میلبنډ :په افغانستان کې جګړه څنګه پای ته ورسوو؟ (۱)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34942
ژباړن: رحیم الله بشارت
دخبریدو نیټه : 2010-04-21

لیکوال: ډیویډ میلبنډ (دبریتانیادبهرنیوچارو وزیر)
په افغانستان کې جګړه نه بریتانیاپیل کړې نه امریکې. په ۱۹۹۰لسیزه کې ددې هېواد دطالبانو دولت القایده ته د اوسېدو لپاره یو محفوظ جنت او ملاتړ ورکړ. په بدل کې یې اوسامه بن لادن طالبانو ته پیسې او جنګیالي تیارکړل. افغانستان دسپتمبر دیولسمې دبریدونو دپیدایښت په ځای بدل شو. ددې بریدونو په ځواب کې نړیوالې مداخلې په نړیواله کچه ډېر پوره ملاتړ درلود. خو ددې مانا دا نه ده چې زمونږ پوځونه به دتل لپاره دلته وي. اته کاله وروسته، مونږ اړیو چې ددې پلان جوړ کړو چې څنګه به دا پای ته رسېږي ــــ څنګه به هغه څه ساتوچې ترلاسه کړ ي مودي او څنګه به جنوبي اسیا له هغه ناوړه نفوذ نه ژغورو، چې مونږ ټول به اغېزمن کړي.

دپرمختګ لار  د لانجې د سولې او جګړې دسیاست دمرکزیت په پېژندو پورې اړه لري. دمرګونواو ټول وژنو سره مل کوم خطرناک تېری (تشدد)چې دې جګړې پیل کړی دی ، سیاست به یې پای ته رسوي. د افغانستان لپاره یوسیاسي جوړښت باید دوه اړخونه (بعدونه) ولري. لومړی، یو نوی او ښه پراخ دنننی (داخلي) برابری (جوړښت) په کوم کې چې پوره افغانان برخه ولري، او مرکزي دولت دومره ځواک او قانونیت ولري چې هېواد له داخلي او بهرنیو ګواښونو وساتي. او دویم، په کوم چې لومړنی هم منحصر دی، او هغه داچې یونوی بهرنی جوړښت چې ګاونډیان  دې ته ژمن کړي چې د افغانستان د ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي. او دومره ځواک او ملاتړ هم ولري چې ددې ډاډ ترلاسه شي چې دوی په خپله ژمنه ولاړ پاتې کېږي.

بریتانیا د ۱۸۳۹ او ۱۹۱۹ترمنځ په افغانستان کې درې ځله جنګېدلې ده. هرځل دا جنګونو په بریتانوي هندکې دبریتانیا د ځواک په مرکزـــ او اقتصادي ګټوپورې تړلي وو. هر ځل دوی غوښتل چې دلته خپل واک ټینګ کړي خو له دې ځای نه دپوځونو په شاکولو ته اړویستل شول. هرځل  دا ویستل له ډېرو وینو توېیدو سره مل و، چې اخر دبریتانیا دشاهي کورنۍ ستراتیژیستان په دې لټه کې شول چې ــــ ځان په امن کې وساتي ـــ یو معقول او اوږدمهالی فکر داو چې ـــ یو خپل واکی، خپل ځواکی (پولیسي ځواک) خو په مرستو متکي افغانستان،چې د قبیلو ترمنځ انډول یې برابروي او د بریتانوي هند امنیت ته ګواښ پېښ نه کړي.

دپخواني شوروي اتحادستراتيژي جوړوونکي هم ، همدې ته یوه ورته پایلې ته ورسېدل، کله چې په ۱۹۸۹ کې شوروي پوځونه له افغانستان ، څخه ووتل، او دکمیونست محمد نجیب الله حکومت یې ترشاپرېښود، چې تر درې کلونو ژوندی پاتې شو او بیا له منځه لاړــــ دکرملین دنصیحت الفاظ چې٫٫ کمیونیزم هېرول، سوشلیزم پرېښودل، اسلام ته غیږ خلاصول او له قبیلوسره کارکول ٬٬ د نوي تاریخ د هر رژیم په ځېر د نجیب الله رژیم هم له بهرنیومرستو پرته ونه پایېده. او هغه وخت را وپرزېده چې  د بورس یلتسن نوې ازادې شوې پرکابل ټولې مرستې ودرولې.

