د « کمونيزم » څخه تر « ټروريزم » پورې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3478
ډاکټر نثار احمد « صمد »
دخبریدو نیټه : 2005-08-18

څلورمه سټره جګړه ښايې هيڅ پای ته ونه رسیږی

ليکوا ل : ډاکټر نثار احمد « صمد »
امريکا د خپل عروج په معاصر تاريخ کې څلورو سترو جګړو ته لاس اچولې دی يعنې لومړۍ نړيواله جګړه، دوهمه نړيواله جګړه، وروسته د شوروی اتحاد په وړاندې « سړه جګړه» او بالاخره دا څلورمه جګړه چې « د ټروريزم سره جنګ» نوميږی .

لومړۍ دوې جګړې مخامخ لنډی جګړې وې چې سترې تباهۍ يـې پيښې کړې . خو « سړه جګړه» يوه مزمنه جګړه وه چې هدف يې د کمونيزم مخنيوي او د هغه ماته وه. هغه جنګ چې پنځوس کاله يې پايښت وکړ بالاخره د شوروی د سرټنبګۍ او حماقت په وجه چې هماغه پر افغانستان حمله او هلته را ګيريدل و، د امريکا په ګټه ختم سو.

 خو فعلي يعنې څلورمه جګړه د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر يوولسمه پر امريکا باندې د ټروريستي حملې راهيسې پيل سوې ده چې صرف څلور کاله يې تير سوي مګر تر اوسه لا ګټونکی او بايلونکی ندي مشخص سوی. دا جنګ چې د « يو طرفه ناتار» غوندې پر مخ ځي د « د څو کسانو» او « امپراطوريزه ځواک» تر مينځ روان دی.

دا د « عقيدې» او « وسلې» جنګ دی. د يو لورې سره « معنوی» کومک او بل لوری سره « مادی» کومک جريان لری. يو لورې د دفاع او ځان ساتنې په هڅه کې دی حال دا چې بل لورې د شديد يرغل او ځپونکی هيبت څخه کار اخلی.
که لږ شاته ولاړسو او د معاصر تاريخ څو فصلونه ولولو نو د امريکا په اړه به لاندينی څو ثابت حقايق ومومو:

لومړی : ــ تاريخ ښودلې چې امريکا هيڅکله هم پداسې جګړه کې برخه نده اخيستې چې په مقابل کې يې برابر يا معادل غليم قرار لرلې وی. که وي نو هغه تر پرله پسې کمزوره کيدو وروسته پخپله د امريکا لخوا د ځان په وړاندې درول سويدی. لکه څنګه چې په لومړۍ او دوهمه نړيواله جګړه کې امريکا هله جګړې ته ورشامله سو ه کله چې جرمنی او ملګری يې ښه کمزوره او استهلاک سو ل .

دوهم : ــ تاريخ ثابته کړې ده چې امريکا هيڅکله هم په آرامو شرايطو کې يو رښتيانې او باالقوه حريف ندی لرلې. ځکه شوروی اتحاد د خپل اوج پر مهال ځوانمرګ سو.

دريم : ــ امريکا تر ننه هيڅ جګړه نده بايللې او د هر يرغليز جنګ څخه مؤفق راوتلې دی چې علت يې پورته ذکر سوي دي

څلورمه : ــ امريکا هيڅکله هم د بهرني يرغل ياداخلي تلفاتو او تباهيو سره نده مخامخ سوی. ځکه د جغرافيايی پلوه هغه په يوه ليری او ګوښه سيمه کې پروت دی حال دا چې لومړۍ او دوهمې نړيوالې جګړې ټوله اروپا د اور په لمبو کې سوځوله خو امريکې يې ننداره کوله، همدا علت دی چې امريکا د نړۍ محفوظ هيواد او پر مخ تللې ځواک سو. د سپټمبر يوولسمه لومړنۍ ضربه ده چې د امريکا په دننه کې ورکول سوه او څه کم درې زره وګړې يې ووژل سول.

