په كوټه كي د افغانستان د خپلواكۍ٨٦كليزه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3496
بشيراحمد نادم
دخبریدو نیټه : 2005-08-20

په سهيلي پښتونخوا كوټه كي د ګران هيواد افغانستان د خپلواكۍ د بيرته ګټلو شپږ اتيا يمه كليزه د يوې پرتميني غونډي په ترڅ كي ولمانځل شوه، غونډه په كوټه كي د ميشتي افغان قونصلګرۍ له لوري د همدغي قونصلګرۍ په تالار كي جوړه شوې وه چي زيات شمېر افغانانو، د ښوونځيو ښوونكو،زده كوونكو او همداراز د پاكستان د دولت لوړ پوړو چارواكو، د سياسي ګوندونو مشرانو، ليكوالانو او شاعرانو پكي برخه اخيستې وه، غونډه د ماښام پر اوو بجو د قرآن كريم په څو مباركو آياتونو په داسي حال كي پيل شوه چي د تالار فضا په ډول ډول شعارونو او د افغانستان د ملي وياړونو په انځورونو ښكلې شوې وه، ور پسې  په كوټه كي  د ميشتو افغان كډوالو د ښوونځيو زده كوونكو انجونو او هلكانو په ګډه ملي ترانه وړاندي كړه چي د برخوالو له لوري په درنو احساساتو بدرګه شوه، ور پسې جنرال قونصل علي احمد بابك برخوالو ته خپله وينا واروله، هغه د خپلي وينا په يوه برخه كي وويل چي نور نو په ګران  افغانستان كي سوله ټينګه شوېده او زه له خپلو افغاني وړونو څخه هيله كوم چي خپل هيواد ته ستانه شي او د خپل هيواد په بيا ابادولو كي برخه واخلي، نوموړي زياته كړه : د وياړ ځاى دى چي نن په افغانستان كي بهرني سوداګران او تجاران سرمايه ګذاري كوي چي دا په خپله په هيواد كي د سولي او امنيت د ټينګښت معنا وركوي، تر نوموړي وروسته ځينو پاكستاني چارواكو خپلي ويناوي واورولې هغوى په خپل وار سره د دغي نېكمرغي ورځي په مناسبت افغانانو ته مباركي وركړه او له افغانستان سره يې د پاكستان پر دوستۍ بيا بيا ټينګار وكړ، ورپسې د ځينو سياسي ګوندونو استازو د خپلو ګوندونو په استازيتوب  د خپلواكۍ د ورځي په مناسبت خپل پيغامونه وړاندي كړل د پيغامونو تر اورولو وروسته د بېلابيلو ښوونځيو زده كوونكو چي په لاسونو كي يې د ګران هيواد ملي بيرغونه نيولي وو، ملي ترانې وړاندي كړي ،د شپې پر لسو بجو د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته د موسيقۍ او اتڼ برخه پيل شوه چي د افغانانو تر څنګ د كوټي ځايي اوسېدونكو هم پكي برخه واخيسته او په خپلو ښكلو اتڼونو سره يې د غونډي ښكلا او ځلا نوره هم زياته كړه، او په دې ډول د خپلواكۍد جشن دا غونډه د موسيقۍ په زړه پاروونكي وږم كي د شپې پر دوولسو بجو پاى ته ورسېده.