آيا نړيوالتوب فرصت دى، چيلنج که خطر ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35125
ډاکتر محمد ابراهیم شینواری
دخبریدو نیټه : 2010-04-27


نړيوالتوب زړه کيسه ده؛ خو په نوې، ستره او نه باورېدونکې چټکتيا پراخېدونکې ده . دا يوه دوامداره پروسه ده، چې سيمه ييز اقتصادونه، ټولنې، کلتورونه، نړيوال بعدونه پيدا کوي، يو له بل سره مدغمېږي، د نړيوال پوهاوي، اړيکيو، ټکنالوژۍ او علم د پرمختګ له امله په نړيوال اقتصاد کې ملي اقتصادونه مدغمېږي .

په هر حال، نړيوالتوب د اقتصادي، ټکنالوژيکي، ټولنيز- کلتوري، سياسي او بيولوژيکي فکټورونو مجموعه ده . همدا راز د مفکورو، ژبو او نظريو انتقالي دوران يا په لوى کلتور کې د بې کلتوره کېدو يوه څپه ده .

نړيوالتوب د ورېښمو د لارې په سوداګرۍ، د اسلامي طلايي دوران په کلونو، د استعمارپه دورې او اوسنۍ دوره کې خپله څېره په یو ډول نه یو ډول ښودلې ده .

په اقتصادي برخه کې:
د دولتونو له خوا د جوړو شويو بندونو او پولو له منځه تلل او د اشياوو، پانګې، خدماتو او کاري قوې جريان اسانول بې شمېره کوچنۍ او سره تړلې پروسې دي، چې پاليسي، پانګه، سياسي اراده، ښاري سيمې، ټولنې، چوکاټونه او نورې ډېرې ملي پديدې نا ملي کوي؛ او نړيوالتوب ته يې داخلوي .

روان نړيوالتوب له نړيوالې دويمې جګړې وروسته را ګړندى شو؛ د تجارت پر مخ د دېوالونو د نړولو او د نويو فرصتونو د لاسته راوړلو لپاره هڅې کوي او ادعايې داده، چې ولسونو ته نېکمرغي راولي، څو اړخيزې اړيکې پياوړې کوي او د راتلونکيو جګړو مخه نيسي . په سوداګريزو او اقتصادي برخو کې د ډېرو سترو نړيوالو ادارو؛ لکه نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق، او نور يې مهمې بېلګې دي .د اقتصادي نړيوالتوب مهمې برخې دادي :
 - د ځینو مالیو له منځه وړل، د ازاد تجارت زونونه جوړول .
- د کم لګښته ټرانسپورټېشن رامنځته کول .
- د پانګې د کنټرول کمول يا له منځه وړل .
- د سيمه ييزو تجارانو لپاره د تخفيف کمول، له منځه وړل يا يو شان کول .
 - دانټرنېټ پر مټ د سوداګرۍ او اړیکو پراخې زمينې،
- تر ملي په لوړه کچه د ذهني پانګې د حق او مالکیت  منل .

ځينې ارقام :

نړیوالتوب د خارجي توليداتو جريان چټکوي. د نړيوال تجارت له لارې د اشياوو توليد ۱۰۰ چنده زيات شوى دى او له ۹۰ بيليونه څخه ۱۲ تريليونه ته رسېدلى دى (په ۴۰ کالو کې).
د ۲۱ پېړۍ په پيل کې د ۱۰۵  تریليونه په ارزښت تجارت په بهرنۍ کرنسۍ کې شوى دى .
- هند په IT ټکنالوژۍ کې دومره پر مخ لاړ، چې د نړۍ د هرې مهمې کمپنۍ څانګه هلته شته او د نړۍ له ۱۰ سترو پانګه والو څخه دوه تنه هنديان دي. په ۲۰۰۷ کې چين ۴۱۵ زره او هند ۱۲۳ زره ميليونران لرل. نړيوالتوب يواځې اقتصادي مسئله نه ده؛ بلکې څو اړخيزه ده؛ ځکه يې د تللو او معلومولو شاخصونه جلا دي .

په کوچنیو ملکونو کې د لویو پانګوالو د صنعت، تجارت، ټرانسپورټ، او نورو پیل او دوام د هوا په ککړتيا او چاپېريال منفي اغېزه کوي، او ستر چيلنج ورته جوړوي .

