د افغانستان د غميزې ريښې افغاني نه دي !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34853
ډاكتر شيرحسن حسن
دخبریدو نیټه : 2010-04-17


مسكو- روسيه  19.03.2010
په نړيوالو خبري  رسنيو کې  داسې ډارونکي کلمات لکه جنګ  ، چاودنې  ، مرګونه ، ويجاړۍ ، القاعده ،طالبان ، تروريزم ، مخدره مواد  او تښتونې له يوې خوا او مهاجرتونه ، فقر او بې وزلي ، بې ګناه مرګونه  او نور له بلې خوا  زموږ د هيواد افغانستان  له نامه سره تړل کيږي .
دغه  ډارونکې پديدې  چې  افغانستان يې ترټولو  لومړی قرباني  شوی دی  ، اوس يې  د وحشت وهم  ټولو نړيوالو  ته څرګند دی ، خو په يو يا بل ډول   په افغانستان تپل شوې  پديدې ګڼل کيږي .
له بده مرغه نړيوالو  ددغه انساني ضد  پديدو وحشت  هغه وخت لمس کړ  چې په اور کې يې افغانان  وريت شوي وو  او بالاخره  د اور لمبې د دوی  تر ښارونو او کورونو هم ورسېدې  .
سړی  د نړيوال انسانيت څخه ډېر مايوسه شي چې تر اوسه پورې هم   د دوزخ په دغه نغري کې  د افغانانو چيغې  هيڅوک نه اوري  او  ډېر د حيرانتيا ځای دی  چې تر اوسه پورې  د نړيوالو پر  افکارو  يو ډول ځان غولوونکی  طرز تفکر  حاکم دی او يا د نړيوالې مافيا حاکمې کړۍ  کوښښ  کوي  پراخې  نړۍ ته  د دې قناعت ورکړي  چې  دوی د تروريزم  ريښې په افغانستان  کې  پيدا کړې دي  او کوښښ  کوي  چې هماغلته  يې  له منځه يوسي(!)
هغه څه چې  نړيوال  زورمندان يې  د ځان په ګټه  د نړيوالو د ذهنيت د جوړولو لپاره  د درواغو او رښتياوو  مخلوط جوړوي  هغه د دوی کار دی خو رښتيا رښتيا دي  او هغه دا چې نړيوالو زورمندانو لکه څرنګه چې  په عراق کې   د ډله ايزې  وژنې  وسلې  پيدا نه کړې  ، په افغانستان کې يې  هم لاتر اوسه  د تروريزم ريښې  نه دي  پيدا کړي  او په كامل باور يې ترپايه  هم نه شي  پيدا کولای ، خو د تروريزم  پر ضد د مبارزې  د جوړ شوي تياتر په افغاني صحنه كې گڼ شمير بې گناه او بې دفاع افغانان ، سپين ږيري ،ښځې او ماشومان وژل كېږي ، د هر وژل شوي پر تندي  د تروريست، طالب او القاعده ټاپه  وهل كيږي  او  د تفكيك فكر يې لاتر اوسه د بې رحمه نړيوالو سره نه دى  پيداشوى.
د دغې  نړيوالې بدمرغۍ  په  لټون  کې د پرله پسې نړيوالو  تلاشونو  د نه کاميابېدو  يو علت  په نړيوال سياست کې  د دوه مخۍ يا  ((دوه ګونی ستندرد))  او دوه ګونو معيارونو  دحاکميت شتون دی .
((دوه ګونی ستندرد)) ذاتاً د انساني شعور خاصه ده .انسان نه غواړي  يا نه شي  کولای  په خپله سترګه کې  خلی  وويني ، د بل  په باره کې  مخکې له مخکې په تلقين شوي نظر  باور لري ، د خپلې ګناه د پټولو  تلاش کوي  او د دې   ترڅنګ  د نورو  له  ملامتولو  او غندلو  ډډه نه کوي .
خو په سياست کې دغه  دوه ګونی  ستندرد  په ځانګړې سپين سترګۍ  او  بې شرمۍ  ځان څرګندوي، په سياست کې ټول عمر زورور کوښښ کوي  د زور  په مټ  په کمزوري باندې  د نړۍ هغه ډول جوړښت او  څېره قبوله کړي چې  د ده په  تصور او فکر  جوړه شوې وي .