په ۱۹مه پېړۍ کې د بریتانیاتجربه او په شلمه کې د شوروي اتحاد هغه ښيي چې د افغانستان دباثباته کولو ښه لاره، او کېدای شي یواځینۍ لاره داده چې پخپله افغانان قوي کړل شي چې بیاخپل په خپلو کلیو او درو باندې واکمن هم واوسي او امنیت هم راولي. ددې د ترلاسه کولو لپاره افغانان له بهر نه پوره سیاسي او پوځي ملاتړ سخاوت مندانه اقتصادي مرستو ته اړتیالري. خو افغانان به په خپله خاوره کې زمونږ مجادلوي پوځونوته له اړتیا، د امنیت د  ډاډ ددوی د خپل واک له پراخولو په لاره کې له مرستې پرته ،نه اړتیاولري او نه به هرکلی ووايي

په ۱۸۴۲کې له کابل نه د بریتانوي پوځونو د خوني وتلو په هکله یو تازه مطالعه ښيي چې لامل یې ددې پوځونو د ټيټ پوړو چارواکیولخوا خپلو جګپوړو هغو ته دهغه بد حالت دحقیقت ویلو کې زړه نازړه توب و ،چې بریتانوي پوځونه ورسره مخامخ وو. زه هم دهغو ډیپلوماټانو او دمیدان د قومندانانو سره له خپلو خبرو نه پوهېږم چې هغه «خوږې خبرې» نورې دنن خبرې نه دي. داخبره چې افغانستان سمې لارې ته روان دی هغه رښتیادي چې له ځمکې لاندې شوي دي. دلته نور داسې حقیقتونه شته چې زه یې وینم:

·         افغانان له دېرشوکلونو جګړو ستړي کړي دي، دوی جګړو، د بنسټیزو حقونو او شونتیاوو نشتوالي اغېزمن کړي دي. اکثریت یې دطالبانو له ظلمونو او تېریو کرکه لري. خوبیاهم کله دوی هغوی ته له ظالمانو جنګسالارانو او قانون ماتوونکو نه د دوی دساتونکو په ډول ګوري.

·         افغان دولت چې حامدکرزی یې مشري کوي، دخپلو خلکو دغوښتنو، ځواکمنو جنایتکارانو او د اقتصادي ګټو د ځان کوونکو ، او نړیوالې ټولنې له مخالفتونو او فشارونوسره مخ دی. خو په ده کې د حکومت کولو وړتیاکمه ده. دده په اړه اندېښنې له تېرو ټاکنو راپه دې خواژورې شوي دي کومې چې له پراخو درغلیو او د رشوت له تورونوسره ملګرې وې. دا اندېښنې د سیاسي نظام دجوړښت له پلوه هم دي.

·         افغان بغاوت پراخ ، خو دملګرتیا او اړیکیو، جغرافیوي مرکزونو او تکتیکونو له پلوه کمزوری دی. طالبان د طالبانو دتېررژیم دمشرانو لخوارهبري کېږي چې مشري یې ملاعمر کوي او د پاکستان په سرحدي سیموکې مرکز لري. دحقاني نیټ ورک او حزب اسلامي په ګډون ځینې نورې ډلې وړې ډلې هم په عملیاتوکې برخه لري. دا ټولې ډلې دخلکو په نه باور او دولت په کمزورۍ پايي.

·         له طالبانو اوس هم کرکه کېږي ـــــ یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې یواځې ۶سلنه افغانان د دوی  د واک بېرته راتګ غواړي. خو اوس دوی داسې وړې جنګي ډلې منظمې کړې دي دي چې په جنوب ، ختیځ او شمال کې له محدود ملاتړ نه خوند اخلي، او ددې وړتیالري چې دکابل په ګډون هرچېرته عملیات ترسره کړي.