په سياسي برخه کې:
 نړيوالتوب د يوه نړيوال حکومت لپاره هڅه ده . په نظرياتي ډول اسلام هم د نړيوال خلافت خبره کوي؛ خو اوس له مسلمانانو سره دغه وس، عزم او امکانات نشته . اوس په امريکا کې د نويو محافظه کارانو ډله، د روم کلب او نور پټ سازمانونه؛ لکه د ۳۰۰ کمېټې بېلابېلې څانګې نړيوالتوب د نړيوال حکومت لپاره کاروي او لوى- لوى پلانونه په مخ کې لري . امريکا ځان د نړيوال مشرتوب وړ ګڼي؛ او وايي، چې امريکايي مشرتابه هم د نړۍ د مشرۍ وړتيا لري او هم ددې لپاره غوره دى .  د نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو رامنځته کېدل؛ لکه د ملګرو ملتونو سازمان، د اسلامي کنفرانس سازمان، د جنوبي اسیا د هېوادونو د مرستې سازمان او نور د سیمه ایزې او نړیوالو اړیکو او همکارۍ لپاره ډیر ګټور تمامیدای شي .

 په کلتوري برخه کې:
انګرېزي ژبه، چې د نړۍ د ۵٪ خلکو ژبه ده، د يوې يرغليزې ژبې په توګه په ټوله نړۍ پاچاهي کوي .
 د نړۍ ۳۵٪ برېښنالیکونه، تلکسونه او کېبلونه په انګرېزي دي .
 د نړۍ ۴۰٪ راډيويي پروګرامونه په انګرېزي ژبه دي .
 د نړۍ ۵۰٪ انټرنيټ چارې په انګرېزي ژبه دي .
د معلوماتو او خبرتیاوو په برخه کې د انټرنيټ، سټلايټ، ټليفون او نورو وسایلو پرمختګ د نړۍ ډېرو ګرانو جغرافياوي سيمو ته ورسېد.
د کلتور، علم، ټکنالوژۍ او اقتصاد په ټولو برخو کې مقابله او مسابقه اوس په نړيواله کچه ده؛ او ملتونه له دغسې ګرانو مقابلو او سترو چيلنجونو سره مخ دي .
- د تورېزم، سفر او سياحت نړيوالتوب، د کانټينينټل هوټلونو جوړول او د څو کلتوري او رنګارنګه کلتورونو ترويج په بيړه روان دى. نن ورځ هره شېبه ۵۰ ميليونه وګړي په الوتکو کې د سفر په حال کې دي .
- د فلم، سېنما او ډرامې هنر او د هاليوډ او د باليوډ برلاسي د نورو ملتونو د کلتور دغه برخې تر اغېز لاندې راولي .
- د ژوند د سټنډرډ لوړېدل هغه ستونځه ده، چې نړيوالتوب بېوزلو ملتونو ته راوړى دى .
- مهاجرتونه او زياتره ناقانونه مهاجرتونه د نړيوالتوب بله ستره مسئله ده، چې اوس په نړۍ کې ۲۰۰ ميليونه وګړي د مهاجرت ژوند تېروي .
- پاپ کلچر، د موسيقۍ موډرن شکلونه، ډسکو او نوي ډانسونه، لوبې او د انټرنيټ پر مخ د ګوګل، فېس بوک، يو ټيوب، آيډيل سيريز، مای سپېس او نور ډېر شیان ځوانان نړيوال کلتور ته ورکاږي .