دغه تيزس د افغانستان  په صحنه کې په ځانګړي ډول  په دې وروستيو وختو کې خورا  روښانه   دی ، نړۍ په خورا څرگند اتفاق په دې قناعت  كړى دى ، چې زورور کولای شي  بې له پوښتنې د کمزوري سرنوشت  وټاکي .
هيله ده زما هيوادوال به  په دې خبره له ما څخه ګيله من نه شي  چې نن نه غواړم  ، زموږ د عادت له مخې  په دې ووياړم، چې موږ  افغانان څومره  زړور  ، باتور او غيرتي  خلك يو ، موږ پينځه زره کلن تاريخ لرو ، موږ ټولو يرغلګرو ته ماتې ورکړې ده ،موږ  استقلال ګټلی   او له خپلې مورنۍ خاورې  داسې ښه دفاع کوو !
رښتيا خبره داده ،  چې موږ  افغانان اوس هم او د تاريخ په اوږدو كې هم  يو بې وسې او بې چاره  ملت يو، د خپل هېواد او  ملت د سرنوشت د ټاكلو په مسئله كې مو له څو محدودو فرصتونو پرته  د فكر او ارادې پوره استقلال  نه دى درلودلى  او د ټولنپوهنې د يونامتو عالم په قول  «موږ  افغانان ځلكه په يو عظيم ملت نه يو تبديل شوي، چې د ملي استقلال او ملي گټو پر ځاى فردي استقلال او فردي گټې راته گرانې او مهمې دي .»   حتی زموږ  نننۍ جغرافيوي محدوده  چې  موږ  د يو دولت  په څېر  ژوند پکې کوو، سرحدونه يې د افغانانو پواسطه نه ، بلکې  د برتانيې او روسيې د امپراتوريو  د استازو په  متقابلو راكړو وركړو او چانو وهلو  ټاکل شوي  او بيا يې نقشې  موږ ته راپاتې شوې دي !
د منځنۍ اسيا د تاريخ او سياسي علومو نامتو پوه  الکساندر  کنيازيف    ليکي : (( په XX     او   XXI   پېړيو کې  د افغانستان انکشاف ،  په هغو پېښو  پورې ټاکونکی تړاو لري  چې  د نولسمې  پېړۍ  په  پای او د شلمې پيړۍ  په  پيل کې  رامنځته شوې  ، هغه وخت چې افغانستان  د يو متمرکز  دولت  په څېر  جوړېدونکی و او د استقلاليت او مسئوليت  حدود يې  د برتانيې  او روسيې دسترو امپراتوريو د  مصلحت او جوړجاړي  په نتيجه کې  ټاکل کېدل . د شلمې پېړۍ په دوهمه  نيمايي کې  د  نړيوالو سستمونو د سيالۍ  او  د  سړې جګړې  په اوږدو کې  افغانستان  د نړيوالو سيالانو  د جيوپوليتيكو دلچسپيو او زورازمايلو ميدان و . خو د پخوانۍ(( لويې لوبې ))  نوې مرحله  د سيمې په تياتر کې هم   لکه د نورو په شان د لوبې د يو مهم  برخه وال  په نوي کولو  پيل شو ، او په لوبه کې د سترې برتانيې ځای د امريکا متحده ايالاتو ونيو.)) ،  ((الکساندر  کنيازيف  ، افغانستان او د منځنۍ اسيا امنيت ، بشكيك ۲۰۰۴ م ))
د نړيوالو  زبرځواکونو د سيالۍ د تاريخ په ټولو اوږدو کې  اسلامي بنسټ پالنه په تدريج سره د غير مسلمانو  هيوادونو  او ځواکونو له خوا په سيمه کې د خپلو سياسي  اهدافو لپاره د يوې اغېزمنې او ارزانه  وسيلې په توګه استعمال شوې ده .
د دوهمې نړيوالې جګړې په پای  او د هند  د نيمې وچې  له ازادۍ وروسته  ، هغه وخت چې د جنګ  فاتحين  او له هغې جملې  څخه  ستره  برتانيه  په سيمه کې د خپل سياسي  حضور په لټه کې شوه ، په دغه لار کې يې  لومړي قدمونه  دا وو چې  د اسلامي  بنسټپالو   افکارو  په ښکاره تحريک   او ملاتړ يې  د همدغو  افکارو  پر بنياد  په  ۱۹۴۷  کال د پاکستان  په نوم  نوی دولت  رامنځته کړ .
