په داسي حال کې چې د افغانستان د کرکیټ قهرمانه لوبډله ویست انديز ته رسیدلي د دغې ډلي روزونکی کبیر خان وایې چې دوي د دې لپاره په نړیوالو سیالیو کې ګډون نه کوي چې خپلي تجربې زیاتي کړي بلکې دوي د دې لپاره له وتلو لوبډلو سره د نړۍ په کچه ځانونه مخامخ کوي چې د افغانانو نوم اونښان ټولې نړۍ ته روښانه کړي. کبیرخان چې په ویست انډیز کې له هندوستان سره د خپلې لوبې په باب فکر کوي وایې چې ملګري یې سخت غښتلي دي، زیار باسي تر څو خپل رقیبان په بي ساري توګه یو په بل پسې په ګونډو کړي. کبیر خان وایې چې د هندوستان د ټیم په باب لږ لږ اندیښنه لري خو افغان کرکیټ بازان به هغوي ته لویه ماتې ورکړي او هغوي به له خپلې مخي لري کړي. کبیر خان وایې چې افغان کرکیټ بازان له فکري لحاظه ډير غښتلي دي او اوس کولای شي چې د کمرو او انساني جمیعتونو مخې ته که یې څوک تشویق کړي که نه، څرنګه لوبه وکړي. افغان لوبډله به د راتلونکي دوشنبې په ورځ له هندوستان او د مې میاشتې په پینځمه نیټه له جنوبي افریقا سره لوبه کوي. کبیرخان او نورو افغان اتلانو له خپلو ټولو هیوادوالو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د نوم او نښان د لوړولو لپاره او د دوي د بریالي توب لپاره چې په حقیقت کې د ټول افغان دردیدلي ملت بریالي توب دی د دعا لاسونه پورته کړي.