·        د القایدې هغه مشران چې له افغانستان ، نه تښتېدلي دي دپاکستان په قبایلي سیموکې پټېږي. د دې مشرانو یوه لویه برخه وژل شوي یانیول شوي دي. سره له دې چې القایده له طالبانو سره د اړیکو اوږد تاریخ لري خو ددوی ملګرتیا تر ډېره بریده تکتیکي او سیمه ییزه ده. تراوسه القایده ددې وړتیا(کپیسیټي) لري ـــــ په نورو هېوادونو لکه یمن کې دخپلو ملګرو او شریکباڼوپه مرسته ــــ په نړۍ کې مرګاني بریدونه وکړي.

·        په تېرو اتلس میاشتوکې په پاکستان کې د اصف علي زرداري د دیموکراتیک حکومت په راتګ سره څه بدلونونه راغلي دي. حقیقت دادی چې سیمه ییز تروریزم پوځي او وسیاسي مشرانو له یوه نوي هدف سره مخ کړي دي او  ددوی په خلاف یې سره موافق کړي دي ، دا خبره اوس ریالیسټيکه ده چې د پولې په دواړو خواوو کې پر وسله والو دفشار پر غورځولو باندې کار وشي.

په وروستیو اته کلونو کې افغانه او نړیواله ستراتیژي په دې باندې متمرکزه وه چې د دولت لویې دندې سمې او د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي. که څه هم دا لاره له خنډونو او ځنډونو ډکه خوبیاهم ځینې لاسته راوړنې شته. دپنځه میلونه مهاجروبېرته سنېدنه، کېدای شي په خپل حفاظت ، امنیت  اوپرمونږ باندې چې دوی ته مو ساتلي دي،د باور دزیاتېدو ترټولو لویه نښه وي. نظر پوښتنې ښيي چې د امنیت نشتوالی اوس هم دخلکو په وړاندې ترټولو لویه ستونزه ده، تېرکال په بریدونوکې له تېرو ټولو کلونو په پرتله زیات خلک وژل شوي دي.

 په ۲۰۰۳ کې د افغان ملي اردو شمېر له دوه زره نه کم و. اوس له ۱۰۰،۰۰۰ زیات دی. خو نژادي توازن ـــــ اوپه ځانګړي ډول د پښتنوبرخه پکې ـــــ کمزورې ده. شمېر به یې دریمه برخه ددې کال ترپایه او نور په را روانو کلونوکې زیات شي. افغان پوځيان اوس دلومړۍ کرښې دمبارزې تجربې ترسره کوي چې ښه بېلګه یې په هلمند ولایت کې اوسني مشترک عملیات و.  او ددې لپاره پلانونه جوړېږي چې افغان امنیتي ځواکونه، سیمه ییز حکومتونه او نورې ادارې د اغېزمنتیا یوې مناسبې کچې ته ورسېږي نو افغان پوځ به ـــــ ولسوالي په ولسوالي او ولایت په ولایت ـــــ د امنیت  دمشرۍ دنده په غاړه واخلي. څومره چې افغان پوځ پیاوړي کېږي ، نړیوال ځواکونه به ددې وړ وي چې له عملیاتو نه په شاشي او ځای دوی ته پرېږدي خو بیابه هم دوی ته اړتیاوي چې  دخپلو افغانو سیالانو (افغان ملي اردو) د روزنې او لارښوونې چارې د څوکلونو لپاره روانې وساتي.

د پوهنې او روغتیا په هکله، په ۲۰۰۱ کې یواځې یومیلیون افغان ماشومان ښوونځي ته تلل چې هغه هم یواځې هلکان وو. سږکال هیله لروچې یوه میلیونه ماشومان به ښوونځيو ته لاړ شي چې دریمه برخه به نجونې وي. له لسو نه اته افغانان روغتیاساتنې ته لاس رسی لري.

دکوکنارو کر او د نشه یيزو توکیو سوداګري افغانستان ته لویه ستونزه ده. خو په تېرو دوه کلونوکې د تریاکو په حاصل کې لوی کمښت راغلی دی: ۱۹٪ په ۲۰۰۸ کې او ۲۲٪ په ۲۰۰۹کې. د ملګروملتونو دنشه یي توکیو دمخنیوي دفتر وايي چې په ۲۰۱۰ کې به دتریاکو حاصل زیات نشي. په امنیت او حکومتدارۍ کې پرمختګ او ورسره د غنمو لوړ قیمتونه ، ددې پایلو په ترلاسه کولوکې مرسته کړې ده