يوري نيکلايويچ  پانچکين  په روسيه کې د پاکستان  او شاوخوا سيمې  د تاريخ څېړونکی  او په دې باب  کې د يو کتاب مؤلف  دی چې ((د پاکستان  منځته  راتګ  او د پښتنو مسئله )) نوميږي .نوموړی په دغه مونوګرافيک اثر کې ليکي : « د دوهمې  نړيوالې جګړې په پای کې  په هند کې د ازادۍ  نهضت  په چټکۍ سره اوج ته ورسېد . د استعمار ضد مبارزې  په نوو شرايطو کې  د هند دملي کانګرس ترڅنګ سيمه ييزو  ډلو ټپلو  زيات زور واخيست ،  هغوی چې د سراسري ملي اهدافو تر څنګ  يې زيات سيمه ييز  او ګروپي  اهداف  مخته وړل ، يوه له دغو ډلو څخه  د محمد علي جناح  (جنا)  په مشرۍ  مسلم ليګ و .  د۱۹۴۴  کال په می  کې  مهاتماګاندي  د مريضۍ د شدت له کبله  له جېل څخه   خلاص شو ، د همدې کال  په سپتمبر کې  د ليبرال فدريشن  د رئيس   ت . ساپرو T.Sapru په منځګړيتوب  د هند برتانوي  واکمن  لارد اوي ويل د  مهاتماګاندي  او محمد علي جناح تر منځ  خبرو اترو  ته زمينه  مساعده کړه .  ګاندي  د واحد هند    په  ازادۍ  معتقد  و،  خو محمد علي جناح  تر پايه پورې  د يو جلا اسلامي  دولت د جوړولو  مدعي و.
بايد وويل  شي  چې د هند د ستونزې  په هکله د لندن  دريځ  چې د حل  خواته  متمايل  و له  ۱۹۳۹    او     ۱۹۴۰   کلونو   راهيسې  يې   بنسټ ايښودل شوی  و . هغه وخت هند ته د  اکسفورد  د پوهنتون   پروفيسور   د.کوپلند   واستول شو .  د هغه وظيفه دا وه  چې د هند  شرايط وڅېړي  او  د هند  په نيمه وچه کې د برتانيې  د اغېز  د ساتلو  لپاره خپلې مشورې او لارښوونې ترتيب کړي .   د کوپلند  د نظرياتو پر اساس  هند  ته  د برتانيې  له حضوره  پرته  د بالکان  د هيوادونو په څېر د((   Balkanization))  خطر موجود دی ، چې  د نوو جګړو  عوامل زېږوي .  د هغه  په نظر  د دغسې  يو خطر  د مخنيوي   لپاره   يوه اغېزمنه لاره  دا  ده چې  هند په مذهبي  معيار   وويشل شي او کوچنيو حکمرانيو  او قبايلي  سيمو ته  د  برتانيې  تر نظر لاندې (خپلواکي)  ورکړل شي . »  پانچکين  ي . ن.  د پاکستان  منځته  راتګ  او د پښتنو مسئله  ، مسكو  ۲۰۰۵م))
د هند تر ويش  وروسته ، پاکستان نه پښتنو ته  د خپلواکۍ  حق  ورکړ او نه يې کشميريان  د خپل سرنوشت  ټاکلو ته پرېښودل . پاکستان هغه وخت په کشمير باندې  د اسلام تر نامه لاندې    پراخه لښکرې ورمارش کړې  او  د کشمير د هغه وخت حاكمان يې   مجبور  کړ ل،  چې له هند  سره   د خپلو سيمو  د تړون  اعلان وکړي او په دې ډول  کشميريان  هم د پښتنو  په شان په دوو برخو وويشل شول .
پاکستان د کشمير په جنګ کې په ډېره  زيرکۍ د پښتنو له ديني احساساتو  څخه ګټه پورته کړه  او هغوی يې (( د اسلام  داوطلب لښکر)) په نامه  په منظم ډول په کشمير کې وجنګول   او کله چې برتانويانو د نورو له شرمه  دغه عمل ته ګوته ونيوله ، پاکستان په ځواب کې  ورته وويل چې  دا د ازادو پښتنو قبايلو لښکر  دی  او دغه سيمه د پاکستان  د دولت د کنترول نه وتلې ساحه ده .
