پښتني قبيلې وپېژ نئ ! ٦٦ برخه (زمښت ،زويمشت )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35064
دکتور لطيف ياد- استراليا
دخبریدو نیټه : 2010-04-25

پښتني قبيلې وپېژ نئ ! ٦٦ برخه ( زموخت، زمښت ،زويمشت )


زموخت چې دزمښت يا زويمشت په نا مه سره هم يا ديږي دپښتنو دکر لا ڼي ګروپ پورې يوه اړونده قبېله ده چې ددغې قبيلې خلک دپښتو نخوا ايالت داورکزيو ايجنسۍ په جنوب کې د کو هاټ پو لې ته څېر مه غر ونو کې دميران زي ا و کور مې ددرې تر مينځ پر اته دي٠ ختېز ته يې او رکزي او بنګښ، شمال ته يې ا ورکزي، لويدېز ته يې د توريو قبېله او جنوب خواته دبنګښو پښتنو سره پوله لري٠

د قبيلوي وېش له مخې زموخت يا زمښت په دوو لو يو اصلي څا نګو وېشل شوي دي :
١- مموزي يا لويدېځ زمو خت .
٢-خويداد خېل يا ختيځ زموخت٠

مموزي يا لويدېځ زموخت د منټوال،منډان، وټي زي، دولت زي او داود زي په څا نګو با ندې وېشل شوي دي٠
خويداد خيل يا ختېځ زمو خت د حسين خيلو ،ببۍ خيلو، ټپۍ او خدو خيلوپه څا نګو ويشل شوي دي٠

د زموخت دقبيلې دسېمې مجمو عي مسا حت ٤٠٠ مربع مېله ده٠ دوی په په يوه غرنۍ سېمه کې استو ګنه لري چې تکه شنه او ډول ډول ونې لري٠ خلک يې دنګې دنګې ونې او ډېرې ښا يسته څېرې لري٠ زموخت زړور، مېلمه پا لو نکي، جنګيا لي او په پښتو او پښتو نولۍ با ندې مين خلک دي٠ دانګرېزانو دراج او حکمر انۍ په وخت کې ددوی دجنګياليو ميړونو شمېر ٣٠٠٠ تنو ته رسيده٠ ددوی او سنی شمېر د ٦٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی٠ دوی سني مذ هبه دي او دسمل په ګوندۍ يا ګروپ پورې اړه لري، خو نن ورځ داورکزي قبيلې يوه بر خه ګڼله کيږي٠
-----------------------------------------------------------
ماخذونه او منا بع :
١- اضلاع، ايجنسي ها وقبا ئل ايالت پښتو نستان،٩٠ مخ٠
٢-پښتني قبيلې، ددکتور لطيف ياد تاليف، ١٤٧- ١٤٨ مخو نه، دپېښور چاپ٠
٣-http://en.wikipedia.org/wiki/Zaimukhts
٤-http://www.reference.com/browse/wiki/Zaimukhts