دملي پیوستون دپروګرام ــــ چې د محلي او سیمه ییزو حکومتونو د پرمختګ لپاره پیل شوی وــــ لاسته راوړنې به په دې هېواد کې یوه په زړه پورې کیسه وي. له ۲۰۰۳راهیسې د ۲۲،۰۰۰کلیو شوراګانې  دکلیوالو لخوا د رایو له لارې ټاکل شوې دي. دوی  یواځې نږدې ۴۰،۰۰۰پرمختیايي پروژې یې ډیزاین کړي بلکې پلې کړې یې هم دي. او اوس له ښکته نه پورته خواته یانې د ولسوالیوشوراګانو ته راځي.

 داسې برخې هم شته چې هلته کوم د یادولو وړ پرمختګ نه دی شوی، مونږ ددې اندېښنو دلرې کولو په لورګامونه اخلو او افغان دولت اړ دی چې په دې هلکه ډېرڅه وکړي لکه:

·        انصاف ، قانون او نظم راوستنه دجنګ یورښتینې میدان دی. د افغان ملي پولیسو شمېر نږدې ۱۰۰،۰۰۰ تنه دی خو لویه خبره د څومره والي (کمیت)نه ده ، دڅنګه والي (کیفیت) ده. ددې ځواک ځينې برخه د نشه ییزو توکیو په سوداګرۍ بوخت دي. همدارنګه دېری یې نالوستي دي، دجنایتکارو او یاغیانو ملاتړي دي او یا رشوت اخلي. افغان دولت  د ریفورم یو پراخ او لرې رسېدونکي پروګرام پیلوي. خو دولت اړتیالري ـــ البته زمونږ په مرسته ـــ چې یو دجنایي او ولسي شخړو د اوارولو لپاره غیررسمي عدالتي جوړښت رامنځته کړي. داټول هغه څه دي چې اکثره وخت یې افغانان دقانون حاکمیت ګڼي.

د ملي پیوستون دپروګرام دبریالیتوب سره،سره ، ولسي اداره  له ګرانوهڅو وروسته هم  دیوې بېخي لویې ستونزې په ډول په ځای پاتې شوه. د هېواد په لرې پرتو سیموکې د ولسوالیوپه کچه حکومت نشته؛ نیم ولسوالان یو دفتر هم نه لري. له څلورمې برخې کم یې برېښنالري، او ځينې یواځې دمیاشتې شپږ ډالره دلګښت لپاره ترلاسه کوي. د راروانو دوه کلونو لپاره نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې ۱۲،۰۰۰  دولتي کارکوونکي وروزي  چې د ولسوالیوپه کچه کاروکړي.

·        په پای کې داچې، دلته د فساد ستونزه ده. په جنوري کې د بي بي سي، ای بي سي، او ای ارډي له خوا دترسره شوې یوې نظرپوښتنې له مخې ۹۵٪افغانان فساد ته د هغوی دسیمې دیوې لویې ستونزې په سترګه ګوري. په ځينو سیمو کې په منځني ډول هرافغان په کال کې ۱۰۰ډالره دولتي چارواکیو ته د رشوت په توګه ورکوي. نو دومره پراخ خپور فساد ژورې ریښې لري. ولس مشر کرزي ژمنه کړې چې د فساد مخه ونیسي او داسې ازادې ادارې رامنځته کړي چې داستونزه وڅاري او مخه یې ونیسي. نړیواله ټولنه به د هغه په عمل قضاوت کوي ، نه دهغه په خبرو. مرسته ورکوونکي به هغه ته د دولت له لارې دمرستو دلګولو شونتیاوې له ډېروازمویلو وروسته دهغه په لاس ورکوي. دبېلګې په ډول د وزیرانو او نورو لوړپوړیوچارواکو دشتمنیو د ښکاره کول او ثبتول، د لوړپوړیوچارواکیو د ټاکلوپه برخه کې دنوې کړنلارې رامنځته کول، او د فساد د له منځه وړلو لپاره د یوه پراخ قانون جوړول.

دتېرو اته کلونو لاسته راوړنې زمونږ دپوځونو د مېړانې او نه ستړې کېدونکو هڅو نه پرته شونې نه وې، له دوی پرته به بغاوت افغان دولت لاندې کړی او کېدای شي په کابل یې واک چلولی وای. زمونږ دپرمختګ کارونه به ودرېدلي او له منځه تللي وو، او القایده به ډېره سیمه لاندې کړې  وای او د تروریزم  بې رحمانه پلانونه به یې جوړولای.

دکارسرداچې دا دواړه لوري ، هم روښانه دي او هم اغېزمن. زیاتیګړي پوځونه ، چې امریکا، بریتانیا او نور یې رالېږي، که پرمختګ وکړي ارزښتمن دي. دبریتانیاژمنتیاپه ترهغې پورې په ځای وي ترڅوچې مونږ خپل شریک هدف ترسره کړو. یو داسې افغانستان چې بیا دنړیوال تروریزم د مرکز په ډول د نړۍ په خلاف ونه کارول شي.

خوبیاهم، د نوو پلانونو د بېخي خوشباوره کتنې نه وروسته هم دې پایلې ته رسېږو چې، افغان چارواکي ترهغو پورې دخپلې خاورې دکرارې او منل شوې ادارې وړتیانه لري ترڅو پورې چې بغاوت پخپله کم شوی نه وي. اومونږ به یواځې په هغه حالت کې خپل پوځونه په باور سره وویستی شوچې بېرته راتلو ته مجبور نه یو. زمونږ دپوځونو پراخې هڅې ددې هدف په ترلاسه کولوکې مهم رول لري. څنګه چې جنرال میک کرسټل اوس، اوس ویلي: دپوځ رول ددې هڅه کول دي چې حالت داسې جوړکړي چې خلکوته دا اجازه ورکړي چې د حکومت جوړولو او چارو چلولو یوه رښتینې حل ته راشي. دا خبره د افغان سیاست لویې ننګونه راپورته کوي. هغه ننګونه چې له ډېرې اوږدې مودې ورسره بې پروايي شوې ده

په ۲۰۰۱ کې دبون تړون او ورپسې پروسه کې دیوه رښتینې سیاسي توازن کمښت موجود و. شمالي ټلوالي بون ته  د افغانستان د نوو بادارانو په ډول راغله، خو دوی د په جنوب کې د پښتون اکثریت په ګډون د افغانستان دلوی نفوس نماینده ګان نه وو. دا سمه وه چې طالبان له بون نه شړل شوي وو. خو نورو قانوني ډلو ته چې دهغو پښتنو نمایندګي یې کوله چې دطالبانو اصلي ځواک و ، هم په کمه سترګه وکتل شول.
له بون کنفرنس وروسته چې کومې دوه جرګې جوړې شوې هغو هم دهېواد لپاره یوه کلک مرکزي سیاسي جوړښت رامنځته کړ. په داسې حال کې چې ددې هېواد خلکو اکثر په محلي کچه دخپلو چارو دسنبالولو او تنظیمولو اوږد تاریخ او خپلې لارې لرلې. له دې نه ورتېرـــ دکابل سیاسي جوړښت له هغو قبیلو ، غیررسمي دودونو او ټولنمرکزه جوړښتونو سره انصاف هم ونه کړ. فساد ورپسې خبره نوره هم خرابه کړه. د قانون ماتوونکو لاسونو ته د بې حسابه پیسو قبیلوي توازن نور هم له منځه وې ووړ. په پای کې په لویدیځ کې ایران ، په ختیځ کې پاکستان، په شمال کې د مرکزي اسیا جمهوریتونه، سیمه ییز قدرتونه لکه هندوستان، چین، سعودي عربستان، روس او ترکیه،بون تړون په دې کې پاتې راغی چې د افغانستان داټول ګاونډیان سره د یوه نوي او سوله ییز افغانستان دجوړېدو لپاره یوځای کړي.
زه چې د افغانستان له تاریخ نه کوم څه زده کوم هغه دادي چې ترهغه مهاله به په افغانستان کې سوله او ثبات رانشي چې ترڅو له ډېرو، ډېر خلک په سیاسي جوړښت کې رایوځای نشي او ترڅوچې یې ګاونډیان له واکمن سیاسي جوړښت سره په تړون کې نه وي.