 له لويه سره همدا د کشمير مسئله  په سيمه کې د سرطان د دانې  په څېر  د ګډوډيو  باعث دی  او د پاکستان  د  بقا لپاره  د دغه هيواد  د کورني او بهرني  سياست مهمه  مسئله ده، چې د نظامي  ګواښ لپاره يې  د ازادو قبايلو  پښتنو ته د پاکستان  د يو ذخيروي  لښکر  په سترګه کتل کيږي .
پاکستان  دا اوس هم   په همدې لوبه مشغول دی ،  چې له يوې خوا طالبان چې ډېره برخه يې د ازادو قبايلو پښتانه دي ، افغانستان ته يې  د ترور او ګډوډۍ  لپاره  رااستوي ، او له بلې خوا کوښښ کوي ټولې دنيا ته  وښايي، چې  پښتانه له تمدن څخه لېرې يو وحشي قوم دی  او تروريزم  او بنيادګري  له همدوی څخه  راپورته شوي دي .
پاکستان په خاص مهارت  د ازادو قبايلو پښتانه  په مذهبي جذباتو کې  له متمدنې نړۍ څخه لېرې  ساتي او نه پرېږدي  چې په مورنۍ ژبه  د زده کړو  له لارې  ملي احساساتو ته لار پيدا کړي . د مورنۍ ژبې پر ځای هغوی ته  د ديني جذباتو پر بنسټ  د دهشت ګرۍ او اکستريميزم  لارې ورزده کوي،  چې د اسلام  په نامه يې هم د کشمير په مسئله كې  او هم يې په عمومي ډول  د پاکستان  د خاورې  د تماميت  او د نظاميت په زور  د واحد پاکستان د بقا لپاره  په کار اچوي . پاکستان د خپلې بقا لپاره  بله هېڅ لار نه لري ، ځکه د پاکستان  د رامنځته  کېدو  پرنسيپ  همدا اسلامي  بنسټ پالنه ده .
پاکستان په کشمير  او  افغانستان   کې  خپلو ستراتيژيکو اهدافوته د رسېدو لپاره د دهشت ګرو  د تربيې  مرکزونه  او ديني مدرسې  په پراخه  پيمانه  په کار اچولې دي .  مدرسې  په پاکستان کې  ډېره اوږده  تاريخي سابقه لري ، خو  په افغانستان باندې  د شورويانو  د نظامي  يرغل وروسته يې خاص  رونق پيدا کړ .  هغه وخت  په پاکستان کې  د مدرسو شمېر  د زرو څخه تر لسو ــ يولسو  زرو پورته شو  او د طالبانو  شمېر يې  تر يو ميليون پورې ورسېد .  جنرال ضياالحق چې هغه وخت  د پاکستان واکمن و د بنياد گرو د روزلو لپاره يې  د  نوو مدرسو د جوړولو لپاره  پراخې  ځمکې ورکړې  او په مادي او معنوي لحاظ يې  د مدرسو ملا وروتړله .
د افغانستان د جنګ په جريان کې  بې شمېره  خلک شهيدان شول ، د هغوی کورنۍ  بې سرپرسته او ماشومان يې يتيمان شول .  په پاکستان کې  د مهاجرو کورنيو او  د دغو يتيمو  ماشومانو  لپاره د ژوند شرايط ډېر  ستونزمن وو . برسېره پر دې په پاکستان کې  د پراخه  فقر او بې وزلۍ سبب دى، چې خلك د عامه  زده کړو  امکاناتو ته لاسرسي  نه لري  او په ديني  مدرسو کې د زده کونکو  د اعاشې  امکانات  په ځانګړي ډول  په پښتني محيط کې  د دې باعث شول چې  په ډېر سرعت  دينې مدرسې  ډکې شي   او په هغوی کې د زده کونکو  (طالبانو) شمېر  ميليونونو ته  ورسيږي .
ټولې دغه مدرسې  ډېر ژر  د افغان  مجاهدينو  د  ديني  او جهادي  جذباتو  د ترنينګ  مرکزونه شول  او لاتراوسه پورې  د طالبانو  د روزنيزو مرکزونو په  توګه دوامداره  وجود لري . د دغو مدرسو او مرکزونو  کنترول د پاکستان  د استخباراتو  د ادارې  (ISI)  په لاس کې دي .
