محاسن الاسلام،۴۴،برخه ،دامیراومامورحقوق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34985
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دخبریدو نیټه : 2010-04-22

محاسن الاسلام،۴۴،برخه ،دامیراومامورحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم

مدتي اين مثنوي تاخيرشد   مهلتي باايست تاخون شيرشد
محترمووروڼودمولانا رومی رحمه الله تعالي  ددغه بیت مطابق څه موده دمحاسن الاسلام لړۍ  وځنډیده دادۍ اوس ددې لړۍ بیا پیل وسو ،په دې برخه کښی داسلامی امیر دنهم فرعی مسئولیت بیان درته کوم ،محترمووروڼو
نهم فرعي مسئوليت داميردادۍچی دمسلمانانوامیر باید له ځانه څخه درعيت دپاره قدوه حسنه جوړه کړي نه قدوه سیئه، ددې خبري توضيح داده چي دبشر اوانسان په طبيعت کښي  داخبره پرته ده چي څوک قوي اوقدرت والا وي  نودهغومتابعت کوي عام له دې که هغه پرسمه لارباندي روان وي او که پرچپه لار باندي وي ،څرنګه چي امير دتسلط اودقدرت والادۍ اوخلګ وده ته په ډېروکاروکښي خپله اړتيا هم  محسوسه وي  اودده دقهر اوقوت څخه ترس  هم لري  نو په اغلبي ډول چي څه کوي خلګ هم هغه تعقيبوي اوکوی ئې که اميرخداۍ پرست ونورعيت به هم  الله پرسته وي که اميرعادل وونوعمال دده به هم عادلان وي ،که اميربت پرست وو نورعيت به هم هغسي وي که اميرظالم وونوعمال به يې هم ظالمان وي لکه چي هدايت دۍ«الناس علي دين ملوکهم» خلګ پردين دخپلوبادشاهانو دي ، اولکه شيخ سعدي چي فرمايلي دي :
به پنج بيضه که سلطان ستم روادارد،      ،،  زنند لشکريانش هزارمرغ به تيغ
ترجمه :
په پنځو هګيوسره که بادشاه پررعيت باندي ظلم وکړي نو لښکر دبادشاه به زرچرګان له رعيت څخه په ظلم واخلي، همداسبب دۍ چي کله  چی له حضرت محمدصلي الله عليه وسلم څخه ددې پښتنه وسوه چي دغه امرِ صالح به  چي الله جل جلاله   له جاهليت څخه وروسته خلګوته راوستۍ چي دين داسلام دۍ ترکومه وقته باقي وي  نوحضرت رسول اکرم عليه الصلوة والسلام ورته وفرمايل«مااستقامت بکم ائمتکم(رواه البخاري)ـ
يعني ترهغه وخته  پوری به دغه مبارک دین داسلام اوددغه دین برکات په تاسی کښی پاته وی چی ستاسی امامان امیران سره له تاسی مستقیم اوبرابروی، ددې حدیث روایت بخاری کړی دۍـ
همدارنګه داسلام دمقدس دين اودمسلمانودوهم خليفه  عمرفاروق رضی الله عنه فرمايلي دي :
ان الناس لم يزالوامستقيمين مااستقامت لهم ائمتهم وهداتهم ـ ( رواه البيهقي)
ترجمه: همېشه به خلګ په لار ددين برابر روان وي ترڅو چي ددوۍ امامان اوراه نمايان پرلار باندي برابر وي ـ
همدارنګه حضرت عمر فاروق رضي الله تعالي عنه فرمايلي دي
«الرعية مؤدية الی الامام ماادی الامام الله فان رتع الامام رتعوا»(طبقات ابن سعد)
ترجمه: رعيت به هغه معامله له خپل امام اواميرسره کوي کومه معامله چي امام اوامير يې له خداۍ پاک سره کوي ،   همداوجه وه چي حضرت اميرالمؤمنين عمررضي الله تعالي عنه به خپله کورنۍ په اول قدم کښي له هغه کاره منعه کوله کوم چي ده به قصددرلودۍ ددې چي خلګ له هغه څخه رامنعه کړي لکه چي په طبقات کبري په صفحه     « ۲۸۹»کښي ذکردي  په موجوده زمانه کښی چی دمسلمانانو اميران اوحاکمان له صراط مستقيم څخه منحرف سويدي اودکفارودغلامۍ کړۍ يې وغاړوته اچولې ده اودکفارورسم اورواج اوکفري عنعنات يې معمول بهاګرځولي دي اوپه خپلومنځوکښي په عداوت اودښمنیوسره اخته دي اوخودکامي ،جاه طلبي اوعیاشی ئې نصب العين ګرځولې ده اودين او
آخرت اواسلامي نام اوننګ يې وشاته کړیدۍ نورعيت اوخلګ هم په اکثري ډول ددوۍ پرنقش قدم باندی روان دي ـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .