د بدني ځواک فدراسیون جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34707
میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-04-13

د بدنې ځواک د فدراسیون د جوړلو لپاره د ملي المپیک  د کميتې د چارواکو له لوري هلي ځلي رواني دي.

د ملي المپیک د کمیټې د رسنیو مسلو عارف پیمان وویل چې د ۱۴۰۰ تنو تر منځ د بدني ځواک د غوره لوبغاړو د موندلو لپاره سیالۍ په لاره واچول شوي چې له دغې دلي څخه دیرش تنه د بدني ځواک د ملې ټیم لپاره غوره شول.

نوموړي زیاته کړه چې ډیر ژر به د دغې لوبې فدراسیون هم د ملي المپیک د کمیټې په چوکاټ کې رامنځ ته کړي.