پاکستان چې د بنسټ پاله  سياسي اسلام په مفکوره منځته  راغلی دی ،  د خپل موجوديت له پيل څخه يې د عربي هيوادونو پراخ مالي ملاتړ  له ځانه سره درلود . شتمنو عربي  هيوادونو نه  يوازې د کشمير په مسئله کې د پاکستان ملا وتړله ، بلکې په خلاص لاس يې  د افغان مجاهدينو او دهغوی  د راوروسته نسل (طالبانو) سره مالي  مرستې وکړې .  د مالي مرستو سره يو ځای  له عربي نړۍ څخه بنسټ پاله مذهبي ډلې د مذهبي فناتيزم ، وهابيت او دهشت ګرۍ سره يو ځای پاکستان ته داخلې شوې، چې القاعده او ښاغلی (!)، منلی (!) او نازولی  مېلمه (!)  اسامه بن لادن  هم  ورسره ملګری و .
دا چې په اسلام کې بنسټ پالنه  کله او څنګه منځته راغله  او څنګه يې  وده وکړه ، په پراخ ډول د افغان تاريخ پوه ، د کابل پوهنتون د تاريخ پخوانی استاد  پوهاند محمد حسن کاکړ په هغه اثر کې چې (( وطن ته يو سفر،طالبان او اسلامي بنسټ پالنه )) نوميږي  تر  څېړنې لاندې نيول شوي دي .    پوهاند  کاکړ  د اوږدو پيړيو  دغه تاريخي پروسه  په ۱۲۵۸    ميلادي کال کې د چنګېزخان د لمسي  هلاکو  پواسطه  د بغداد د سقوط له زمانې  راپيل کړې  او له ابن تيميه څخه يې   تر بن لادن پورې  په پوره غور څېړلې ده ، د موضوع په باب کولای شئ  داغه اثر ته مراجعه وکړئ .
د ۲۰۰۱  کال په  اکتوبر کې  په افغانستان كې پر طالبانو  باندې د امريکا د بريد  په درشل کې  ، د پاکستان د  ځينو ازادو نادولتي   منابعو په حواله  په افغانستان د ټولو    مسلحو   جنګياليو شمېر   په دې ډول و:
۲۵۰۰۰   افغاني طالبان وو ، ۲۰۰۰۰    پاکستاني طالبان  او مجاهدين وو ، ۱۵۰۰۰ خارجي   په اساسي ډول  عرب داوطلبان  او حرفوي  جنګيالي وو ،  ۱۰۰۰۰ د پاکستان کوماندويي   پوځ  و   چې  متقاعد   جنرال   عبدالرحمن يې  مشري کوله .    له دې  جملې څخه  پاکستاني کوماندو پوځيان   د  عملياتو  له  پيل  څخه  دمخه  د خپلو  غربي دوستانو په مرسته  خپلو قشلو ته ستانه شول ،    ۷۰۰۰ طالبان مړه شول  ۵۰۰۰-۷۰۰۰   پورې طالبان    د شمال ټلوالې  په  منګولو کې ښکېل شول ،  ۱۰۰۰۰   افغان طالبان   خپلو کورونو ته ستانه شول  او پاتې   ۳۰۰۰۰   وسله وال جنګيالي    پاکستان ته وتښتېدل  او هلته تيت شول .  دغه جنګيالي په تدريج   سره بېرته  د پښتنو د ازادو قبايلو سيمو ته  راستانه شول  او بيا يې نه يوازې په افغانستان  بلکې په ټوله سيمه کې  (په ځانګړي  ډول  د پښتنو په سيمه کې)  په دهشت ګرۍ  او ورانکارۍ  لاس پورې کړ .
د پاکستاني غيردولتي منابعو په حواله  همدا اوس په پاکستان کې    ۳۷۰۰۰  مدرسې فعالې دي  او د نظامي تربيې او تريننګ    ۲۰۰۰    غير رسمي  مرکزونه    وجود لري ،  چې تر څلورو ميليونو طالبان  پکې ځان وژونکې  زده  کړې   ترلاسه کوي .  په دې جمله کې  ۷۰۰  مدرسې د ازادو  قبايلو  په سيمه کې  موجودې دي ،   ۳۵  مدرسې  او   ۴۰  د نظامي   زوزنې مرکزونه   د پاکستان ، هند اوچين   په   سرحد د ګلګت په سيمه  کې    فعال دي . په ټولو دغو مدرسو او مرکزونو کې  د پاکستاني  اتباعو پرته  ، افغانان  ، عربان ، ازبکان ، چيچن ، د چين  يغوريان  او  نور   ترهګري  او ځانوژونکې     زده کړې کوي .    په پاکستان کې  تر  ۳۰  زيات  بنسټ پاله اسلامي ګوندونه  رسمي  او تر يولسو    زيات  غير رسمي   سياسي  نظامي  تشکيلات  موجود دي  ، چې  له پاکستانيانو پرته  ۱۳۰۰۰  عربي  دهشتګر  او القاعده والا  د کورنيو په شمول ۱۱۰۰۰   ازبکان  څلور زره چيچن جنکيالي  ، تاجيکان ، يغوريان ، بنګاليان  او نور دي .
د وروستيو  دېرشو کلو په اوږدو کې   د پښتنو د ازادو قبايلو سيمه  د   ISI  ،    CIA  ،  عربي دهشتګرو   او د مخدره موادو  د نړيوالې مافيا  په کنترول کې ده  او دغو  زورورو   نړيوالو   سازمانونو د خپلو اهدافو   د تر لاسه کولو  لپاره   په کار اچولې ده . د ورانکارۍ  منبع يوه ده خو  هدفونه او بهانې د  وخت په تېرېدو  تغير کوي .  په دې  ډول  د تېرې پېړۍ  په  اتياومو کلونو   کې  بهانه د شوروي يرغل  په مقابل کې مقدس جهاد و ، په نويومو کلونو کې  د سپېڅلو (! ) مجاهدينو (! ) د مقدس  جهاد (! )  په مقابل کې  مقدس جهاد (! ) ،  او د  ۲۰۰۱    کال   راوروسته    د امريکايانو اوناتو والا په وړاندې  مقدس جهاد دى .
د مقدس جهاد کلمه ښه  وسيله ده ، که نه نو ښکاره خبره ده چې  د امريکا او غربي  هيوادونو    په  اسلام باندې دومره زړه نه خوږيږي  چې د اسلام د ژغورنې د مقدس جهاد لپاره  يې  افغان مجاهدينو ته  په ميلياردونو ډالره نقدي مرستې  او  سټنګر  راکټونه  ورکول . د امريکا  او غربيانو جهاد (! ) اصلاً د کمونيزم او  سيال  ابرقدرت،   د وخت   د شوروي اتحاد  په مقابل کې و . داچې د غربيانو  په دغه جهاد  (! ) کې  د افغان کور څومره برباد شو ، هغوی يې  نه يوازې پروا نه ساتي ،  بلکې  همدا بربادي اوس  په افغانستان کې د هغوی  د حضور ښه بهانه جوړوي . اوس كه امريكا او ناتو والا  زموږ قاتلان هم دي  خو موږ   دومره بې وسه او بې كسه  يو، چې مجبور يو د خپلو قاتلانو د بقا دعا وكړو، ځكه د دوى په نه موجوديت كې مو نور قاتلان  تر دوى بدتر حلالوي .
د ۲۰۰۱   م  کال په  اکتوبر کې   هغه وخت چې  امريکايان  افغانستان ته راننوتل  او ويل   چې دوی  به په افغانستان کې  د تروريزم او مخدره توکو  پر ضد مبارزه کوي او  د بشر د حقوقو ، دموکراسۍ  او ټولنيز نظم  دفاع به کوي . بايد ووايم چې  تر نن نيټې   پورې دغه ستونزې  نه يوازې  حل شوې نه دي ، بلکې ورځ په ورځ يې  لا نور او نوي مشکلات   زېږولي دي .   کله چې  رسمي او غير رسمي مقامات  په خورا جديت سره  مدعي شي چې  نړيواله ټولنه او د هغې  په سر کې  د امريکا او ناتو  ځواکمن  استخباراتي  او نظامي ماشين  د تروريستانو  او مخدره موادو د مافيا پرضد  مبارزه او  مجادله کوي  ، سړي ته په دومره عوامفرېبۍ  خندا ورشي  چې څنګه کېدای شي چې  امريکا او ناتو  په سيمه او ټوله نړۍ کې  د خپلو پراخو  استخباراتي امکاناتو  تر څنګ په ټوليز  ډول   دولتي  او ولسي  ملاتړ هم له ځان سره لري  او  د دې سره سره  نه پوهيږي چې  بن لادن  او ملا عمر چېرې  دي ؟ په څه شي   ژوند کوي ؟ مالي لګښتونه يې له کومه کيږي ؟ اوله کومه  ځايه وسلې او مهمات  ترلاسه کوي  ؟ ټولو ته معلومه او ثابته ده چې دغسې  منابع  په بېوزله او فقير  افغانستان کې  وجود نه لري  .  خو کله چې  د دغو  شعارو لاندې  زموږ  کلي ، کورونه  او ښارونه  بمبارد او ورانوي  او    زموږ بې  وسلې خلک  ، ښځې، سپين ږيري  او ماشومان وژني  نو د ټولو افغانانو  د خاص درد  ،  غضب او  نفرت   اسباب برابروي .  