تصوف او عرفان (۳۲) برخه .
(علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته )
دامام عبدالقاهربغدادی نظردتصوف اوصوفیه ؤپه اړه
بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانواومحترمواسلامي وروڼودتصوف اوعرفان په دې برخه کښي داسلامي امت ديوه بل مسلم اومنل سوی علمي شخصيت کوم«۲۲۹» هجري سنه کښي په وفات رسېدلۍ دۍ نظراوڅرګندونه دتصوف ا،دصوفيه ووپه باره کښي درته ذکرکوم چی دبيان عربي الفاظ ئې په لاندي ډول دي اودده دبيان خلاصه په پښتوژبه په همدغه عربي بيان پسي متصله ده
، الإمام عبد القاهر البغدادي (توفي 429 هـ):
قال الإمام الكبير حجة المتكلمين عبد القاهر البغدادي رحمه الله تعالى في كتابه "الفرق بين الفرق": (الفصل الأول من فصول هذا الباب في بيان أصناف أهل السنة والجماعة. اعلموا أسعدكم الله أن أهل السنة والجماعة ثمانية أصناف من الناس:....والصنف السادس منهم: الزهاد الصوفية الذين أبصروا فأقصروا، واختبروا فاعتبروا، ورضوا بالمقدور وقنعوا بالميسور، وعلموا أن السمع والبصر والفؤاد كل أولئك مسئول عن الخير والشر، ومحاسب على مثاقيل الذر، فأعدوا خير الإعداد ليوم المعاد، وجرى كلامهم في طريقي العبارة والاشارة على سمت أهل الحديث دون من يشتري لهوالحديث، لا يعملون الخير رياء، ولا يتركونه حياء، دينهم التوحيد ونفي التشبيه، ومذهبهم التفويض إلى الله تعالى، والتوكل عليه والتسليم لأمره، والقناعة بما رزقوا والإعراض عن الإعتراض عليه. ذلك فضل الله يؤتيه من يشاء والله ذوالفضل العظيم).
یعنی اهل السنة والجماعة اته صنفه دی ښپږم صنف ئې زاهدان اوصوفیه دی ،صوفیه اوزاهدان هغه خلګ دی چی اصلی حق اوحقیقت ئې دزړه په سترګولیدلی دۍ نوپه دې وجه یې ددنیا دخواهشاتوله ترسره کولوڅخه خپل ځانونه رابندکړیدی اودارنګه دوی ددنیااوآخرت له اصلی صورت حال څخه خبرسویدی نوئې عبرت اوپنداخستی دۍ اورضاپه قضا دالله جل جلاله يې غوره کړېده اودوۍ په حقيقي ډول په دې پوه سوي دي چي غوږونه اوسترګي اوزړه دهريوه پښتنه له انسان څخه دقيامت په ورځ کښي کيږي چي ايا انسان دخيراودالله درضاپه لارکښي کارکړيدي اوکه يې دشرپه لاروکښی کارکړيدي اودارنګه په داسي علم اوپوهي سره دوۍ پوه سويدي چي عمل لره مستلزمه ده په دې باندي چي له انسان سره به دهري ذرې دعمل دده حساب کړکيږي نودوۍدآخرت دپاره نېک عمل تيارکړيدۍ اودارنګه صوفيه هغه خلګ دي چي هيڅ خيراونېک عمل په ريا سره نکوي اونه له خلګوڅخه دحيااودشرم په وجه نېک کارونه پرېږدي،دين ددوۍ حقيقي اوصحيح توحيددۍ ،اومذهب اولار ددوۍ داده چي ټول کارونه يې مطابق دقانون دشريعت والله پاک ته سپارلي دي اوخاوندان دکامل توکل دي پر الله پاک باندي،اوصوفيه داسي خلګ دي چي خپل ځانونه يې دالله پاک وامراووحکم ته په کامله توګه تسليم کړيدي اوهغه چي وصوفيه ووته ورکړسويدۍدالله جل جلاله فضل اواحسان دۍ اوالله پاک خاونددلوۍفضل دۍ ـ
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .