دشپږ ويشتو تا ليفا تو او تر جمو څښتن دی ٠ (٨)
د استاد راحت زاخېلي اوحاجي نازکمېرخان بر سېره د ښا غلی کرزي په او سنۍ کا بېنه کې دافغا ستان د ماليې وزير ښا غلی عمر زا خېلوال اودپښتو ژبې د مشهور شاعر او مو سيقي پوه ارواښاد استاد محمد دين زاخېل نو مو نه يا دولای شو چې دز اخېلو قبيلې ته منسوب خلک دي٠
--------------------------------------------------------------
ما خذو نه او يا دښتو نه :
١- پښتا نه په مجمو عي تو ګه ديشين هغو خلکو ته وايې چې کو چيان نه وي او دما لو نو دروزنې پر ځای کښت او کر وکړي او په کليو او ښا رونو کې او سي٠
٢-غر شين هغه پښتا نه دي چې په غر ونو کې مېشته دي ٠ دپښتنو يوه قبېله هم دغر شين په نا مه شته٠
٣-کندز دا فغا نستان د شما لي ولا يتو نو نه يو ولايت دی چې د امو سيند يې له تاجکستانه بيلوي، ختيز ته يې تخار، لوېدېز ته يې بلخ او سوېل ته يې دبغلان ولا يتو نه پر اته دي٠
٤-د پا چا قلندر زيارت او مرقد هم همدلته واقع دی٠
٥-وګورئ اوسني لېکوال١-٤٢١ دعبدالرؤف بېنوا تاليف، کابل، دو لتي مطبعه، ١٣٤٠ کال
٦-و ګورئ لغات افغا ني،دراحت زا خېلي تا ليف، ١٢٤ مخ، دلا هور چاپ٠
٧-وګورئ تواريخ خورشيد جهان په ١٩٨ مخ کې چې ازي خيل دڅمکنيو يوه پښه ښودل شوې ده، څمکني هم غوري پښتانه دي٠
٨-دکابل رود چې په پېښور کې يې لنډی بولي دنو ښار په مينځ کې تېر شوی دی، شمالي بر خه يې داشنغر په نو ښار شهرت لري او محمد زي پښتا نه پکې اوسي، جنو بي بر خه يې دخا لصه نو ښار په نا مه يا ديږي ګډوله خلک پکې اوسي٠
٩-زاخېل، د راحت ټا ټوبی، دراحت ياد،دکابل پو هنتون فر هنګي شورا، کابل١٣٦٣,کال،٢٥٤-٢٥٦ مخونه٠