د ټول بشريت ضد چلن دی ، کله چې د امريکا  او ناتو مسلح  زورمندان  د تروريزم پرضد د مبارزې ، د موکراسۍ  او  بشري حقوقو  تر   شعار لاندې   په نيمو   شپو  د افغانانو  د کورونو دروازې  په راکټونو او بمونو  الوزوي ، کورونو ته ورننوزي  او هر څوك،  چې  مخې ته يې  ورځي  په ماشيندارو يې غلبېلوي .  ما د وحشت  دغه ډول      صحنې  د الماني فاشيستانو  په  فلمونو کې  هم نه دي ليدلې.
جګړه ، سړي وژنه ، فقر ، ناروغتياوې  ، د قوت لايموت جګړه ځپلي  ژوند  او  په کل کې  هغه څه  چې  د ټولنيز ژوند بحران ګڼل کيږي ،  په افغانستان کې د ورځني ژوند په نورم بدل شوي  او خلکو ورسره يو ډول عادت نيولی دی ، هره بد مرغي هره ورځ  نوې بد مرغي زېږوي  او د ژوند په دغه تړلي  بدمرغه ګرداب کې   څرخېدل شايد  د افغان ولس ازلي  برخليک  وي .    خو ډېره ځورونكې  ده چې  زموږ شاوخوا نړيوال  په  ځانگړې چوپتيا  زموږ  د خلكو د رنځېدو  او   کړېدو  تماشا کوي  او عکس العمل يې د کڼو په شان  دی .  لکه دوی چې   زموږ  د هيوادوالو چيغې نه اوري ،  ښايي د افغانانو  د دغه ډول ژوند سره به نه يوازې  په افغانستان کې ، بلکې په ټوله نړۍ کې  انسانانو  عادت  نيولی وي ، يا به په نړيوال سياست کې  (( د دوه ګونو معيارونو  )) بې شرمانه  شيطاني چلند  د تېر په څېر د نړيوالو پر افکارو  خپل جادوګر سيوری ساتلی وي  او هغوی به يې  د امريکا او ناتو  د هوښيارو، ځواکمنو  او شتمنو   واکدارانو  پرحقانيت  قانع کړي وي ، که نه نو د شينډنډ  څخه نيولې  تر کونړ او کندز  پورې  زموږ د بې وسلې  شهيدو ماشومانو د وينو پوښتنه  او پلټنه به يې حتماً له خپلو واکدارانو  څخه کړې  وای .
   خو د ګردې نړۍ  ټول سالم   انسانان  بايد په دغه  ساده  حقيقت وپوهيږي  چې (( که توره پلاس  د پردي کور ته ننوتی  ، له  هغه  څخه  د نېکۍ  او ستړي مشې  تمه مه کوه .))   او  زموږ د كليو په باب خو  ځوان شاعر سميع الله  تړون  ډېر ښه ورته ويلي دي :
زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي              ما له  افسوس  د خپلې مينې په انجام راځي
زما د خټو ګټو کلی دومره سپک مه ګڼه           دلته چې ښکلي هم راځي په احترام راځي
هغه جنګ چې د افغانستان  د مجاهدينو په وجود کې  د شورويانو پر ضد مقدس  جهاد بلل کېده ، اوس د هغوی  د پيروانو  او شاګردانو (طالبانو) په وجود کې د ناتو او امريکا پرضد مقدس جهاد بلل کيږي . په ټول باور د (مقدس جهاد!) معنوي مرکز  او د مالي تاميناتو  منبع هماغه ده چې پخوا وه ، د  زمانې د بدلون سره به  د افغانانو د مقدس (!) جهاد(!) بهانې  تغير  ومو مي ، افغانان به وژل کيږي  او وطن به يې برباديږي  ځکه افغان بزګر ته  د دې خبرې  وضاحت  مشكل دى،   چې د ده کور ته  مسلح  عسکر  د شوروي اتحاد  د کمونيست ګوند د سياسي  بيرو  په پرېکړه داخل شوي دي  او که د ملګرو ملتونو   د امنيت  شورا  په پرېکړه !