رابه سو څلورمې سترې جګړې ته . شواهد ښئ چې په افغانستان او عراق کې راګير امريکايی پوځ د لويو ستونځو سره مخامخ دی. هغوی د افغانستان تر نيونې ډېر ژر وروسته پر عراق هم بريد وکړ او هلته يې هم « ګوډاګې رژيم» نصب کړ. ما بعده پلان يې پر ايران يا سوريې باندې حمله وه خو ورځني ترخه حقايق ښئی چې په افغانستان او عراق کې ايسار امريکايی پوځ « مابعده حملو» ته فرصت نلری او په اصطلاح نور سرونه نسی لانده کولاې.

 د امريکا لوي درستيز جنرال « ريچارډ مايرز» تيره مياشت په يو پټ راپور کې د امريکاې کانګريس ته وويل چې « په عراق او افغانستان کې راګير امريکايی پوځ د پلان له مخې نورې جګړې ژر نسی ګټلاې.» ده ويلې چې امريکايي پوځ فعلاْ په خورا بحرانی حالت کې دی.، د پينټاګون ويندوی د دی راپور په ارتباط وويل چې « موږ د جنګ په حال کې يو او زموږ پو ځ تر زيات فشار لاندې دی مګر دښمن به ماتوي.»

ډيره د تعجب خبره خولا داده چې په ۲۰۰۳ کې د ټولو « تروريستی » پيښو شمير ( ۱۷۵) ته رسيدی حال دا چې په ۲۰۰۴ کې هغه د امريکې د ځپونکی شدت سره سره ( ۶۲۵) ته جګ سو چې دې پرمختګ امريکايی مورال نور هم وران کړيدی. بله جالبه لا دا چې د سي آی اې پخواني تحليګر او د خارجه وزرات د تروريستی مسايلو متخصص« ليری جانسن» ويلې چې خارجه وزيرې « کاندوليزارايس» نومورئ راپور د خپريدو څخه راګرځولې دی. د حيرانتيا ځاي دا دي چې د تروريستی حملو دا لوړ شمير د۱۹۸۵ راهيسې د « سوړ جنګ» تر ختميدو وروسته لوی ترين عدد ښئی چې ټول امريکايان يی په انديښنه کې اچولې دی. البته په عراق کې پر امريکايی عسکرو حملې پدې حساب کې ندی شاملې که څه هم چې بوش په اپريل کې عراق د تروريزم سره د جنګ « مرکزی جبهه» وباله. د بوش ادارې ويلې
چې عراق ته د اسلامی جهاديانو ورتلل زموږ لپاره تردې چې د امريکاپه دننه کې مو د هغوي سره جنګ کاوه بهتر دی. خو د امريکې پر بهرنۍ پاليسی باندې ډېر ناقدين دغه کار د امريکا د عمل په مقابل کې عکس العمل بولی. کره کتونکی ادعا کوی چې پر عراق باندې په خاص ډول او پر افغانستان باندې په عام ډول د امريکا حمله او پوځي نيونه ښايي په نړۍ کې د امريکا پر ضد کرکه او جهادی ولولې کټ مټ هغسې را وپاروی لکه په ۱۹۸۰ لسيزه کې چې د شوروی نيونې په وړاندې اوج ته وروسيدې. دا چې نن د هرې سيمې څخه مسلمان ځوانان د ځان وژونکو حملو په خاطر عراق ته ور روان د ي سړی ته په اتيايمه لسيزه کې هغه کيسه ور په يادوي لکه د شوروی پر ضد چې له هرې خوا دغسې ځوانان افغانستان ته ور روان ول.په هر صورت، شواهد ښئی چې ممکن د تروريزم سره روان جنګ ډېر اوږد او نه ګټل کيدونکی وی وخت په سرعت سره ځغلی خو « مثبت پرمختګ» په هيڅ محاذ کې چندانې نه ښکاری. په افغانستان او عراق دواړو کې هره ورځ اشغالګر پوځيان، د ګوداګي رژيم اجيران او د هغوي مخالفان او بالاخره عوام پرله پسې وژل کيږي او بې ثباتي پر خپل حال پاته ده.

د جون پر لسمه لاس انجلس ټايمز يو خورا جالب راپور خپور کړ چې په هغه کې يې د امريکا د عدليه وزارت له قوله ډاګيزه کړه چې د سپتمبر تر حملې شل مياشتې مخکې د سي آی اې يو لوړ چارې افسر هغه راپور قصداْ ( FBI) ته صادر نکړ چې د ۱۹ طياره تښتونکو له جملې نه دوه تنه يې امريکا ته داخل سوی وو تر څو ايف بې آیFBI هغوی تعقيب کړې او نيولې واې. د عدليې وزارت لوی پلټونکی « ګلن فاين» وايي چې که هغه مهال يعنې د ۲۰۰۰ په جنوری کې) د ( CIA) د«اسامه بن لادن د شعبې» مربوط افسر چې شفری نوم يې « جان» دی دغه راپور (FBI) ته ورکړ واې نو د دې څانګې افسرانو به ضرور په سان ډياګو کې دغه دوه کسه مابعده تښتونکی نيولي واې( چې نواف الحاضمی او خالد المهدر نوميدل او د متباقی ۱۷ تښتونکو سره مل سول.) او په دې توګه به دسپتمبر د يوولسمې د حملې مخنيوی سوی واې. خو دا چې ولې د ا راپور ايف بې آی ته ور نکول سو تر اوسه د راز خبره ده.فاين زياته کړه چې « دا خورا څرګند ه ناکامی ده چې هم د سلسله مراتبو او هم فردی پلوه ده.»اوس که پورته ټول بيان په اجمال سره تر ښه غور لاندې ونيسو نو په لنډه توګه ويلاې سو چې : اول ــ امريکا په ۱۹۸۹ کې د برلين د ديوال تر نړيدو وروسته کوم رسمی او باالقوه دښمن نه درلود تر څو خپلو پوځي او استخباراتي سترو بودجوته يې پايښت پسې ورکولاې . خو د څه مودې لپاره « مخدره مواد» او « بې ثباته نړۍ» د هغوي رسمي غوندې دښمن ګڼل کيدئ.
دوهم ـــ واشنګټن د دې « مکرر و اخطارونو» سره سره چې مداخله ګره او امپراتوريزه بهرنۍ تګ لاره ښايي د امريکا په دننه کې « پس لګد» غوندې حمله رامنځته کړی، بيا هم د ۱۹۹۰ پر مهال په بهر خصوصاْ د منځني ختيځ په اسلامي هيوادو کې « د غالبوزو چرګنيي» راپاراوه. د (CIA ) يو لوړ چارې مستعفې افسر « مايکل شيور» ليکی چې « امريکا د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۵ ترمنځ موده کې ۱۷ پوځي عمليات کړی چې دا ټوله او هر يو يي د مسلمانانو پر ضد تر سره کړيدی.»

دريم ــ د سترو بودجو او لويو صلاحيتونو د لرلو سره سره ( CIA ) او ( FBI) دواړه پخپلو دندو کې ناکامه راغلل او صرف ۱۹ کسانو د سپتمبر پر يوولسمه د امريکې پخپلو وسايلو يعنې ملکی الوتکو سره يوه داسې حمله پر وکړو چې امريکا هيڅکله هم نه خو ليدلې وه او نه يې هم تصور کولاې سو.

څلورم ــ واشنګټن د خپلو دغو بې وسيو او ناکاميو د تحريف په خاطر د ئپتمبر د يوولسمې حمله د خپلې غلطی بهرنۍ تګ لارې پر ځاي هغه د امريکې پر « آزادۍ او ارزښتونو» باندې د « بې تهذيبه» نړۍ يو بريد وباله تر څو پدې پلمه سره «د تروريزم پر ضد جنګ» ته معقوله صبغه او حق په جانبه بڼه ورکړی.

پنځم ــ « د تروريزم سره جنګ» پر افغانستانباندې يرغل او هلته د زرګونو ملکی وګړو وژل ظاهراْ موجه و ښود. دې کار د امرکا پر ضد کرکه زياته کړه حال دا چې د سپتمبر د يوولسمې د حملې اصلي شکمن اسامه بن لادن يې هم ونه موند. بل دا چې هلته د « رژيم بدلولو» په نتيجه کې يو داسې مختلط ګوډاګي رژيم نصب کړای سو چې زيات عناصر يې د مخدره موادو کار و باريان دی او دغه کار په اصطلاح « د تروريزم سره جنګ» نور هم د خنډ او خنډ سره مخامخ کړ.