نړيوالتوب زموږ لپاره:
نړيوالتوب د اقتصاد، ټکنالوژۍ، کلتور، سیاست، اخلاقو، مذهب، جرمونو، قوانينو، ټولنيزو مسايلو، خوړو، څښلو، دودونو- رواجونو او هر څه په باب داسې مسايل لري، چې بحث پرې کېداى شي؛ خو زموږ لپاره د فرصتونو په څنګ کې، چې موږ به زياتره له هغوى څخه د استفادې ډېرې کمې وړتياوې لرو، ډېر جدي چيلنجونه لري :
 مهاجرتونه او د فرصتونو په لټون کې زموږ استعدادونه راکاږي، مهارت او مغزونه رانه تروړي .
 لویې غول پيکره کمپنۍ زموږ محلي تولیدات او سيمه ييز ځواکونه او فرصتونه تر برلاسۍ لاندې راولي او موږ خپلې ودې ته نه پرېږدي .
 بې مسووليته او زورور  تجاران، صنعت کاران او سوداګر د چاپېريال او هوا د ککړولو له لارې د ملت روغتيا تباه کوي .
 پرايټوټايزېشن (خصوصي کول) کله کله زموږ له بېوزلو خلکو نه اساسي- ټولنيز خدمتونه؛ لکه روغتيايي او تعليمي وړيا خدمتونه اخلي او وطن له لا ډېرې بدمرغۍ سره مخ کوي .
 په خوړو، لباس، د ژوند په سټنډرډ، راشه درشه کې نوى مصرفي کلتور زموږ د کمزوري اقتصاد ملا ماتوي .
 مخکې له دې، چې موږ په خپلو پښو ودرېږو، د مهارت او کسب خاوندان شو، له نړيوالو سره د سيالۍ جوګه شو،د همداسې بې خبرۍ او بې پلانې په حال کې ممکن د نړيوالتوب په سېلاب کې لاهو شو.
 له بهر نه راغلي بې مسووليته او په ګڼ شمېر کې کار کوونکي به ډېرې زياتې ساري ناروغۍ؛ لکه HIV/ AIDS دلته عام کړي .
 دا چې زموږ ولسي ذهن محافظه کار او ژر له بدلون سره ځان نشي جوړولاى او ښاريان مو هم په ظواهرو تېروځي؛ نو ډېر زيات زيان راڅېلمه دى .
 د نړیوالتوب له برکته په نړۍ کې ۱۰ ميليونه ميليونران د ۴۱ تریليونه ډالرو خاوندان شول؛ خو د نړۍ ۲۹٪ خلک د نېستۍ تر ليکې لاندې ژوند کوي، چې د افغانانو په سلو کې ۴۲٪ يې دغه شان فقیران دي .
 پخپله مهارت نه لرو او که کوم يو را پکې د مهارت شخص وي، بهر ته به په ښو فرصتونو پسې ځي، په مقابل کې به يې بهرني کارپوهان زموږ نيمه بوديجه رانه بهر ته  وړي .
 د بشريت له پيدايښت څخه تر ننه پورې د برترۍ او منابعو د کنټرول لپاره جګړې شوي او په فرصتونو پسې هڅې روانې دي، دا جګړه به هغه څوک ګټي چې ډیر پیاوړی، ښه مجهز او روزل شوی وي . آيا موږ په دې منډه کې څومره چټک او څومره پياوړي يو؟
 د نړيوال حکومت د داعيو پر وړاندې موږ څومره خپل ملي حاکميت ساتلاى شو؟
 په نړيوالتوب کې تر عام ولس زيات د سرمايه دارانو او سرمايه ګذارانو د حقوقو لپاره کار روان دى او لويې کمپنۍ کله کله د عامو وګړيو بشري حقونه هم پايمالوي، ملي صنعت او دندې له منځه وړي .
 د وګړو تر منځ د عايد فرق زیاتره یو طبیعي شی دی، خو په بې کنټروله حالت کې لوى طبقاتي تضاد منځته راوړي؛ لکه په لاندې جدول کې :
د نړۍ د وګړو سلنه عاید
تر ټولو پانګوال ۲۰% خلک ۸۳%
دويمه درجه ۲۰% ۱۲%
درېيمه درجه ۲۰% 2.4%  
څلورمه درجه ۲۰%  2.3%
غريب ترين ۲۰% يواځې 0.2% 

آيا دا عدالت دى، چې د نړۍ ۵% خلک، چې د نړۍ ۵۵% منابع يې په لاس کې دي، بيا هم پر نړۍ جنګونه او جګړې تپي، چې تېل، انرژي او نورې پانګې ولوټي او د عدالت، نړيوال حکومت، بشري حقوقو او د ښځو د حقوقو په نوم ماړه لا ماړه او وږي لا وږي کړي .

نړیوالتوب په حقیقت کې لویو فرصتونو ته د ټولو لاسرسی دی خو هغه چا ته چې وړتیا، وسایل او آماده ګۍ یې ډیرې وي .

که په افغانستان کې له اوسه هغه پاليسۍ او ستراتېژۍ جوړې نشي، چې موږ ددې وړ کړي، تر څو د نړيوالتوب له فرصتونو ګټه واخلو؛ چيلنجونو ته یې تیار شو او له خطرونو يې ځان وساتو، سبا به بيا ډېر ناوخته وي. فکر کوم اوس هم پوره ناوخته دى!!!