د حل لار :  تروريزم د نړيوالو تضادونو محصول دى، نه د افغانى تضادونو، او افغانستان د تروريزم قرباني دى ، نه منبع  !   په افغانستان كې  دوامداره جگړه  هغه واحد مفهوم دى، چې نړيوال يې تروريزم  بولى او د افغاني مقاوت له خوا مقدس جهاد بلل كيږي ، خو پيل يې له هماغه وخته دى، چې په افغانستان كې د شوروي مداخلې پر ضد افغاني مقاومت  د پاكستان ، ايران   عربي او غربي  سپانسرانو  په  پريكړه  د  ملي پر ځاى مذهبي رنگ واخيست  او خبره په دې ډول د افغانانو له ارادې ووتله .  دادى تر اوسه پوري په جگړه كې ښكېل يوه ډله  د بهرنيانو په مرسته قدرت ته ورسيږي او بله ډله  يې د نورو بهرنيانو په مرسته مقاومت  (جهاد!) كوي .
د تروريزم پر ضد دمبارزې اغيزمنه لار هغه نه ده، چې  نړيوالو په افغانستان كې په كار اچولې ده .  په دغه مبارزه  (!) كې هره ورځ تر بلې د بې گناه  افغانانو وژل  او ځورول  ز ياتيږي  او په همدې تناسب  د نړيوالو په مقابل كې  د افغانان كركه او نفرت ډيريږي . 
كه نړيوال د تروريزم پر ضد مبارزي ته صادق وي ، تر ټولو لومړى او موثر گام به دا وي ، چې نړيواله ټولنه  په سيمه كې خپل متحدين او په ځانگړي ډول پاكستان  دې ته مجبور كړي، چې  په خپل هېواد كې  د تروريزم   كرل شوى تخم له منځه يوسي ، او  افغانستان، هند ، منځنۍ اسيا ، چين  او د سيمې نورو هيوادو ته يې د صدور مخه ونيسي .
نړيواله ټولنه دې د ټولو  پښتنو خو په خاص ډول  د ازادو قبايلو سيمې ته ځانگړې پاملرنه وكړي . كه  د پښتنو په سيمو كې غټانو ته د جنگ پر ځاى د كار شرايط مساعد شي او  كوچنيانو ته  د مدرسې پر ځاى  په مورنۍ ژبه  د عامو مدني  زده كړو زمينه برابره شي  او  د ځان وژونكو( جنتي!) وازكټونو د استعمال پر ځاى  له خپلې ژبې ، تاريخ، جغرافې ، كيميا، بيولوژي ، الجبر  او هندسې سره اشنا شي ، باور لرم  چې  د ځان وژلو   او ژر تر ژره  ( جنت  ته  رسېدلو!) پر ځاى به  لومړى  پر دې دنيا  د انساني  ژوند دبرابرولو لارې چارې  زده كړي . 
كه  نړيوال  د افغانستان د معضلې رښتيني حل ته متعهد وي ، ابرومندانه   داده ، چې خبلې ټولې مادي او معنوي مرستې دې په افغانستان كې د يو خپلواك  او قوي مركزي حاكميت  د تامين لپاره په كار واچوي، داسې حاكميت چې له فساد څخه پاك وي او په  سياسي ، اقتصادي  او نظامي لحاظ په خپله اراده متكي وي .
نړيوال  دې  د خپلو بچيانو او افغانانو د بې ځايه وينې تويولو مخه ونيسي، خپل  وظايف او صلاحيتونه دې  كرار  كرار افغانې لوري ته وسپاري ،  او دوى دې د افغانستان د سرحدونو څارنه او ساتنه وكړي ، تر څو افغانان   وكړاى شي  په كور دننه د خپل سياسي او ټولنيز نظم  دتامين  او په بهر كې  دسركشو همسايه گانو په منځ كې   د خپلې خاورې له تماميت  څخه  د  دفاع  وس پيدا كړي .