د المپیک یو مډال له چین څخه واخیستل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 35143
میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-04-29

 د سدني په نړیوال جام کې د چین د جمناستیک د یوې لوبغاړې له لوري ګټل شوی د ژیړو یو مډال له دغه هیواد څخه بیرته واخیستل شو.

 دغه مډال اوس امریکا ته ورکړ شوی دی. د المپیک د نړیوال فدارسیون چارواکو وویل چې د سدني د سیالیو پر مهال دغه چینایۍ نجلۍ یوازي ۱۴ کلنه وه او د المپیک د سیالیو د قانون له مخې باید یو کس د شپاړسو کالو وي چې په لوبو کې برخه واخلي. دونګ فان سیاو د ۱۴ کلو وو چې د جمناستک په سیالیو کې یې د زیړو مډال خپل کړل. د جمناستیک نړیوال فدراسیون اف ای جې وویل چې دغه نجلۍ کم سنه وه او د چین هیواد د هغې د واقیعي عمر د ښودلو په برخه کې درغلي کړي وه. دغه رسوایې اته کاله وروسته د بیجینګ په سیالیو کې وموندل شوه.

نوموړې نجلۍ د تخنیکي ډلو سره د بیجنیګ په سیالیو کې ګډون کړی وو. د المپیک د نړیوال کمیسیون چارواکو ویلي چې چین باید دغه مډال بیرته کمیسیون ته وسپاري او اوس به دغه مډال امریکا ته ورکول کیږي.