شپږم ــ همدغه « تروريزم پر ضد جګړې» د پرمختيا وو بهير عراق ته ورساوه او د بې بنسټه پلمو په جوړولو يې هلته هم خپل « ګوډاګي رژيم» نصب کړ او ځان يې په لويو ستونځو کې راونغښت چې اوس درييم سر نسی خيشتولاې .

اوو م ـ د عراق بريد هره خوا د امريکا پر ضد کرکه او نفرت نور هم زيات کړ. په نتيجه کې ګورو چې عکس العمل د عمل سره متناسب روان دی. دغې حملې زيات بنسټ پالان په جنګياليو سره واړول او د هرې خوا څخه هلته ور وران دی يا دا چې په نورو سيمو کې د امريکې پر ضد عکس العمل ته لاس اچوي.

نو ځکه نن د « تروريستي پيښو» شمير د ( ۱۷۵) څخه (۶۲۵) ته رسيږی .
واشنګټن ښايي وروسته سوريه يا ايران هم په بې بنياده تورونو او پلمو سره تر ګوزار لاندې راولې چې دغسې کار به ضرور « څلورمه ستره جګړه» نوره هم اوږده او ناګټونکي کړی.

 اتـــم ـــ روانې پرمختياوي ښئی چې د عراق او افغانستان بيله قيد او شرطه نيونې له يوې خوا او د تروريزم پر ضد نه ختميدونکي جنګ هم له بلې خوا بايد ضرور نورې سترې پوځي او استخباراتي بودجې هم په بر کې ولری چې آن د کمونيزم په مقابل کې هم نه وې تخصيص سوی ( همدا نن نن په افغانستان او عراق کې د امريکا پوځي مصرف هر مياښت شپږنيم بليونه ډالره دی) روانې پرمختياوی ښئي چې دا بهير د نور خوځښت او ډيرښت په حال کې دی چې نړۍ يې يوې «مبهمې آيندې» ته روانه کړيده.
نن موږ ګورو چې ظلم په ظلم او « ټروريزم » په «ټروريزم » سره وهل کيږي، « متمدنه نړۍ ؟ ! » او « بې تهذيبه نړۍ ؟! » يو بل ټکوي، د بدنامه او ډيکتاتورو يا ګوډاګيو رژيمونو پانکونکی ځواک «ډيموکراسی ؟ ! » تحميلوي، د اټومي بمونو ډيپو او استعمالونکی ځواک نړۍ « بې وسلې ؟ ! » کوي ، د بشری حقوقو پايمالونکی ځواک د «بشري حقوقو ؟ ! » ټيکه داری کوی، يرغلګر ځواک مستعمره هيوادو ته « آزادی ؟ ! » ورولی، او لنډه دا چې د ټروريزم شاربونکی راولاړيږي «ټروريزم ؟ ! » ختموی ! !
امريکا او برتانيه په هوا کې توره وهي ځکه هغوي داسې « ټروريزم » ختموي چې تر ننه يې هم ندي تعريف کړې او نه يې هم د تعريفولو جراْت لری که نه هر څه به رسوا سی.

هو، دا يو منل سوي اصل دی چې انسانان پيښو ته لوری ورکوی مګر نن ګورو چې پيښې اسنانانو ته لوری ورکوی او ځکه نو ښايي « څلورمه ستره جګړه» نه خو پاي ته ورسيږی او نه هم وګټل سی.

 اخځونه: ـ

۱ – د انګلستان ګارډين ورځپاڼه، د ۲۰۰۵ د اپريل ۲۳
۲ ټورنټو سن ورځپاڼه د ۲۰۰۴ د اګست لومړۍ نيټه
۳ ـــ لاس انجلس تايمز، د ۲۰۰۵ د جون لسمه
4 – Through our Enemie’s Eys, By: Michael Sheuer, USA, 2003
5 – www.commondream.org/views 05/04 26-28
6 –www.independent org/newsroom/article.asp/id
7 – www.jang.com.pk/the news/may2005-daily

د افغان رسالې / افغان پوست – له ۷۳ ګڼې څخه